لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي سره د حکومت د خبرو په ضد د پېښور های کورټ ته خواست شوی دی


د ټي ټي پي پخوانی مشر ملا فضل الله. ټي ټي پي د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې ‌ذمه واري منلې وه
د ټي ټي پي پخوانی مشر ملا فضل الله. ټي ټي پي د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې ‌ذمه واري منلې وه

په کال ۲۰۱۴ کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان په حمله کې د وژل شویو څلورو ماشومانو او د سکول د یو استاذ مور د پېښور های کورټ ته خواست کړی چې عدالت دې حکم وکړي چې دوی په اعتماد کې د اخېستل کېدو بغیر دې حکومت ټي ټي پي سره روغه نه کوي

په دغه خواست د هاي کورټ ججانو جسټس لعل جان خټک او جسټس عبدالشکور د کورنيو چارو وزارت سېکتر ته هم نوټس جاري کړی چې عدالت ته دې وړاندې شي.

په عدالت کې د دغو مېندو نمایندګي وکيل اجعون خان وکړه چې خپل يو زوي اسفند خان يې هم په دغه پېښه کې وژل شوی دی.

اجعون خان د دغه خواست په حقله وي او ای ډيوه سره څه دا تفصيلات شريک کړل: "مونږ په دې خواست کې ډېر په صفا الفاظو کې دا ويلي دي چې مونږ دې کم از کم په اعتماد کې واخلي ولې چې مونږ مدعيان یو او په يو قيمت يې هم مونږ نه پرېږدو ځکه چې بچي زمونږ تلي دي د دې خلکو نه دي تلي. پاليسي دوي جوړه کړي، زمونږ د بچو په سر باندې سودا بازي دوي وکړي او سزا مونږ ته ملاويږي. مونږ د دې غندنه کوو."

اجعون خان اېډوکېټ زياته کړه: "زمونږ په خواست کې راروانه اورېدنه په ۲۱ جولايي ده. د داخله امورو مرستيال يې راغوښتی دی. ګورو چې هغه راشي او خپل بيان ورکړي نو د هغې مطابق به مونږ خپله تګلاره جوړوو."

هايي کورټ ته خواست کونکيو کې په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو دوو وروڼو نورالله او سېف الله مور فلک ناز، د اسفند خان مور شاهانه اجعون خان، د اېمل خان مور سيما او د استاذې سعديه ګل مور زلېخه شامل دي.

شاهانه اجعون خان وي او ای ډيوه ته وېلي چې د کومو کورنیو ته چې طالبانو زيان رسولی پکار ده چې هغوي ته هم معلومه شي چې په کومو شرطونو دغه امن مذاکرات کيږي.

هغه وايي:"زمونږ بچي خو قربان شو خو مونږ د نور امن او د دې ملک د سلامتيا لپاره دې خلکو سره کښېنو او خبرې کوو خو دا به په څه شرطونو وي. هغه کوم شرطونه او خبرې دي چې دوي يو بل سره خبرو ته ناست دي؟ په دې کې هغه خلک خامخا فريق جوړول پکار دي چې کوم زپلی شوي دي او چې څوک مدعيان دي. زه مدعي يم او مانه زامن تلی دی."

په پېښور کې مېشته د عدالتي چارو خبریال وسيم احمد شاه په عدالت کې د ای پي اېس ماشومانو د مېندو د خواست او تحريک طالبان پاکستان سره د حکومتي مذاکراتو په اړه وايي په تېرو وختونو کې د تحريک طالبان پاکستان او صوفي محمد تحريک نفاذ شريعت سره داسې مذاکرات په وزيرستان او سوات کې شوي دي خو دغه معاهدې او مذاکرات چرته چېلنج شوي نه وو.

وسیم احمد شاه وايي خوا او شاه ۱۵ کلونه د تحريک طالبان پاکستان وشو چې جوړ شوی دی او په دې وختونو کې د ترهګرۍ ډېرې پېښې په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا او ضم شوې قباېلي سيمو کې شوي دي او زرګونه خلک د هغې نه اغېزمند شوي دي.

هغه وايي په عدالتي مقدمو کې چې کومه مهمه خبره کتل وي هغه دا وي چې دا کوم فريق عدالت ته راغلی دی هغه اغېزمند فريق دی او که نه دی؟ او دا موجوده کېس چې کوم دی د څلورو ميندو دی او د دوي بچي د ارمي پبلک سکول پېښه کې وژل شوي دي او د دې پېښې ذمه داري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړې وه ويلي يې وو چې داسې قسمه بريدونه به نور هم کوي.

خبريال وسيم احمد شاه وايي ولې چې دا ميندې فريق دي نو په دې وجه د دوي کېس مضبوط دی. ولې چې يو تنظيم چې په خپله دا مني چې په حمله کې دي او بې ګناه خلک یې وژلي دي. حکومت د هغوي سره خبرې کوي خو چې کوم اغېزمند خلک دي هغوي ته هيڅ نه وېلی کيږي.

وسیم احمد شاه زياتوي: "دا پېښه د پاکستان د تاريخ د ټولو نه لويه د ترهګرۍ پېښه وه او واړه ماشومان پکې وژلی شوي وو. پېښور هايي کورټ مخکې هم په ډېرو کېسونو کې ولس ته اسانۍ ورکړې دي. خواست جمع کونکي يوه مهمه خبره کوي چې مونږ اصل اغېزمند خلک يو او زمونږ بچي په دې پېښه کې شهيدان شوي دي او مونږ ته پته هم نشته چې څه کيږي.


د ترهګري نه اغېزمن شوي د دغه مېندو وکيل اجعون خان عدالت ته ووېل د يو ګوند په غوښتنه که د دغه امن مذاکراتو په حقله د پارليمان قامي سلامتيا کمېټۍ ته او څه سياسي مشرانو ته په يوه غونډه کې د پاکستان فوځ د مشران له خوا تفصيلات شريک شوي دي خو د ارمي پبلک سکول ترهګر پېښه کې اغېزمن کورنۍ په دې عمل کې د نظره غورځولی شوي دي.

خو بل طرف ته د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وېلي ؤ چې سول او فوځي مشرانو د پارلېمان د قامي سلامتيا کمېټۍ ته د دغه مذاکراتو په حقله تفصيلات شريکولو او دا باور ورکولو نه پس چې دغه مذاکراتي عمل به د پاکستان د ائين د چوکاټ دننه کيږي او پارلېماني کمېټۍ د دې مذاکراتي عمل په باقاعده توګه منظوري ورکړې ده.

د پاکستان فوج هم ویلي چې د ټي ټي پي سره معاهده به د پارلېمنټ په منظورۍ کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG