لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسېف: د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې په مېلینونو ماشومان امداد ته ضرورت لري


قریباً شپږ میاشتې مخکې ګڼ مشېر ملکونو په جینوا کې د متحده قومونو په انتظام غونډه کې پاکستان سره د نهه بېلین ډالرو مرستو اعلان وکړو چې دا ډول پاکستان تېرکال د سېلاب د تباهۍ وروسته د بحالۍ کارونه ترسره کړي
قریباً شپږ میاشتې مخکې ګڼ مشېر ملکونو په جینوا کې د متحده قومونو په انتظام غونډه کې پاکستان سره د نهه بېلین ډالرو مرستو اعلان وکړو چې دا ډول پاکستان تېرکال د سېلاب د تباهۍ وروسته د بحالۍ کارونه ترسره کړي

د متحده قومونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې قریباً څلور مېلین ماشومان د پاکستان په هغو سیمو کې بشري امداد او بنیادي خدماتو ته ضرورت لري چې تېر کال سېلاب ځپلي خو د مالي وسایلو کمی د بحالۍ په هلو ځلو کې لوی خنډ دی.

یونېسېف دغه خبرداری په داسې حال کې کړی چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې سوتلج نومې دریاب کې اوبو د زیاتېدو له امله چار چاپېرا اوسېدونکي محفوظ ځایونو ته منتقل کېږي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د اګست د وړمبۍ نېټې راهسې امدادي کارکونکو په قصور او بهاولپور ضلعو کې سېلاب د خطر سره مخامخ علاقونه د ۱۰۰۰۰۰ نه زیات کسان محفوظو ځایونو ته منتقل کړي دي.

قریباً شپږ میاشتې مخکې ګڼ مشېر ملکونو په جینوا کې د متحده قومونو په انتظام غونډه کې پاکستان سره د نهه بېلین ډالرو مرستو اعلان وکړو چې دا ډول پاکستان تېرکال د سېلاب د تباهۍ وروسته د بحالۍ کارونه ترسره کړي. د رپورټ ترمخه زیاتره ژمنې د مختلفو منصوبو دپاره د قرضونو په شکل کې دي او دغه منصوبې لا د پلاننګ په مرحله کې دي.

یونېسېف په یو بیان کې وویل د سږ کال د شپکال بارانونو د وړاندې نه مشکل حالات نور خراب کړي او دلاسه یې تراوسه پورې په ټول پاکستان کې ۸۷ ماشومان مړه شوي دي.

یونېسېف وویل قریباً اته مېلین کسان چې نیمايي یې ماشومان دي د تېر کال په سېلاب ځپلو سیمو کې صفا اوبو ته لاس رسی نه ي، په دغو علاقو کې یو اشاریه پېنځه مېلین ماشومان د غذایت د کمي سره مخامخ دي او د 173.5 مېلین ډالرو مالي مرستې دپاره د یونېسېف د غوښتنې په جواب کې ادارې 57 فیصد پنګې ترلاسه کړي‌ دي.

په پاکستان کې د یونېسېف نماینده عبدالله فاضل وویل ماشومانو د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د کړمو نه ډک کال تېر کړو، خپل خپلوان یې دلاسه ورکړل، کورونه او سکولونه یې تباه شول او د پشکال به بیا راتلو د موسمي بدلون د بلې تباکارۍ د خطر سره مخامخ دي.

په پاکستان کې تېر کال د سېلابونو دلاسه 1739 کسان مړه شوي، 33 مېلین کسان سېلاب ځپلي او په مجموعي توګه سېلاب د 30 بېلین ډالرو مالیت نقصان کړی دی.

په سېلاب ځپلونو سیمو کې 30000 سکولونه، 2000 د صحت مرکزونه او د 4300 د اوبو د رسد نظامونه تباه کړي دي.
د یونېسېف ترمخه، د نړیوالې ټولې د مرستې په نتیجه کې 3.6 مېلین خلکو ته د صحت سهولتونه او یو اشاریه اووه مېلین خلکو دپاره د صفا اوبو بندوبست شوی دی چې په کې د 545000 نه زیات ماشومان دي.

یونېسېف وویل 258000 ماشومانو ته د ذهني او نفسیاتي ناروغو علاج ورکړی شوی دی.
یونېسېف د پاکستان په حکومت او امدادي ادارو غږ وکړو چې د ماشومانو او د کورنو دپاره يې په بنیادي سماجي خدماتو کې سرمایه کاري دوامداره وساتي.

د یونېسېف نماینده عبدالله فاضل وویل د سېلاب اوبه تللي دي خو د موسمي بدلون له امله د دې حساسې علاقې مشکلات لا نه دي ختم.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG