لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب علم د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی


د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې قهر جنو طالب علمانو خپل یو ملگری د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو او ټکولو وژلی دی-

عيني شاهدانو ویلي او ډیوه ته تر لاسه شوي ویډیو فلمونه ښايي چې په وژل شویي طالب علم باندې د یونیورسټۍ په ودانۍ کې دننه تشدد شوی دی-

یو عيني شاهد وايي" قهرجنو طالب علمانو د کرسیو په پښو او په ماتو شيشو باندې په خپل ملگري گذارونه کړي، د ده بې جامو مړی په مزکه پروت ؤ"

وژل شوی تن مشال نومیږي- د انگریزۍ ډان ورځپاڼه وايي یو بل تن عبدالله هم حمله کونکو د مذهب په سپکاوي کې سخت ژوبل کړی دی- رپورټونه وايي وژل شوی تن د صوابۍ د زیدې د سيمې اوسیدونکې ؤ او په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې د ژورنلزم یا صحافت د څانگې زده کونکې ؤ-

د پیښې په ځايی کې موجودو کسانوويلي دي چې ښي اړخه سیاسي گوندونو سره تړلو د طالب علمانو ډلو په گډه په مذهبي سپکاوي تورن مشال پسې د یوینورسټۍ ودانۍ ته ورننوتي وو- دويي وايي دغلته موجودو پولیسو وژل شوې تن د حمله کونکو څخه ونه ساتلې شو-

جماعت اسلامي گوند وايي د دويي هلکان د مشال په وژنه کې ککړ نه دي- وي او ډيوه ته په یو اي میل کې د گوند اطلاعاتو د څانگې یو مشر شمس الدين امجد ويلي دي چې په گډه سره د مشال د وژنې په پیښه غمجن شوي دي-

د عبدالولي خان یونیورسټۍ چارواکو یونیورسټي د نامعلومه وخته پورې تړلې ده –

عبدالولي خان یونیورسټۍ چارواکو په خپل بیان کې ويلي دي چې په یونیورسټۍ کې په درې طالب علمانو بې کچه تششد شوی دی- رپو،رټ وايي چې په حمله کې مشال وژل شوی دی، عبدالله ژوبل دی اود دریم تن محمد زبیر څه پته نه لگي- د رپورټ تر مخه قهر جنو مظاهره چیانو د مشال مړي ته اور ورته کول غوښتل-

د مشال په دغه رنگه وژنه په ټولنيزه رسنیو هم بحثونه روان دي نظار یوسفزۍ ليکي "دَ زېدې کلي صوابۍ دَ ښۀ شاعر محمد اقبال اقبال لالا زوی مشال خان چې هېڅ کله ئې هم پۀ فېس بک مذهب يا رياست پسې خبره نۀ وه ليکلې، دَ مشال خان استازان وائي چې ډېر قابل او ذهين وو خو پته نۀ لګي چې چا پرې څۀ تاو سوړ کړو او دَ توهين رسالت او توهين مذهب الزام ئې پرې ولګولو"

د پېښور یو خبریال اظهارالله په خپل ټویټر لیکي چې حمله کونکو د مړي د سوزولو کوشش کؤ-

د طالب علم د بچ کولو په وخت پینځه کسان ژوبل شوي دي چې د یونیورسټۍ یو چارواکې (کنټرولر) فیاض علي شاه او د رابطې افسر (پي ار او) هم پکې شامل دي-

ورځپاڼه ډان وايي پوليسو پينځلس کسان د حملې په تور کې نیولي هم دي- ډیوه د نیول شوو تنانو د پیژندگلو په حقله څو څو ځله د مردان د ډي اي جي ، ناظم اعلا او د یونیورسټۍ د چارواکو سره د خبرو ډیرې هڅې وکړې خو چا هم چارواکي خبرې اونه کړې-

یو مذهبي پوهان قبله ایاز وايي چې شریعت دا اجازه چاته نه ورکوي چې خلق به راپاسي او قانون به په خپل لاس کې اخلي- هغه اوویل " که چري حمله کونکي محاصيلينو ته د مشال یا عبدالله په ضد څه شکایت وې نو پکار وه چې هغه ېې د یونیورسټۍ تر مشرانو رسولې وې یا یی د حکومت ادارو ته رسولې وې ، چرته هم دويي ته شریعت دا اجازت نه ورکوي چې دویی یو تن قتل کړي"

مشال په یو داسې وخت کې وژل شوې دی چې هم تیره ورځ دامریکه خارجه وزارت په یو تازه خبردارۍ کي خپلو خلکو ته ویلي دي چې پاکستان ته د سفر په وخت د احتیاط نه کار واخلي-

خبرداري کې لیکلي شوي دي چې په پاکستان کې اوس هم د ترهګرۍ او مذ هبي نسل پرستۍ سره سره د دولتي او غیردولتي ادارو ، قبائلي مشرانو، فوځي عسکرو، مدني او بشري حقونو لپاره کارکونکو پرضد حملي کیږي –

خبردارې وايي په پاکستان کي موجود ترهګر اولساني سخت دريزه ډلې په خاصه توګه د امریکایانو لپاره خطر جوړه وي –

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG