لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې هابریډ رژیم لا په مکمله توګه ختم نه دی، جرنیل شاهي لا ژوندۍ ده: ساتھ


په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګری تنظیم ساتھ وايي که څه هم د عمران خان د حکومت په شکل کې یو “هایبریډ رژیم” ختم شو خو “جرنېل شاهي” لا ختمه نده او تر څو ټولې ادارې په خپلو چوکاټونو کې کار ته پرې نه ښودل شي هیواد پرمختګ نشي کولې.

د اپرېل په 24 مه د “ساتھ 2022” ان لاین یا ورچول غونډه کې د نېشنل ډیموکرېټک ګوند چیرمېن او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسېن حقاني، د صدر اصف زرداري پخواني ویاند او سنیټر فرحت الله بابر، پخواني سنیټر افراسیاب خټک، وتلي قانون دان او سیاست دان لطیف افريدي، لیکوالې فرح ناز اصفهاني، خبریالې ګل بخاري، خبریال کیا بلوڅ ،لیکوال او څېړونکي رفیع الله کاکړ او نورو وېناګانې کولې.

حسین حقاني د غونډې د اخرني ویناوال په توګه وویل ساتھ ګڼي چې پاکستان د یو ګېرېژن (پوځي) ریاست په توګه تل نشي پاتېکېدلې:

که د یو قام یواځې پوځي څانګه طاقتوره وي، او په هر کار کې مداخلت کوي نو هغه قام پرمختګ نشي کیدلې

د ښاغلي حقاني په خیال د هیواد سیاسي ګوندونه او ايئن هم باید مظبوط شي.

هغه وویل په پاکستان کې تل په سیاست کې د مذهب استعمال، د تمامو قامونو یو شان حقونه، نه تسلیمول، د انساني حقونو سرغړونې، د ګاونډیو هیوادونو سره ښه اړېکې نه لرل، او د هیواد وجود د یو ځانګړې مذهبي نظرېې لاندې ساتل هغه علتونه دي چې تل یې ستونزې زېږولې دي:

د ریاست مقصد د اولس خوشالي او د اقتصاد مضبوطول پکار دي

د ساتھ دا غونډه په داسې حال کې کیدله چې روانه میاشت د عمران خان حکومت د بې باورۍ د تحریک د لارې ختم شوی او د هغه د مخالفو ګوندونو اتحاد حکومت د مسلم لیګ نون ګوند د شهباز شریف په مشرۍ کې جوړ شوی.

د نوي حکومت اتحادي او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ساتھ غونډې ته پخپل وار وویل چې نوی حکومت جوړ شو خو د سترو چېلنجونو سره مخ دی. د ښاغلي داوړ په خیال:

د هیواد معیشیت د تباهۍ په ژۍ ولاړ دی

ښاغلي داوړ دا هم وویل چې د عمران خان هایبریډ واکمني ختمه شوې خو لا سیاسي میدان د سیاسیانو په خوښه نه دی، هغه وویل:

وس د سیاستدانانو سره د غلطۍ ګنجایش پاتې نه دی

فرحت الله بابر د ساتھ غونډې ته وویل دا وخت په پاکستان کې د امن حال ګډ وډ دی. هغه نوم وانخستلو خو پوځ ته یې په اشاره کې وویل چې د پوځي مشرانو تر منځه اختلافونه موجود دي:

د ادارې تر منځه د طاقت کشمکش روان دی

په پاکستان کې ځیني رسنۍ وايي چې د پوځ ځیني مشران د عمران خان د واکمنۍ په ختمیدلو ناخوښه وو، البته د پوځ ویاند جنرل بابر افتخار په خپل یو ورستي بیان کې ویلي پوځ د خپل مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ کې یو موټی دی.

افراسیاب خټک هم په خپلو کې خبرو دغې پلو ته اشاره وکړله، هغه وویل د “جنرل شاهۍ” په سیاست کې لاسوهنه وس خلکو ته په ډاګه ده:

دا ده جرنېل شاهۍ د اقتدار جګړه ده

هغه وویل چې په کال 2014 کې جنرل شاهۍ د عمران خان ملګرتیا شروع کړله او په 2018 کې یې هغه واک ته ورسولو:

خو وس په ساسي میدان کې دويي پټ نشي پاتېکېدلې

د ساتھ زیاترو ویناوالو په کړکېچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د ناارمۍ سبب پوځي مدخلت وګرځولو، د وېنا والو په خیال په بلوچستان کې د ناارمۍ حل پوځي نه بلکې سیاسي پکار دی، د رفیع الله کاکړ په خیال د پاکستان مشرانو کله هم د بلوچستان مسلې ته د ځايي اولس له نظره نه دي کتلي.

وینا والو په ان لاین غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو نه پرته په پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان کې اولسي ستونزو په سرهم د فکر مندۍ څرګنودنې وکړې.

نزدې تر درې ساعتو په ان لاین بڼه ددې غونډې کوربه ډاکټر تقي وویل چې ساتھ تنظیم په کال 2016 کې هغه وخت جوړ شوی و چې په پاکستان کې دننه د خلکو اوازونه خاموشه کول شورو شو او دويي غوښتل چې دغو غږونو ته ځای ورکړي.

د ساتھ ددې غونډه بله شریکه کوربنه د بشري حقونو مبارزه ګلالۍ اسماعیل وه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG