لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لال مسجد په کېس کې د پرويز مشرف ضمانت منظورشوی

 د پرويز مشرف د دې نه وړاندې د ججانو د نظربندۍ په کېس کې ، د بېنظيربهټو د وژنې او اکبربگټي د وژنې په کېسونو کې ضمانتونه منظور شوي دي
د پرويز مشرف د دې نه وړاندې د ججانو د نظربندۍ په کېس کې ، د بېنظيربهټو د وژنې او اکبربگټي د وژنې په کېسونو کې ضمانتونه منظور شوي دي

د اسلام اباد د اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن جج واجد علي د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د لال مسجد د نائب عبدالرشيد غازي د وژنې په کېس کې ضمانت منظور کړی دی

پرويز مشرف ته د لال مسجد د نائب عبدالرشيد غازي د وژنې په کېس کې د ضمانت درخواست د اسلام اباد اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن جج واجد علي منظور کړی . د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د دې نه وړاندې د ججانو د نظربندۍ په کېس کې ، د بېنظيربهټود وژنې او اکبربگټي د وژنې په کېسونو کې ضمانتونه منظور شوي دي .
راپورونو ترمخه د گل په ورځ د اسلام اباد د عدالت اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن جج واجد علي د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د لال مسجد د نائب عبدالرشيد غازي د وژنې په کېس کې ضمانت منظور کړی دی . او عدالت پرويز مشرف ته د ضمانت په توگه د يو يو لاک روپو د دوه مچلکو جمع کولو وئيلي دي .
د مشرف وکيل الياس صديقي وئيلې موکل يې وس اذاد دی ، خو د غازي وکيل طارق اسد وئيلي هائې کورټ کې به د مشرف پرضد اپيل کوي .
عبدالرشيد غازي په کال ۲۰۰۷م کې د لال مسجد په اپرېشن کې وژل شوی وو.
پرويز مشرف باندې د لال مسجد د امام عبدالرشيد غازي ځوې هارون رشيد د پلار د وژنې رپورټ د راولپنډۍ د ابپاره پوليس سره درج کړی وو . او پرويز مشرف په دغه کېس کې په ۱۰م اکتوبر هغه وخت گرفتار کړی شوی وو، چې د نيولو نه يوه ورځ وړاندې د هغه په درې غټو کېسونو کې ضمانتونه منظور شوي وو .
د دې نه وړاندي د ججانو د نظر بندۍ په کېس کې ، د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهټود وژنې او بلوچ قام پرسته مشر اکبر بگټې د وژنې په کېسونو کې د پرويز مشرف د خوشي کېدو ضمانتونه منظور شوي .
خو راپورونو ترمخه د پرويز مشرف نوم په اي سي ايل يا اېگزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی دی . او هغه د ملک نه بهر نه شي تلی .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG