لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرويزمشرف په ضد به د غدارۍ مقدمه په ځانگړې محکمه کې چلولی شي


پرويز مشرف په کال ۲۰۰۷م کې د پوځ نه ريټائرډ شوی دی ، ځکه په هغه په پوځي عدالت کې مقدمه نه شي چليدی
پرويز مشرف په کال ۲۰۰۷م کې د پوځ نه ريټائرډ شوی دی ، ځکه په هغه په پوځي عدالت کې مقدمه نه شي چليدی

د ملک په پخواني پوځي واکمن (ر)جنرال پرويز مشرف باندې به د غدارۍ مقدمه په ځانگړې محکمه کې چلولی شي ، دغه فېصله نن د پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو دپاره جوړې کړی شوې محکمې مشر قاضي فېصل عرب اورولې ده .


د ملک په پخواني پوځي واکمن (ر)جنرال پرويز مشرف باندې به د غدارۍ مقدمه په ځانگړې محکمه کې چلولی شي ، دغه فېصله نن د پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو دپاره جوړې کړی شوې محکمې مشر قاضي فېصل عرب اورولې ده .
پرويز مشرف د خپلو وکيلانو د لارې عدالت ته خواست کړی ؤ ، چې په هغه دې مقدمه په پوځي عدالت کې وچلول شي .
نن د جمعې په ورځ د پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې اورېدنې دپاره د جوړې ځانگړې محکمې د درې کيسزه ججانو بنچ مشر قاضي جسټس فېصل عرب د مشرف دغه درخواست رد کړو او فېصله يې واوروله ، چې د هغه په ضد به مقدمه په ځانگړي عدالت کې چلولی شي .
جسټس فېصل عرب ووئيل چې د مشرف وکيلانو په درخواست کې د کوم پوځي اېکټ ذکر کړی دی ، هغه اېکټ په ۱۹۸۱م کې کالعدم گرځول شوی دی .
او پرويز مشرف په کال ۲۰۰۷م کې د پوځ نه ريټائرډ شوی دی ، ځکه په هغه په پوځي عدالت کې مقدمه نه شي چليدی . او د غدارې د لويې جرم د مقدمې د اورېدنې احتيار وس يواځې ځانگړي محکمې ته حاصل دی .
ځانگړې محکمې د غدارۍ په مقدمه کې پرويز مشرف د مارچ په اا م نېټه بيا عدالت ته غوښتی دی .
عدالت وئيلي د پرويزمشرف لخوا د ججانو او وکيل په اړه ورکړی شوؤ درخواستونو به هم زر فېصله واورول شي .

د پرويز مشرف وکيلانو په عدالتي فېصله تخفظات وړاندې کړي او د منلو نه يې انکار کړی دی .
جسټس فېصل عرب وکيلانو ته وئيلي که فېصله تاسو ته منظور نه وي نو په ضد يې اپيل وکړئ .

د عدالت په پرېکړه خپل غبرگون کې د مشرف يو وکيل احمد رضا قصوري مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، دا فېصله د رښتياؤ په ضد ده .
نوموړي ووئيل فېصله کې دمشرف د ريټائرډ کېدو خبره شوې ، خو کله چې هغه ايمرجنسي اعلان کوله نو هغه پوځي سرلښکر ؤ ، ځکه په هغه د پوځي اېکټ اطلاق کيږي .
وئيل کيږي چې په ۱۱م مارچ به په پرويز مشرف فرد جرم هم ولگول شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG