لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: علماو د پاکستان د دريځ او تحفظاتو ملاتړ کړی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي


پوځ ویلي، د پوځي مشر سره په ليدنه کې علماو په ګډه د توندروۍ، ترهګرۍ او فرقه واريت غندنه کړې او په ملک کې د زغم، امن او ثبات راوستلو دپاره د رياست او امنیتي ادارو دوامداره ملاتړ څرګند کړی دی
پوځ ویلي، د پوځي مشر سره په ليدنه کې علماو په ګډه د توندروۍ، ترهګرۍ او فرقه واريت غندنه کړې او په ملک کې د زغم، امن او ثبات راوستلو دپاره د رياست او امنیتي ادارو دوامداره ملاتړ څرګند کړی دی

د پاکستان پوځ ويلي، د ملک د هر مکتبه فکر سره تعلق لرونکو علماو د پوځ د مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي، د پاکستان دغه دريځ او تحفظاتو تاييد او ملاتړ یې کړی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او په افغانستان یې د پاکستان د دغو تحفظاتو لرې کولو دپاره د اقداماتو ټينګار کړی دی.

پوځ د جمعې په ورځ ويلي، د پوځي مشر سره ليدنه په پوځي مرکز (جي اېچ کيو) کې شوې ده.

پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي او پاکستان تورونه لګوي چې په افغانستان کې طالبان په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

لس ورځې وړاندې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".

کاکړ زياته کړې وه، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".

کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".

د پاکستاني وزيراعظم دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".

هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".

پوځ ويلي، په پوځي مرکز کې ترسره شوې ليدنه کې فورم (علماو) په متفقه توګه د پاکستان د حکومت لخواد غېر قانونه کډوالو ايستلو، په پاسپورټ د تګ راتګ، قاچاق، ذخيره کولو ضد او بجلۍ د غلا پرضد اقداماتو ملاتړ هم کړی دی.

پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه یې د افغان کډوالو ايستلو لړۍ پېل کړې ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په کراچۍ کې کونسل جنرل سيد عبدالجبار تخاري پرون وي او اې ډيوه ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، په تيرو دوو مياشتو کې د پاکستان نه خواو شا څلور لکه افغان کډوال افغانستان ته تللي دي.

د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې او دغه عمل پېل کېدو وروسته د پاکستاني چاوراکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پېل شوې او اړيکې ترينګلې شوي دي.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

پوځ ویلي، د پوځي مشر سره په ليدنه کې علماو په ګډه د توندروۍ، ترهګرۍ او فرقه واريت غندنه کړې او په ملک کې د زغم، امن او ثبات راوستلو دپاره د رياست او امنیتي ادارو دوامداره ملاتړ څرګند کړی دی.

او د پوځ مشر ویلي، پاکستان د مذهبي، صوبايي، قبايلي، لساني، نسلي او فرقې يا بل کوم امتياز نه بغېر د ټولو دی

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG