لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 مراکش په روژه کې د شپې په مهال د ګرځبندېز اعلان کړی


ای پي په خپل رپورټ کې وايي په مراکش کې په د کورنیو یا خاندانونو را یوځای کېدل د روژې د میاشت یو مرکزي روایت ګڼل کېږي
ای پي په خپل رپورټ کې وايي په مراکش کې په د کورنیو یا خاندانونو را یوځای کېدل د روژې د میاشت یو مرکزي روایت ګڼل کېږي

په هېواد کې دکرونا وایرس په پېښو کې د زیاتوالي او د کرونا وایرس د یو نوي مقامي شکل د موندل کېدو وروسته په مراکش کې مامورینو فېصله کړې چې د روژې په میاشت کې به د شپې په وخت ګرځبندیز یا کرفیو په ځای کولی شي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د مراکش چارواکو په روژه کې د شپې په وخت د کرفیو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو خو ګڼ شمېر خلکو د سوشل میډیا دلارې په دغه فېصله د غصې اظهار وکړو.

په حکومتي فېصله خلکو په خپلو تاثراتو کې وویل چې د دې له امله به د مشکلاتو سره مخامخ کاروبارونه نور هم زیانمن شي او د روژې په مهال کېدونکي د کورنیو غونډې به په منفي توګه متاثره شي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په مراکش کې په د کورنیو یا خاندانونو را یوځای کېدل د روژې د میاشت یو مرکزي روایت ګڼل کېږي.

ای پي وايي د شمالي افریقې دا ملک په سیمه کې تر ټولو کامیاب د وېکسین پروګرام لري خو د دې باوجود په ملک او په خصوصي توګه د هېواد تر ټولو لوې ښار کاسابلانکا کې د کرونا وایرس په چټکتیا خپرېږي. د ای پي ترمخه د ډسمبر د میاشت نه د مراکش حکومت د شپې د اتوو بجو نه د سحر د شپږو بجو پورې کرفیو په ځای کړې ده خو اوس به دا د روژې د میاشت پورې وغځول شي. امکان دی چې په مراکش کې به روژه د اپرېل د ۱۳ نېټې نه شروع شی.

په مراکش کې د کرونا وایرس ۴۹۹۰۰۰ ناروغۍ او ۸۸۶۵ مرګونه رپورټ شوي دي. په ملک کې د جنورۍ د ۲۹ نېټې نه خلکو ته د وېکسین ورکولو عمل هم شروع شوی دی او د ای پي ترمخه د ۳۶ مېلین ابادۍ په دې ملک کې تراوسه پورې اته اشاریه درې مېلین خلکو ته وېکسین ورکړي دي چې د ځینو یورپي ملکونو نه هم د وېکسین شویو کسانو زیاته شمیره ده.

په عین حال کې مراکش نېشنل سایټېفېک اېنډ ټېکنیکل کميټي نومې ادارې ویلي د ملک په جنوب کې د کرونا نوی شکل موندل شوی خو لا دا نه ده معلومه چې د وایرس دغه ځايي شکل د ناروغانو په شمېره کې د اضافې سبب دی او که نا؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG