لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ګوادر ته حق ورکړئ" تحریک غوښتلي چې د تحریک د غړو په کورونو دې چاپې ودرول شي


"ګوادر ته حق ورکړئ" د تحريک غړو د نهې، سه شنبې، په ورځ د بلوچستان های کورټ ته خواست کې غوښتنه وکړه چې د تحریک د غړو په کورونو دې د قانون نافد کونکو ادارو چاپې ودرول شي
"ګوادر ته حق ورکړئ" د تحريک غړو د نهې، سه شنبې، په ورځ د بلوچستان های کورټ ته خواست کې غوښتنه وکړه چې د تحریک د غړو په کورونو دې د قانون نافد کونکو ادارو چاپې ودرول شي

د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر دپاره حق غوښتونکي تحریک "ګوادر ته حق ورکړئ" د بلوچستان هايي کورټ ته خواست کې غوښتنه کړې چې د تحریک د غړو په کورونو دې د پولیس د چاپو لړۍ ودرول شي او د ګوادر صحافي عبېدالله چې په ګوادر کې احتجاج کونکو ته د پناه ورکولو په الزام حکومت د تربت جېل ته لېږلی و ازاد کړی شوی دی.

د بلوچستان د خبريالانو د تنظيم د کمېټۍ غري زين الدین وي او ای ډيوه ته وويل خبريال عبيدالله د ګل،‌ دوشنبې، په ماښام له جېله را خلاص کړل شو. د زين الدين په خبره چې خبریال د ګوادر د ضلعۍ انتظاميي پرته له کومې مقدمې نيولی و او امن ساتنې د قانونې مادې دلاندې يوې مياشتې دپاره زندان ته لېږل شوی و.

"ګوادر ته حق ورکړئ" د تحريک غړو د نهې، سه شنبې، په ورځ د بلوچستان های کورټ ته خواست کې غوښتنه وکړه چې د تحریک د غړو په کورونو دې د قانون نافد کونکو ادارو چاپې ودرول شي.

درخواست ورکونکي وکيل راحب بلېدي وي او ای ډيوه ته وويل، په درخواست کې يې له های کورټ څخه غوښتي چې د ګوادر ضلعي انتظاميه او صوبايي حکومت دې منع کړي چې نور دې بې ګناه خلک نه نيسي او نه دې هم بغېر له مقدمو د خلکو پر کورنو چاپې وهي.

د ښاغلي لېدي په خبره حکومت د “حق دو تحريک” د مشرانو او فعالانو پر ضد لسګونه مقدمې درج کړې دي خو پټې يې ساتلې دي او تر اوسه يې دوې مقدمې ښکاره کړې دي، چې دا د قانون او ایين خلاف عمل دی. " احتجاج کول د هر چا ايني او قانوني حق دی، د دې خلکو جايز او قانوني غوښتنې دي، حکومت دې د دوی غوښتنې واوري، ستونځه دې له قانوني لارې حل کړي"-

وي او ای ډیوه په دې اړه د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو او د ګوادر له مرسيتال کميشنرعزت نذير سره په بيا بيا د رابطو کوښښونه وکړل خو بریالي نه شوو.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په ګوادر کې د احتجاج کونکو په نيول کېدو او په هغوی د بندیزونو په لګېدو تشویش څرګند کړی دی او ويلي یې دي چې خلک د احتجاج او د رای د اظهار حق لري.

اېمېنسټي انټرنېشنل په ګوادر کې د انټرنېټ په تړل کېدو هم تشویش څرګند کړی و.

"ګوادر ته حق ورکړئ " تحريک له تېر يو کال څخه پر احتجاج دی او له تېرو دوو مياشتو راهسې يې په ګوادر ښار کې بیا احتجاج پرلت یا ناسته شروع کړې ده

تحریک غواړي چې د ګوادر د سمندر په حد کې دې په ناقانونه توګه د ماهيانو ښکار کول بند شي، له ايران سره دې سرحدي تجارت اسان کړی شي، په ګوادر کې دې امنيتي پوسټونه کم او له ابادۍ لېرې کړل شي، د نشيي توکو د پلورلو مخه دې ونيول شي، د ګوادر اوسېدونکو ته دې د څښلو صفا اوبه بجلۍ او د ژوند نورې بنيادي اسانتياوې ورکړل شي

د ګوادر د خبيرالانو په وينا چې له حکومت سره له څو ځله ناستو باوجود هم د دوی مزاکرات کاميابه نه شوه او شاوخوا يوه اونې وړاندې د حکومت له لوري د تحريک احتجاجي پرلت په زوره ولټول شو او د تحريک د مشرانو او فعالانو په نيولو پېل وشو.

د تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان په خپله او نور فعالان د پوليس د چاپو له کبله نا معلوم ځای ته تللي، وايي په ګوادر ښار کې موبايل سګنلز او انټرنېت لا هم په پوره توګه ندی فعاله شوی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو څو ورځې وړاندې په ځانګړي خبري کانفرنس کې وويل چې د تحريک غوښتنې جايز او حکومت ورسره منلې دي او په عملي کولو يې کار لګيا دی. ښاغلي لانګو وويل چې د مولانا هدايت الرحمان غوښتنې يو تر بله زياتېږي او له هم دې لارې مولان خپل سياسي اهدافو ته ځان رسول غواړي.

وايي د تحريک غړو په تشدد لاس پورې کړی ځکه يې د هغوی پر ضد قانوني لاره خپله کړی.

ضيا لانګو وويل، يو چاته هم اجازه نه ورکوي چې د پاکستان او د چين تر ميان د اربونو روپو اقتصادي پروژې سي پېک په مخ کې دې خنډ جوړ شي-

د خبریال عبېدالله د ازادۍ په اړه د بلوچستان د خبريالانو د کمېټۍ غري زين الدین وویل د همکار د نیول کېدو پر ضد د خبريالانو تنظيمونو پر حکومت نيوکې وکړې او د هغه د را خلاصولو له غوښتنو نه پس حکومت مجبوره شو چې هغه ازاد یې کړي خلاص کړ-

حکومت ویلي وو چې خبريال عبيدالله په خپل کور کې هغو احتجاج کونکو ته ځای ورکړی و او له پوليسو يې پټ کړي و کومو چې په ګوادر کې د احتجاج پر وخت سرکاري ودانيو ته تاوان رسولی و او پوليسو ته مطلوب وو-

زين الدين د حکومت دا تورونه ردوي او وايي، يوازې د حق دو تحريک و احتجاج ته پر کوريج ورکولو او خبر خپرولو په سر حکومت عبېدالله ته سزا ورکوله

د خبريال تر څنګ د ګوادر څوارلس نور اوسېدونکي او د تحريک غړي هم د تهري ايم پي او یا د امن ساتنې د قانون دلاندې د تربت جېل ته اچول شوي دي

يوه هفته وړاندې " ګوادر ته حق ورکړئ " تحريک د احتجاج کونکو او د حکومت تر ميان مزاکرت ناکامه شول -

د حق دو تحريک مشرتابه تور پورې کوي چې حکومت د دوی جايز غوښتنې منلو پر ځای د دوی د مشرانو او فعالانو پر ضد مقدمې درج کوي او جېلونو ته يې اچوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ تحریک د خپلو غړو د نیول کېدو خلاف بلوچستان های کورټ ته خواست وکړو. دا نه ده معلومه چې عدالت به په دغه خواست سماعت کله شروع کوي.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG