لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند صوبې د زندانونو څخه په اتو مياشتو کې 2472 افغانان خوشي کړی شوي


عبدالجبار هم تور لګوي پولیس داسې کسان نيسي چې کارډونه ورسره وي خو د پېسو په خاطر ترې کارډونه پټوي يا غورځوي، هغه زیاته کړه افغانان ورته ډېر داسې شکايتونه کوي

د پاکستان د سيند صوبې د زندانونو څخه په اتو مياشتو کې 2472 خلاص شوي او بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي. خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کراچۍ کونسل جنرل وي او اې ډيوه ته ویلي اوس هم د 400 پورې افغانان په زندانونو کې دي.

په کراچۍ د طالبانو کونسل جنرل سید عبدالجبار وويل، د تېر کال راهسې په اته میاشتې موده کې په سيند صوبه کې نيول شوو کسانو کې 2472 د زندانونو څخه خوشي شوي او په دغو کې زیاتره هغه وو چې قانوني اسناد ورسره نه وو.

د نوموړي په خبره په خوشي شوو او بيرته هيواد ته لېږل شوو کې ماشومان او زنانه هم وې.

د عبدالجبار په خبره دا وخت د سیند صوبې په زندانونو کې 407 افغانان بندي دي او دا ټول هغه کسان دي چې نوي نيول شوي دي، وړاندې نيول شوي ټول کسان راخلاص کړل شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ کې د تېر کال راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې وه.

په وروستيو کې نيول شوو کسانو کې يې خپلوانو او وکيلانو ويلي ځینې داسې افغانان هم نيول شوي چې قانوني اسناد ورسره وو.

خو د سيند صوبې حکومتي او پوليس چارواکو وخت په وخت وي او اې ډیوه ته ویلي يواځې هغه کسان نيسي چې قانوني اسناد ورسره نه وي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم وخت په وخت دعوې کړي چې د پاکستاني چارواکو سره یې دغه مسله شريکه کړې ده.

په کراچۍ کې مېشت افغانان وايي په تېرو څو مياشتو کې د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ يو څه کمه شوې خو په وروستيو کې يې د پوليسو لخوا نيول بيا سېوا شوي دي.

عبدالجبار هم تور لګوي پولیس داسې کسان نيسي چې کارډونه ورسره وي خو د پېسو په خاطر ترې کارډونه پټوي يا غورځوي، هغه زیاته کړه افغانان ورته ډېر داسې شکايتونه کوي.

د فرورۍ په مياشت کې د سيند صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] غلام نبي مېمن وي او اې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، که د پوليس لخوا څوک زورول کيږي خلک دې لوړ پوړو چارواکو ته شکايت کوي دوی به د هغو پوليسو ضد کارروايي کوي.

د طالبانو کونسل جنرل هم وايي پولیس مشر ورته دغه باور ورکړی دی خو د افغانانو ځورولو او پېسو اخستو په عمل کې په لاندې کچه پوليس ککړ دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG