لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر: د پولیو په ډله د خونړۍ حملې بدل به اخلو


FILE - A Pakistani army soldier stands guard on a border terminal in Ghulam Khan, a town in North Waziristan, on the border between Pakistan and Afghanistan, Jan. 27, 2019.
FILE - A Pakistani army soldier stands guard on a border terminal in Ghulam Khan, a town in North Waziristan, on the border between Pakistan and Afghanistan, Jan. 27, 2019.

په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر یا جي او سي میجر جنرل نعیم اختر په سیمه کې د پولیو په ټیم بريد په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د دښمن نه به په څو چنده زيات بدل واخلي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په حمله کې د وژل شوؤ کسانو د جنازو پرمهال وینا کې میجر جنرل نعیم اختر ويلي د امن دښمنانو د پولیو په ټیم او د هغوي په ساتنه مامور پولیس عسکرو بريد کړی او دا د دوی د جرمونو او وحشتونو دوام دی.

هغه ویلي "دښمن ته وايم چې بې غچه/ بې بدله به نه پاتې کېږي ددغو معصومو شهیدانو دسپېځلو وينو غچ به درنه اخلو امنیتي ځواکونه مو لټوي او په بشپړه توګه به تاسو له مينځه وړي"

هغه ویلي جنګ لپاره په علاقه کې پوځ شته بې ګناه خلک دې نه وژني، پوځ سره دې جنګ وکړي.

پوځي مشر دعوه وکړه چې درې ورځې وړاندې د پوځ سره په جګړه کې اووه ترهګر وژل شوي په وژل شوؤ کسانو کې یو هغه تن شامل دی چې دوه کاله وړاندې یې د یو عسکر نه سر غوڅ کړی ؤ.

هغه وویل "څو میاشتې وړاندې په میر علي سیمه کې په پولیس شوي برید کې ککړ کسان په 24 ساعتو کې دننه وژل شوي وو. پوځ ژمن دی چې دا سیمه د هر قسمه ترهګرۍ نه پاکه کړي"

پرون د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید کې يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی ؤ.

په سمدستي ډول د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او دپوځ افسر په خپلو خبرو کې د چا یا کومې ډلې نوم نه دی اخستې او نه یې دا ویلي چې د هغوي پرضد به کوم قسمه کاروایي ترسره کولی شي.

سرچینې وایي تر دغې پیښې وروسته دته خېل تحصیل سیمه کې کلک امنتي ګامونه اخستل شوي او په ځینو سیمې کې د جنګي هیلي کاپټرو نه د وسله والو په پټو ځالو ګولۍ ویشتل شوې دي خو حکومتي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي .

شمالي وزیرستان د افغانستان پولې سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا هغه قبایلي سیمه ده چې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو پرضد په کال 2014م کې عملیات کړي وؤ او دا سیمه د ترهګرو څخه پاکه ګرځول شوې خو بیا هم پکې وخت په وخت د ناامنۍ زیاتې پیښې رپورټ کیږي چې پکې په امنیتي ځواکونو دبریدونو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې هم شاملې دي.

د علاقې خلک وایي دنا امنۍ دې پیښو سخت پریشان کړي دي.

د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي د علاقې ناوړه حالاتو خلک دخپلو کورونو په پریښولو مجبور کړي ځکه چې
د عملیاتو وروسته دغلته هره ورځ د ناامنۍ پیښې کیږي.

هغه زیاته کړه دته خېل تحصیل په شمیر سیمو ته خلک واپس شوي ګیر چاپیره ترې دامنیتي ځواکونو پوستې دي له اندراج پرته بل چاته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي بیا دا خلک په کومه لار راغلل او تر برید وروسته چرته وتښتیدل؟

هغه تور پورې کړو چې علاقې ته بیا نوی جنګ راوړول کیږي او د هغې تیارۍ روانې دي خو وایي دوئ به بیا دا سیمه د بل چا ګټو د پاره ناامنۍ ته ور نه کړي.

د یوتهـ اف وزیرستان پخوانی مشر عادل داوړ وایي پوښتنه دا ده چې اته کاله د ضرب عضب پوره شول او د علاقې خلک لا بې کوره دي بل علاقه کې په دوم داره توګه د ناامنۍ پیښې کیږي. چې دعلاقې خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل شمالي وزیرستان یوه وړوکې ضلعه ده یو ډیویژن پوځ پکې میشت دی خو دغلته امن په ځائ نه شو.

هغه زیاته کړه دغلته په رڼا ورځ د عامو خلکو وژنې کیږي او بیا یې مقدمې د نامالومو کسانو خلاف درج کړي خو تر اوسه ددغو پیښو نه پلټنې وشوې او نه څوک پکې نیول شوي دي.

ښاغلي داوړ وویل څوک چې د امن دپاره په پرامنه طریقه مبارزه کوي هغه وژل کیږي مقدمې پرې درج کوي او په زندانونو ته اچول کیږي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه دا دریځ لري چې د ترهګري پرضد مبارزې ته ژمن دي او د دوی د قربانیو په نتیجه کې په قبایلي ضلعو کې حکومتي عملداري په ځائ شوې ده

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG