لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د دفاع وزارت: د اوکراین په راکټ حمله کې ۶۳ روسي عسکر وژل شوي


د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د روس د دفاع وزارت وويل د اوکراین ځواکونو د امریکې جوړ اېچ ايي اېم اېس نومې شپږ راکټونه په دغه حمله کې استعمال کړي دي
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د روس د دفاع وزارت وويل د اوکراین ځواکونو د امریکې جوړ اېچ ايي اېم اېس نومې شپږ راکټونه په دغه حمله کې استعمال کړي دي

په مشرقي دونېڅک علاقه کې په یوه ودانۍ د اوکراین ځواکونو په راکټ حمله کې ۶۳ روسي عسکر وژل شوي دي. دا خبره د روس دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د روس د دفاع وزارت وويل د اوکراین ځواکونو د امریکې جوړ اېچ ايي اېم اېس نومې شپږ راکټونه په دغه حمله کې استعمال کړل. وزارت دا نه دي ویلي چې دغه حمله کله شوې ده.

ای پي وايي د اوکراین پوځ په مستقیم ډول د حملې تصدیق نه دی کړی خو داسې ښکاري چې د هغې بريد په شان یوه حمله مني چې روسي چارواکو رپورټ کړې ده.

د اوکراین د مسلح ځواکونو د سټرېټيجک مواصلاتو څانګې د اتوار، يکشنبې، په ورځ دعوه وکړه چې د دونېڅک په مېکییوکا ښار کې د یو سکول په ودانۍ کې ۴۰۰ فعالا روسي عسکر وژل او ۳۰۰ نور زخمیان شوي دي.

ای پي وايي د اوکراین د دغې دعوې په ازاده توګه تصدیق نشي کېدلی. د روس د دفاع وزارت په خپل بیان کې وویل چې په عسکرو يې حمله په مېکییوکا علاقه کې شوې ده خو د سکول ذکر یې نه دی کړی.

د اوکراین چارواکي وايي روس اوکراین په يو شمېر ډرون جهازونو ويشتلی دی چې پکې په سرښار کییف کې هدفونه هم شامل دي.

د کییف چارواکو ویلي د اوکراین د هوايي دفاع نظام ښار د ډرون حملو نه محفوظ ساتلی دی خو د راغورځېدونکو ډورن پرزو په ځینو ځایونو کې نقصان کړی دی.

د کییف مېیر ويتالي کلېټسچکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې روس د کییف سیمې په لوري ۴۰ ډرون رالېږلي وو خو ټول تباه کړی شوو.

روس په اوکراین د حملو دپاره د ایران جوړ شاهد نومې ډرون جهازونه استعمالوي او په حملو کې د اوکراین بنیادي سهولتونه په هدف کوي. ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس وايي په اوکراین کې د غیر پوځي نخښاني نه وولي.

د ډرون د ورستیو حملو نه یوه شپه مخکې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي وو چې د اوکراین ځواکونو ۴۵ ډرون راغورځولي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG