لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان به په کال ۲۰۲۵ کې څلور خلابازان خلا ته لېږي


مودي خلا ته د تلونکو خلا بازانو اجیت کرېشنن، پراسنات بالاکرېشنن نایر، انګد پراتاب او د سباهانسو شکلا په درېشیو د خلابازانو وزرونه ولګول
مودي خلا ته د تلونکو خلا بازانو اجیت کرېشنن، پراسنات بالاکرېشنن نایر، انګد پراتاب او د سباهانسو شکلا په درېشیو د خلابازانو وزرونه ولګول

هندوستان به په کال ۲۰۲۵ کې په ګګنیان نومې مشن کې څلور خلابازان د ځمکې خلايي مدار ته لېږي چې د انډین سپېس ريسرچ ارګنایزېشن نومې ادارې د خلايي تحقیق په برخه کې اهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د نهې، سه شنبې، په ورځ د کېراله ریاست د وېکرم سرابای سپېس سېنټر نومې خلايي تحقیقي مرکز کې خلا ته تلونکو خلابازانو ته اېسټروناټ وينګز یا د خلابازانو وزرونه ورکړل.

مودي د خلابازانو ستاینه وکړه او ويې وېل دوی به د هندوستان زرګونو ماشومان وهڅوي او هغه ماشومان چې "نن د کاغذ جهازونه جوړوي ستاسو په شان د ساینسدانان د جوړېدو خوبونه به وېني."

مودي د هند د خلايي تحقیق ساینسدانانو ته وویل "تاسو ټول د مستقبل د موقعو نوي دروازې خلاصوئ."

مودي خلا ته د تلونکو خلا بازانو اجیت کرېشنن، پراسنات بالاکرېشنن نایر، انګد پراتاب او د سباهانسو شکلا په درېشیو د خلابازانو وزرونه ولګول.

مودي د خلابازانو په اړه وویل چې د یوازې څلور کسان نه دي بلکې د هغه په قول څلور شکتي، د طاقت دیوتا، دي چې د هندوستان د یو اشاریه څلور بېلین ابادۍ ارمانونه به خلاف ته رسووي.

ګګنیان د هندوستان وړمبی مشن دی چې په زریعه به يې خلابازان خلا ته لېږل کېږي. د اندازې ترمخه په دې پروګرام به یو اشاریه اته بېلین ډالر خرچه کېږي.

د پروګرام ترمخه، څلور واړه هندي خلابازان به په خلا کې درې ورځې تېروي او بیا به د هندوستان په اوبو کې راکوزېږي.

د دې نه مخکې مودي اعلان کړی و چې هندوستان به د کال ۲۰۳۴ پورې خلايي مرکز جوړوي او په ۲۰۴۰ کې خلا بازان سپوږمۍ ته لېږي.

د تېر کال د اګست په میاشت کې هندوستان د امریکې، روس او د چین نه پس د دنیا څلورم ملک شو چې د سپوږمۍ په سطح يې د انسان نه بغېر خلايي سیاره کښېنوله. سیارې بیا تحقیقي کار شروع کړو.

په کال ۲۰۰۸ کې سپوږمۍ ته تحقیقاتي مشن د لېږلو وروسته د هندوستان په خلايي تحقیقاتي پروګرام کې چټکتیا او پراختیا شوې ده او په انتهايي کمو پېسو يې کامیابۍ يې د خلايي تحقیق د منل شوو قوتونو برابر کچې ته په رسوولې دي. هندوستان په خلايي تحقیق خرچه ځکه هم کمه ساتلی شي چې د موجوده ټېکنالوجۍ نقل کوي او یا پکې بدلونونه کوي او انتهايي هنرمند انجېنران لري چې د غېر ملکي همکارانو په مقابل کې په انتهايي کم معاش کار کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG