لاس رسیدونکی لینک

 
په بلوچستان کې پوځي افسرد وژنې وروسته عملياتو کې امنیتي ځواکونه وايي پينځه ترهګر او یو عسکر وژل شوی
تازه خبر

په بلوچستان کې پوځي افسرد وژنې وروسته عملياتو کې امنیتي ځواکونه وايي پينځه ترهګر او یو عسکر وژل شوی


د جمعې په ورځ بیا پوځ ویلي چې د 14 او 15 جولايۍ په مينځنۍشپه کې د خوست سره نزدې د خليفت په غرونو کې د تښتول شوي تن راخلاصولو او ترهګرو پرضد عمليات شوي او پوځ په عملياتو کې د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده
د جمعې په ورځ بیا پوځ ویلي چې د 14 او 15 جولايۍ په مينځنۍشپه کې د خوست سره نزدې د خليفت په غرونو کې د تښتول شوي تن راخلاصولو او ترهګرو پرضد عمليات شوي او پوځ په عملياتو کې د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده

د بلوچستان صوبې په زيارت سيمه کې د یو پوځي افسر د وژل کېدو وروسته په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې پوځ ویلي پېنځه وسله وال او د پوځ یو افسر وژل شوی دی.

رېډیو پاکستان د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار له قوله ویلي چې د 14 او 15 جولايۍ په مينځنۍشپه کې د خوست سره نزدې د خليفت په غرونو کې ځواکونو د یو تښتول شوي د تن راخلاصولو او د وسله والو پرضد عمليات کړي او په دغو عملياتو کې یې پينځه ترهګر وژلي.

په رپورټ کې وېل شوي چې په عملیاتو کې د پوځ یو حوالدار هم وژل شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خالي، شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې د پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي په عملیاتو کې د نهو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په زیارت سیمه کې دغه عمليات په داسې حال کې کړي چې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ 14 جولايۍ د پاکستان پوځ ويلي وو، د 12 او 13 جولايۍ په مینځنۍ شپه کې د 10 نه تر 12 پورې ترهګرو لفټننټ کرنل لايق بېګ مرزا چې د کوټې په ډي اېچ اې کې په ډيوټۍ وو او د هغه خپلوان عمر جاوېد د زيارت نه کوټې ته په لار وو او د ورچوم په علاقه کې تښتول شوي وو.

بلوڅ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

پوځ بيا ويلي وو د پېښې وروسته د 13 او 14 جولايۍ په مينځنۍ شپه کې د پوځي افسر او خپلوان د خلاصولو دپاره عمليات پېل کړی شوي چې پکې د پوځ ځانګړې دستې [اېس اېس جي] او هيلي کاپټرو هم برخه اخستې وه، او د پوځ په وېنا چې کله ترهګر د مانګي ډېم سره معلوم کړل شو هلته د ترهګرو د پوځ سره نښته وشوه.

د پوځ ترمخه د نښتې په مهال ترهګرو لفټننټ کرنل لايق بېګ مرزا ووژلو، او دوه ترهګر هم وژل شوي وو خو پاتې ترهګر د عمرجاوېد تښتولو او د موقعې څخه په وتلو کې کامياب شوي وو.

پوځ بيا د ترهګرو پرضد دعملیاتو او لټون عملیاتو دوامداره ساتلو ويلي وو.

پوځ ويلي په زیارت کط وژل شوي پينځه ترهګر د بلوڅ لبرېشن ارمي [بي اېل اې] ډلې سره تعلق لري، او د تښتول شوي تن د راخلاصولو پورې به عمليات دوام لري.

د امریکې خارجه وزارت یاسټېټ ډپارټمنټ په کال 2019 کې بي اېل اي ترهګر تنظیم وټاکلو او د ډلې په اړه یې په خپل یو بیان کې وویل بي اېل ای "یو شمېر ترهګر" حملې کړي او د پاکستان په بلوچستان صوبه کې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په هدف کوي.

د امریکې د خارجه وزارت په بیان کې وېل شوي چې په کال 2018 کې بې اېل ای په بلوچستان کې او په 2019 کې یې په کراچۍ کې د چین په کونسلخانه او په ګوادر کې په یو هوټل حملې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG