لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنیز رپورټ:د اګست په میاشت کې دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښو کې 112 کسان وژل شوي دي


رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کښې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کښې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده
رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کښې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کښې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دا شمیرې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې تېره ورځ دپاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ دعوه کړې ده چې په هیواد کې یوه ترهه ګره ډله هم دومره توان نه لري چې د پاکستان کومه سیمه ونیسي.

دپاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز نومې سازمان د رپورټ ترمخه د اګست په میاشت کښې شوو د ترهه ګرۍ دې پیښو کښې په ګرد هیواد کښ112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي میاشتې په مقابله کښې په اګست کښې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کښې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کښې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

په دې هکله څېړنکار اؤ ددې څېړنیز رپورټ مرتب کوونکی عبدالله خان وایي چې د ترهه ګرۍ په هکله په پاکستان کښې دا یو غیر معمولي صورتحال دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په ځانګړي ډول دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان کښې ترهه ګري په زیاتیدو ده اؤ حالات څه ډیر ښه نه دي.

د نوموړي په خبره ،دا سمه ده چې امنیتي ادارو د ترهه ګرو پرضد کارروایۍ کړې دي خو بیا هم ترهه ګریز بریدونه سیوا شوي دي.

د پکس نومي ادارې دا رپورټ په داسې حال کښې مخې ته راغلی دی چې تیره ورځ د خیبر پښتونخوا بنو سیمه کښې په امنیتي ځواکونو دیو ځانمرګي برید په نتیجه کښې نهه عسکر وژل شوي دي.

د پکس ادارې رپوټونه هم وایې دا ځل ترهه ګرې ډلې زیاتره امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

په دې هکله خبریال رفعت الله اورکزی وایي چې دا مهال په پاکستان کښې ترهه ګر تنظیمونه یوځای شوې دي اؤ اکثره د داسې تنظیمونو مشران په افغانستان کښې ناست دي چې له امله یې دپاکستان خپل ګاونډي هیواد سره تعلقات هم خراب شوي دي اؤ دلته امنیت هم خراب شوی دی.

ددې رپورټ مخې ته له راتلو ېوه ورځ وړاندې خبریالانو سره دخبرو په مهال دپاکستان موقتي وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلې وؤ چې دلته یو ترهه ګر تنظیم هم دومره توان نه لري چې د پاکستان کومه سیمه ونیسي.

څېړنګار عبدالله خان وایي، دا خبره سمه ده چې په ظاهره ترهه ګرو سره په پاکستان کښې داسې کومه سیمه نشته چې ددوي د کنټرول لاندې وي خو دا هم بیا یو حقیقت دی چې خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کښې د ماښام نه وروسته بیا دا ترهه ګر په ښکاره ګرځي.

د پاکستان پوځ څو واري د ترهه ګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهه ګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهه ګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.

پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ دچټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجود ترهه ګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې وجود نه لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG