لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېشل پارټۍ مشر مختار باچا په حق رسېدلی، ملګري يې وايي سياسي ارمان یې نيمګړی پاتې شو


د نېشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا نن په پېښور کې په حق رسېدلی او د ‏‎50‎‏ کالو نه سېوا مودې سیاسي مبارزه یې سرته رسېدلې. ملګري یې ‏وايي د مختار باچا چې څه ارمان وو، پوره نه شو.‏

د نیشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا د اقتدار د سیاست په ځای په نظریاتي سیاست یقین لرلو او غوښتل یې ټول کيڼ اړخه يا د لفټ د ‏سیاسي سوچ لرونکي یو شي.

سياسي ملګري يې وايي، د هغه تر مرګه پورې دغه ارمان و خو پوره نه شو او د مختار باچا مړينه د مترقي پښتنو لپاره یو غټ سیاسي تاوان ګڼي. ‏

د مختار باچا یو پخوانی ملګری او سیاسي فعال انور زیب وايي، څنګه چې مختار باچا د ‏‎50‎‏ کالو راهسې سیاسي مبارزه د طالب علمۍ نه شورو کړې ‏وه،په ولسي سیاست یې خاتمه وشوه .هغه تل د ځپلې طبقې غږ پورته کړی، په سياست کې فعال پاتې شوی او غوښتل یې چې مترقي او شعوري سوچ ‏لرونکي راغونډ کړي.‏

‏"د نن دور چې کوم سیاسي حالات دي او کوم سماجي، معاشرتی حالات دي نو هغه خو به ډېر عجیبه غوندې او بې چېنه به و، او دغه کوشش یې و چې ‏کيڼ اړخه يو شي او څه شعوري مرکز یې جوړ شي نو د هغه دا خواهش و".

د مختار باچا یو بل ملګري نظام باچا وويل، اکثر به چې ناست وو سیاسي خبرې اترې به یې کولې. ‏

‏"باچا صېب د اجمل خټک نه ډېر متاثر و د هغه د افکارو نه، د هغه د شاعرۍ نه. او د هغه سره ناستې نه. د هغې نه پس دې دا چپ لاسې سیاسیت ته رجوع ‏وکړه. او کمیونسټ پارټۍ کې باچا صېب و. او کله چې نيپ جوړه شوه نو هم باچا صیب د هغې حصه و. قومي انقلابي پارټۍ کې هم و. د هغې نه پس د ‏نيشل پارټۍ صوبايي صدر و".‏

د مختار باچا کورنۍ د قامپاله سياست سره د ډېر وخت نه مل وه. د هغه پلار ميا ګل جان باچا د باچا خان او بيا د ولي خان د سياسي لارې مل و او باچا خان لا ولي خان چې کله بونېر او بيا د پيربابا سيمې ته راغلي نو د ميا ګل جان باچا مېلمانه پاتې شوي.

د بونېر په مترقي سوچ لرونکو کې مختار باچا د نورو ټولو نه وړومبی ياد شوی او د شوروي اتحاد په وخت کې د مختار باچا او د هغه د نزدې ملګرو په وجه بونېر ته لېټل ماسکو لا وړوکې ماسکو هم ويلی کېده.

د مختار باچا يو بل پخواني او همځولي ملګري فرید خان د هغه په مړينه د خفګان څرګندونه وکړه او وې یې ويل، "بیګانګي دې ملک کې خوره ده دې د لفټ ‏کارکنا نو کې، په دويم مارچ پروګرام و دی ناجوړه هم و باران هم و خو ده په تقریر کې وويل، چې ما د لفټ دکارکنانو رايو ځای کولو هلې ځلې کولې".‏

پښتون سياستوال افراسياب خټک په اېکس (پخواني ټويټر) د مختار باچا په مرينه ليکلي، ‏

‏"د کامرېډ مختار باچا د مړينې سره پاکستان کې د خواريکښ طبقې د مبارزې او ترقي پسند سیاست يو عهد تمام شو. هغه خپل ټول ژوند خپلو نظرياتو ته ‏وقف کړی او په سختو حالاتو کې د خپلې مبارزې څخه نه و په شا شوی، د مختارباچا مبارزه د ملک او سیمې د سياسي تاريخ نه هېرېدونکې برخه ده".‏

د عوامي نيشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان په خپله اېکس پاڼه ليکلي، ‏

‏"مختار باچه يو ثابت قدمه په مسلسل مبارزه يقين لرونکی سياسي کارکن و، هغه په خپل ټول ژوند نه يوازې د ځپلې طبقې دپاره غږ پورته کړی بلکې په ‏عملي مبارزه کې یې هم برخه اخستې، تکليفونه یې زغملي او په خپلو اصولو یې جوړجاړی نه دی کړی".‏

د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په اېکس ویلي، ‏

‏"مختار باچا د طبقاتي جدوجهد یو نه ستړی کیدونکی مبارز و. د محرومه او مظلومه قامونو کلک ملګری و. زمونږ لکونه خلک چې کله په ۲۰۰۹ کې د ‏سوات نه بې کوره‎ ( IDPs) ‎شو، نو مختار باچا او د هغه ملګرو د امن تحریک د پلېټ فارم نه زمونږ د بحالۍ د پاره غږ پورته کړو. د مختار باچا روښانه او ‏سپیځلی کردار به تل ژوندی وي".‏

پاکستان کې د بشري حقونو کېمشن هم د مختار باچا په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده. د مختار باچا نزدې ملګري وايي د هغه جنازه به د جمعې په سهار د پېښور په باغ ناران کې کيږي او بيا به يې مړی خپل کلي پاچا کلي ته د ښخېدو د پاره وړل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG