لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د میرانشا اوسیدونکو د تورو بېرغونو په لاس د خپلو حقونو غوښتو دپارہ احتجاج کړ‎ی


د شمالي وزيرستان ميرانشا کې پريس کلب مخې ته د ضرب عضب عملياتو له وجې اغېزمن شوي د ظفر ټاون اوسېدونکي چې پکې ماشومان، سپين ږيري او ځوانان ګډون کوي د تورو بيرغونو سره ناست او بينرونه یې پورته کړي دي
د شمالي وزيرستان ميرانشا کې پريس کلب مخې ته د ضرب عضب عملياتو له وجې اغېزمن شوي د ظفر ټاون اوسېدونکي چې پکې ماشومان، سپين ږيري او ځوانان ګډون کوي د تورو بيرغونو سره ناست او بينرونه یې پورته کړي دي

د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه ظفر ټاون اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په حق کې د تور بيرغونو په لاس د میرانشا پريس کلب مخې ته احتجاج پېل کړی او وایي که په پینځه ورځو کې یې غوښتنې وه نه منل شوې بیا اسلام آباد او راولپنډۍ ته احتجاج غځوي.

د شمالي وزيرستان ميرانشا کې پريس کلب مخې ته د ضرب عضب عملياتو له وجې اغېزمن شوي د ظفر ټاون اوسېدونکي چې پکې ماشومان، سپين ږيري او ځوانان ګډون کوي د تورو بيرغونو سره ناست او بينرونه یې پورته کړي دي.

دوی وایي د عملیاتو په مهال د دوی کورونه وران کړل شوي او په هغه ځای سرکاري ودانۍ جوړې کړل شوي بل دوی ته په کډوالۍ کې مرستې تړل شوي او دوی ته ویل کیږي چې خپلو سیمو ته واپس لاړ شي.

د احتجاج کوونکو په خبرہ کورونه یې وران دي دوی به چرته ځي.

د احتجاج یو مشر ملک عطاالرحمان وویل د دوی یوه غوښتنه ده چې په دې کډوالۍ کې تړل شوې مرستې دې پرانستل شي او په علاقه کې د کورونو انتظام یا د کورونو د ځمکې تاوان ورکړل شي.

انتظامیه د دوی دا تاوان تاییدوي خو وایي په دې اړه یې اعلا حکومتي چارواکو ته سپارښتنې کړ‎ي دي.

د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر دفتر چارواکو وویل د تاوان او میاشتنۍ مرستۍ ورکول د ډیرو ادارو سره اړه لري او په حقله یې هغوی سره هم خبرې روانې دي.

د احتجاج یو بل ګډوان وال او د ظفر ټاون د کډوالو کمېټۍ مشر فاروق وزیر وویل دې نه وړاندې دوی سره انتظامیې، د صوبې حکومت او د پاکستان پوځ د تاوان پوره کولو ژمنې کړې خو هغه یې نه دی پورہ کړي.

هغه وویل د جون د میاشتې نه یې د کډوالۍ امدادي تړل شوی چې له وجې یې د کډوالۍ ژوند نور ستونزمن شوی دی.

هغه زیاته کړه په احتجاج کولو مجبور شوي او که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږی بیا اسلام اباد او پینډۍ ته احتجاج غځوي.

دافتونو په وخت د نظم ساتنې ادارې پي ډي ایم ای د مې د میاشتې نه وروسته د 6000 نه زیاتو د شمالي وزیرستان د بې کوره کورنیو مرستې تړلي چې ویلي یې وو د دوی علاقې پرانستل شوي او دوی دې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د پاکستان تحریک انصاف دشمالی وزیرستان نه د صوبې د پارلیمان غړ‎ي او د صوبې د اباد کارۍ او بیا ودانۍ وزیر اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.

په احتجاج کوونکو کې د ظفر ټاون، درپه خېل سرایی، ماچس او دته خېل سیمو کډوال شامل دي.

د افتونو په وخت د انتظام برابرولو ادارې ویاند احسان داوړ وایي دا ستونزه د حکومتونو سره اړه لري او هغه چې څه لارښونه ورته وکړي دوی به یې عملي کوي.

خو د صوبې اوسني پاکستان تحریک انصاف حکومت 2020م کې داحتجاجي پرلتونو وروسته د دوی تاوان منلی وو او د خېبرپښتونخوا صوبې د هغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG