لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې اضافي امریکايي عسکر به په پاکستان فشارسوا کړي: څیړونکي


د دفاع وزير ويلي د امریکا ګټو ته د ګواښ په صورت کې افغانستان نشي پرېښودی.
د دفاع وزير ويلي د امریکا ګټو ته د ګواښ په صورت کې افغانستان نشي پرېښودی.

جېمز مېټس د سه شنبې په ورځ کانګرس ته منلې امریکا دافغانستان جګړه کې په ګټه کې نه ده روانه، او هغه به د جولائۍ د نیمايۍ پورې خپله تګ لاره وړاندې کړي.

په داسې مهال چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه کې د افغان عسکرو مرستو لپاره د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو فیصله کړې، څیړونکي ګڼي د دغه ګام سره به په پاکستان هم فشار سوا شي.

څیړونکی او خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وايي په افغانستان کې د طالبانو لخوا په بریدونو کې د تازه زیاتوالي له امله په پاکستا ن د وړاندې نه نیوکې کیږي او د نورو امریکايي عسکرو راتګ سره به دغه دباو نورهم سوا شي.

ښاغلی طاهر خان وايي: ٫٫ دغه امکانات ډیر دي ځکه په افغانستان کې دا نظر یا خیال د وړاندې نه موجود دی چې پاکستان د طالبانو او حقاني ډلې مرستې کوي. امریکایان هم اوس ګڼي چې پاکستان په افغانستان کې هغه شان مرستې نه کوي څنګ چې پکار دي. ځکه امریکا نور عسکر لیږي چې د طالبانو مخه اونیسي.٬٬

د افغانستان او پاکستان په اړیکو نظر لرونکی خبریال مدثر شاه بیا ګني د امریکایانو شمیره سوا کیدو سره به افغانستان کې جګړه هم زور نیسي.

٫٫ که نور امریکايي عسکر افغانستان ته راځي نو په دوي به بریدونه هم سوا کیږي د دې بریدونو لپاره به بیا حقاني ډله د خپلو پناه ځایونو نه راوځي. د دغه بریدونو په ځواب کې به بیا امریکا د حقانیانو پرضد ډرون بریدونه کوي او ټولو ته مالومه ده چې دغه ډرون بریدونه به په پاکستان کې کیږي.٬٬

خو یو شمیر څیړونکي ګڼي په ختیځ افغانستان کې د داعش ګوند د فعالیتونو مخ نیوي لپاره هم امریکا غواړي د خپلوعسکرو شمیره په افغانستان کې اضافه کړي.

امریکايي چارواکو تیره اوونۍ ويلي وو صدر ډانلډ ټرمپ جېمز مېټس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې ځواکونه په ځای کړي. مېټس د سه شنبې په ورځ کانګرس ته منلې امریکا دافغانستان جګړه کې په ګټه کې نه ده روانه، او هغه به د جولائۍ د نیمايۍ پورې خپله تګ لاره وړاندې کړي.

د دفاع وزير کانګرس ته ويلي چې د دفاع محکمې ته دې د ضرورت پېښېدو په وخت د پېسو ځانګړي کولو په ځای بجټ ورکړی شي، کوم چې هر وخت موجود وي او امريکايي پوځ پياوړی او تيار وي، او په دواړو جګړو کې يې د ضروري مرستو ترسره کولو کې وروستو والی نه وي.

د دفاع وزير ويلي د امریکا ګټو ته د ګواښ په صورت کې افغانستان نشي پرېښودی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG