پاکستان کښې د اقلیتونو دحقونو د پاره کارکوونکې یوې غیردولتي ادارې سنټر فار سوشل جسټس کال2017م کې دترسره شوې سر شمیرنې په عمل اندیښنې ښودلې دي اؤ ویلي یې دي چې دې عمل کښې د اقلیتونو شمیره کمه ښودل شوې ده.
یاده اداره وایي پاکستان کښې د مذهب د سپکاوي دقانون ناسم استعمال هم زیات شوی دی.
دسنټر فار سوشل جسټس نومې ادراې مشر پیټر جیکب په اسلام اباد کښې دیو خبرې کانفرنس په مهال یو رپورټ وړاندې کړی دی چې پکې ویل شوي، کال 2021م کښې اته اویا تنانو باندې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی دی اؤ د یو سري لنکن وګړي پشمول درې تنان د مذهب دسپکاويدناسمو تورونو په نتیجه کې د تندوره فکر لرونکو لخوا وژل شوي دي.
رپورټ وایي کال 2020م کښې د مذهب دسپکاوي تورونه په 209 کسانو لګیدلي وؤ اؤ په دې کښې 140شعیه مسلمانان وؤ اؤ داسې زیاتې پیښې پنجاب صوبه کښې رپورټ کیږي اؤ وجه یې دا ده چې پنجاب صوبه د فرقه ایزو ډلو مرکز جوړ شوی دی.
ډیوه سره خبرو کې د پیټر جیکب وینا وه پاکستان کښې اکثریت د اقلیت وجود منلو نه انکاري دی اؤ دلته ډیرې داسې ډلې موجودې دي چې ریاست اؤ ددې وسايل یې یرغمال کړي دي اؤ حکومت اؤ ریاست هم دغه شان ډلو نه ویره کوي چې د مذهب په نامه خلک احتجاج د پاره په سړکونو راویستی شي.
دې رپورټ کښې کال 2017م کښې ترسره شوي د سر شمیرنې عمل باندې هم اندیښنې ښودل شوې دي اؤ پیټر جیکب وایې دې عمل کښې د اقیتونو شمیره کمه ښودل شوې ده.
دهغه وه پاکستان کښې د زیاتیدونکې ابادې ترمخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ زیاتې کړی شوي خو تیرو څو لسیزو راهسي قامي اسمبلۍ کښې اوس هم د اقلیتونو لس څوکۍ دي.
دې خبري کانفرنس ته د چترال کیلاش قبیلې نه عمران کبیر نومي تن هم راغلی ؤ اؤ د عمران کبیر وینا وه ګرده نړې کښې کیلاش تر ټولو وړوکی اقلیت دی خو پاکستان کښې ددې شمیره هم کمه ښودل شوې ده.
دې رپورټ کښې ویل شوې دي تیر کال په زوره د مذهب د بدلولو پیښې هم سېوا شوي دي اؤ یو کال کښې داسې 78 پیښې رپورټ شوې دي.
رپورټ کښې د پاکستان حکومت نه غوښتنه شوې ده چې باید په زوره د مذهب بدلولو دمخې نیولو د پاره جامع قانون سازي وکړي.
پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دتیر حکومت وینا وه چې هیواد کښې به د مذهب د سپکاوي دقانون دغلط استعمال اؤ په زوره د مذهب بدلولو مخه به نیسي.