لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د جمعيت علما اسلام د قبايلي سيمې مشر هدفي بريد کې ټپي کېدو وروسته مړ شوی


په جنوبي وزیرستان کې دیني عالم، قبایلي مشر او د جمعیت عملما اسلام ف ډلې د قبایلي سیمو سرپرست مولانا میرزا جان وزیر په هدفي برید کې تر ټپی ‏کېدو وروسته په پېښور پوځي روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو. ‏

په کوز جنوبي وزیرستان کې دا د هدفي وژنو دویمه پېښه ده چې پکې د علاقې مخور مشران وژل شوي دي.‏

تېره ورځ د بېرمل تحصیل په سره خاوره سیمه کې د جمعيت علمااسلام ګوند يو بل کارکن دین سعید په هدفي برید کې وژل شوی وو.‏

تحریک طالبان پاکستان د میرزا جان وزیر وژنه رد کړې او ویلي یې دي دیني عالمان د دوی هدف نه دي. ‏

پولیس وايي په مولانا میرزاجان په ‏‎14‎‏ جون د‎ ‎واڼه ښار بايي باس سړک حمله شوې او ژوبل شوی وو.‏

د واڼه روغتون چارواکي وايي یوه ګولۍ د هغه په خېټه کې لګېدلې چې د پرارژلو حالت یې ډېر شدید وو او بیا په پوځي هیلي کاپټر کې پېښور پوځي ‏روغتون ته انتقال کړل شوی وو.‏

د واڼه پولیس تاڼې چارواکي وايي تر دې مهاله د ميرزاجان کورنۍ په چا دعوېداري نه ده کړې او د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.‏

د جمعيت علما اسلام ګوند مشرانو دا پېښه غندلې او د ګوند د پاره یې لویې زیان ګرځولی ویلي په دې ورستیو کې په لسګونو مشران او کارکنان وژل ‏شوي خو په داسې پېښو به دوی ونه ويرول شي.‏

د ګوند د ضلعې عمومي سیکتر مولانا رفیع الدین وايي نوموړی په شین ورسک سیمه کې په یو دیني مدرسه کې د دستاربندۍ دستورې وروسته شکۍ ‏سیمه کې کور ته روان وو.‏

هغه وویل نوموړی د تیرو ‏‎13‎‏ کلونو نه د ګوند د ضلعې امیر او قبایلي سيمه په صوبه کې تر شاملېدو وروسته د ګوند قبایلي سیمو سرپرست ټاکل شوی وو.‏

هغه زیاته کړه هغه به زیاتر یواځې سفر کولو او ژوند ته ورپېښ کوم خطر یې نه وو څرګند کړی.‏

د واڼه سیمې خلک وايي هغه دیني عالم سره یو مخه ور قامي مشر وو چې د علاقې په هره جرګه او مرکه کې به د خپل قوم او علاقې استازیتوب ښه په ‏زغرده کولو.‏

د علاقې یو بل تن محمد نور ازاد وویل مولانه میرزاجان په کال ‏‎2005‎‏ کې د‎ ‎ازبکو خارجي جنګیالیو پرخلاف د لښکر په سر مشرانو کې شامل وو.‏

او بیا کال ‏‎2007‎‏ کې د حکومت او وسله والو سي این جي ډلې مشر مولوي نظر ترمینځ شکۍ امن معاهدې په وخت په‎21‎‏ کسیزه کسانو کې شامل وو ‏

د دغه معاهدې ترمخه په واڼه کې مېشت مولوي نظر ډله واڼه خاوره کې ناامني نه جوړوي او دغه ډله د پولې پورې غاړې افغانستان کې امریکا او د ‏افغانستان د هغې وخت حامد کرزی حکومت پرضد بریدونو کولو ته زیات لیواله وو. چې ترمخه به د دوی خلاف هیڅ قسم کاروايي نه کیږي.‏

د سیمې نه د قامي پارلیمان پخوانی غړی او پي تي ایم مخکش مشر علي وزیر وايي د یوې منصوبې سره دغلته بیا ناامني راوستل شوې ده. لومړی پولیس ‏بیا د پولیو کارکونکي او اوس دیني او سیاسي مشران وژل کیږي ‏

هغه ویلي دا ناامني د زغملو وړ نه ده او په دې به نور غلي نه پاته کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG