لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

په پاکستان کې عدالتونه جر نیلانو ته د سزاگانو ورکولو توان لري؟

د پاکستان یو ځانگړي عدالت امر کړی دی چې د پخواني پوځي ډکټیټر او دعدالت نه مفرور جنرل پرویز مشرف خلاف د ځنډ ښکار د غدارۍ قضیه به د اکتوبر د نهمې نیټې نه بیا پیل کوي.

د درې کسیزه عدالت یو جج یاورعلي نن د ستمبر په لسمه ويلي دي چې دغه قضیه به "خپل منطقي انجام" ته رسوي، هغه وویل د قضیې اورونه به هره ورځ کیږي.

ځانگړي عدالت دا امر په داسې وخت کې وکړو چې د پاکستان د نوي منتخب حکومت په تازه جوړه کړی شوې مرکزي کابينه کې نزدې نيم وزیران او مشیران د جنرل مشرف د کابينې غړي پاتې شوي دي.

په دغو وزیرانو کې تر ټولو اهم د قانون او انصاف وزير فروغ نسیم دی چې دوزير جوړیدلو څخه د مخه یې د جنرل مشرف د غدارۍ په قضیه کې د هغه دفاع کوله.

په مرکزي کابینه کې د جنرل مشرف د پخوانیو وزیرانو موجودگۍ وس دا پوښتنې راپورته کړي دي چې ایا عدالت به په دغه قضیه کې خپلواکه پاتې شي؟

د سپریم کورټ او هاي کورټ بار ایسوسي ایشن پخوانی صدر او وتلی قانون دان لطيف افريدي وي او ډیوه ته ويلي دي:

" زما خپل خیال دادی چې په عدالت باندې مشرف صفا کوي"

د ښاغلي افريدي په خیال عدالتونو ازاد نه دي:

"دهغه نه به دويي (ججان) دا تپوس وکړي چې تا (مشرف) ایئن د پښو لاندې کړی دی ماته په سلو کې یو برخه هم نه ښکاري."

د قانون دان لطیف افريدي مرکه په لانديني اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:10 0:00

تر نهه کالو پورې د پاکستان د واک اختیار په خاوند جرنیل مشرف باندې د نوازشريف په حکومت کې په کال ٢٠١۴ کې دغدارۍ قضیه جوړه شوې وه. په جنرل مشرف تور دی چې په غیر قانوي توگه یې ائین ځنډولی او بیړنی حالت په ځای کړی وو. په پاکستان کې د هیواد سره دغدارۍ سزا مرگ ده.

د جنرل مشرف په غیر قانوني کارونو کې یو دا هم وو چې د سترو عدالتونو قاضیانو ته یې بیا سوگند ورکړی وو. ځيني وتلو قاضیانو د سوگند اخستلو نه انکار کړی وو خو دسپريم کورټ اوسني چيف جسټس میا ثاقب نثار د پرویز مشرف د لنډ مهاله ائین (پي سي او) لاندې سوگند اخستی وو. د عدالتي او قانوني چارو ماهران دغه ډول ججانو ته سپک گوري.

په چيف جسټس ثاقب نثار د عمران خان سیاسي مخالفينو ته د زیان رسولو دتور نه علاوه دا نیوکه هم کیږي چې اولس ته د انصاف ورکولو په ځای په هسپتالونو چاپې وهي او ډیمونه جوړوي.

ښاغلی افريدی وايي په اوسني حکومت، عدالتي نظام او فوځ د مخالفو گوندونو د تنقيد د زور کمولو په خاطر د مشرف مقدمه بیا ژوندې کول یوه ډرامه ده، هغه وویل دا مقدمه مشرف ته د سزا د پاره نه ده

ښاغلي افريدي وویل د پاکستان عدالتونه د جرنیلانو د اثر لاندې دي او د پاکستان طاقتورو جرنیلانو ته سزا ورکول تر هغې نا ممکن دي تر څو ټول جمهوري قوتونه یو شوي نه وي.

"تر څو چې دا ټول سیاست دانان راپانسي چې مونږ ددغې فوج په جمهوریت کې مداخلت نه منو نو ددې نه خلاصې ماته نا ممکن ښکاري"

د پاکستان د عمر نیمه برخه جرنیلانو په زور حکومت کړی دی. په فوځ دا هم تور دی چې که په واک کې نه دي پاتې شوي نو هم یې تل عدالتونه او پارلېمانونه د خپل مټ لاندې ساتلي دي.

په تاريخي توگه په پاکستان کې د پوځي مشرانو په ضد لگیدلو تورنه په اړه عدالتونو څه پرېکړې نه دي کړي. پوځ تل وايي چې په پوځي کچه د تورونو یا قانوني نیمگړتیاؤ د پلټنو لپاره به فیصله پوځي عدالتونه کوي.

په پاکستان کې پوځ ځان د پاکستان د سلامتۍ، ایئن او اسلام محافظ گڼي. په ١٩٧٧ م کې پوځي آمر جنرل ضیاالحق د منتخب وزيراعظم ذوالفقار علي بټو د حکومت نسکورولو په وخت په خپله وړومبۍ وینا کې د نظریاتي سرحدونو د حفاظت تشريح داسې کړې وه چې د ریاست واک "مومن پوځ" د اسلام د سر لوړۍ او د هېواد د نظریې د تحفظ په خاطر په خپلو لاسونو کې واخستلو.

مشرف د کال ٢٠٠٨ راهسې په دوبۍ کې د خپلې اندې جلاوطني تیروي خو عدالتونو وايي فراري دی.

See all News Updates of the Day

اقتصادپوهان: پاکستان کې چې 40 فیصده خلک زیات غریبان دي علت یې د حکومتونو نه پاملرنه ده

غربت

نړیوال بېنک وایي په پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده برخه د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي او په دې کې یو کروړ 25 لکه نوره اضافه شوې. اقتصادپوهان وایي تر ټولو زیات غربت بلوچستان او پښتونخوا کې دی چې لوی علت يې د حکومتونو پاملرنه نه کول دي.

د اقتصادپوھانو په نظر په ملکي کچه د زیاتېدونکې ګرانۍ، د بنیادي اډاڼې د نشتوالي او کمزورو اقتصادي پالیسو له وجې د عامو خلکو ژوند اغېزمن شوی دی، وایي د دې بنیادي وجوهات د حکومتونو نه پاملرنه او په دغو سیمو کې د امن و امان خرابي ده ځکه زیات غربت په وړو صوبو کې دی.

اقتصادپوه پروفېسر سجاد خان وایي د ملګرو ملتونو او د امریکې د پرمختیا د ادارې يو اين ډي پي غوندې د پاکستان خپل سرکاري اعداد شمار دا ټول دا ښکاره کوي چې دا دوه صوبې په غربت کې د ټولو نه زياتي دي:

"د دې نه علاوه [دا صوبې] په انساني ترقۍ کې د ټولو نه لاندې دي او د خېبر پښتخوا بلوچستان او نورو لويو صوبو تر منځ فاصله ده او په هره اشاره کې هغه دوه صوبې [سیند او پنجاب] مخکې دي".

نړیوال بېنک ويلي په پاکستان کې د منځنۍ درجې د خلکو امدن د کال 2018 راهسې 34.5 فیصده کم شوی او د یو کس په سر ورځنۍ آمدني 3.20 ډالره ته راکوزه شوې ده.

په رپوړټ کې ویل شوی یو کروړ 25 لکه نور خلک د غربت د کرښې لاندې تللي او په مجموعي توګه 9 کروړه او 60 لکه خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي.

اقتصادپوهان وایي دا د حکومت ذمه واري ده چې بې وزله او غریبو خلکو ته د مرستې لاس ورکړي.

د پېښور پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد ډاکټر سلیمان وایي، حکومت لګيا دی يا زمونږ کوم چارواکي دي هغوي دغو څیزونو ته پاملرنه کوي او د لوړې طبقې خلکو ته د مرستو ورکولو کوشش کوي:

"د هغوی [لوړې طبقې] نه په مناسبه طريقه ټيکس نه را غونډېږي، هميشه زه وايم چې د ټیټې طبقې خلکو ته مرسته د لوړې طبقې خلکو نه په ټيکس اخستو کې ورکولی شي او دا د اکنامکس اصول هم دي".

د ملګرو ملتونو د پرمختیا اداره وایي په پاکستان کې زیات غربت په بلوچستان صوبه کې څه باندې 65 فیصده، په خیبر پښتونخوا کې 50.7 فیصده، په سیند کې څه باندې 50 فیصده او پنجاب کې تر ټولو کم څه باندې 25 فیصده ریکارډ کړی دی.

اقتصادپوهان وایي د یو هیواد د اقتصادي پرمختیا دپاره منځنۍ درجه یا مډل کلاس خلک یو ځانګری حثیت لري او دوی د ملک په ترقۍ کې مهم کردار لوبولی شي. اقتصادپوه ډاکټر سجاد خان وایي:

"په هندوستان کې پنځوس شپيته کروړه ميډل کلاس دي هغوی پيسې ورکوي په تعليم، هغوی ځي شاپنګ کوي هغوي څيزونه هم اخلي نو ځکه ټول ملکونه غواړي چې په هندوستان کې سرمايه کاري وکړي، هلته دي کارخانې ولګوو هلته دې ايکسپورټ وکړو هغوي باندې دې خپل څيزونه خرڅ کړو نو".

نړیوال بېنک وایي د تېرو شلو کالو راهسې په سوېلي اېشیا کې د یو کس امدني څلور فیصده زیاته شوې ده خو پاکستان چې د سوېلي اېشیا په هیوادونو کې یې مخکې تر ټولو زیاته د یو تن په سر امدني لرله په دې سیمه کې تر ټولو وروستو پاتې هېواد جوړ شوی دی.

د پاکستان نادرا ادارې نرښځیانو ته د شناختي کارډ جاري کولو عمل بیرته پیل کړ

په پاکستان کې د بشري او نرښځیانو د حقونو د مبارزينو د سخت احتجاج وروسته د پاکستان د شناختي کارډونو جاري کوونکې ادارې نادرا نرښځیانو ته د شناختي کارډ جاري کولو عمل بېرته پېل کړی دی.

د سږ کال په مې مياشت کې د پاکستان وفاقي شرعي عدالت د نرښځیانو د قانون 2018م د ځینو مادو خلاف د پرېکړې له ورکولو وروسته نادرا نرښځیانو ته د قامي شناختي کارډ جاري کولو عمل درولی وو او اوس بیرته پیل کړی دی.

په پاکستان کې د نرښځیانو د تنظیم «ټرانسجنډر رايټس کنسلټنټس» مشره نایاب علي‌د نادرا د د فېصلې هرکلی کوي، خو وایي د نرښځیانو ټولنې چې دا تېرې درې مياشتې د شناختي کارډونو بغېر تېرې کړي دي هغه ډېرې بوږنوونکې وې:

"شناختي کارډ يو داسې څيز دې چې د ډېرو بشري حقونو سره تړلی دی. روزګار، تعليم او انصاف ته د رسایۍ حق د شناختي کارډ د لارې ترلاسه کېږي او نادرا د شناختي کارډ د حق په تروړلو سره مونږ بې وطنه کړي وو او اوس رياست مونږ يو ځل بیا خپل شهريان ومنلو".

د پاکستان د شناختي کارډونو قامي ادارې نادرا تېره ورځ جاري کړي نوټيفيکېش کې ویلي چي د نرښځیانو د اندراج عمل د ودرولو لپاره جاري کړی شوی حکم یې بېرته اخستی دی.

د نادرا د ولسي اړیکو یا د بپلک انګېجمنټ د څانګې مشرې رِدا قاضي ډان ورځپاڼې سره خبرو کې وېلي، نادرا په اييني توګه نرښځیانو ته د جنس د بدلون سره د شناختي کارډ چاپ کولو پابنده ده.

په پاکستان کې د موټر چلولو د لایسنس، د صحت اسانتياوو ته د لاسرسۍ نه علاوه په بېنک کې د کهاتو د پرانستلو لپاره شناختي کارډ لرل لازم دي او د ووټ د حق کارول هم بې له قامي شناختي کارډه ممکن نه دی:

د پاکستان پیپلز ګوند پخواني سنېټر او د بشري‌ حقونو فعال فرحت الله بابر هم د نادرا د پرېکړې هرکلی کړی او وایي شناختي کارډ د رایې کارولو لپاره د هر بالغ شهري‌ لپاره لازم دی:

"د نرښځیانو سره چې شناختي کارډ نه وي لکه څنګه چې وفاقي شرعي عدالت پرېکړه کړې ده او دا د ؤوټ د حق کارولو لپاره لازم دې نؤ دا داسې ده چې لکه نرښځیان د ؤوټ د حق څخه هم محرومه کړې شول ".

د پاکستان پارليمان د نرښځیانو د حقونو د تحفظ لپاره په کال 2018 کې د نرښځیانو د حقونو د تحفظ په نوم قانون منظور کړی وو چې چي مقصد یې نرښځیانو ته قانوني شناخت ورکول او د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د هغوی پېژندګلوي باوري جوړول دي.

په پاکستان کې له نرښځیانو سره د غېرمساوي چلند او د دوی د بنيادي بشري حقونو د سرغړونو له کبله زياتره نرښځیان په کوڅو کې خېراتونه غواړي او په ودونو ښادیو کې د ګډا نڅا ترڅنګ حتا په جسم خرڅولو مجبوره کېږي.

د نرښځیانو د حقونو لپاره د کارکوونکي‌ تنظیم د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د تېرو څلورو کلونو په مهال نزدې 92 نرښځیان وژل شوي دي.

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب سوالونه پورته کړي، طالبان وایي دا څوکۍ د دوی حق دی

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې د سېکرټري جنرل په هغه رپورټ بحث وشو چې موضوع يې د افغانستان اوسنی وضعيت او په نړيوال امنيت د دې اغېز وو. په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ تاوتريخوالی هم پېښ شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل استازي منيراکرم د افغانستان په اوسمهاله استازي نصيراحمد فايق نيوکې وکړې او ویې ويل، يو تن څوک چې د افغانستان د استازيتوب ادعا کوي، د هغه اعتبار د پوښتنې وړ دی:

"د هغه کوم حکومت نشته، استازی نه لري، اسناد نه لري۔ دا يوه تېروتنه ده چې امنيتي شورا دغه تن د افغانستان په استازيتوب رابللی، څوک چې غلط معلومات او کرکه خپروي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي بايد دا خبره په پام کې ونيسي، دا يوه لويه تېروتنه ده، بايد ازاله يې وشي".

دا تاوتريخوالی هغه وخت پېښ شو چې کله د پاکستان استازي منيراکرم د نصير احمد فايق وروسته خبرې وکړې. په دغه موضوع مو د ښاغلي نصیر احمد فایق څخه د هغه رایه واخسته، هغه په لبکلې بڼه د وي او اې ډیوه خبریال رحمان بونېري ته وویل:

"هغه پاروونکي، غیر مسلکي او د ټولو ډیپلوماتیکو اخلاقو خلاف په ما برید وکړ، او زما د ملت حاکمیت او بشپړتیا یې زیانمنه کړه، په پاکستان کې یې په ترهګرۍ کې د افغانانو د لاس لرلو تور ولګاوه، د نورو ویناوالو برعکس یې د افغانستان وضعیت خراب کړ".

په 15م اګست 2021م په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروستو په دولتي کچه لا هم د طالبانو استازيتوب په ملګرو ملتونو کې نشته۔ هغیي د يو خط له لارې په قطر دفتر کې د طالبانو وياند سهېل شاهين نومولی وو خو د ملګرو ملتونو نهه کسيزه کميټۍ لا هم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او نصيراحمد فايق، چې د تېر دولت مرستيال استازی دی، په ځينو غونډو کې د افغانستان استازيتوب کوي.

نصيراحمد فايق بيا وويل هغه د افغانستان د ولس استازی دی، وایي هغه ولس چې د ځينو هېوادونو د دوه مخو پاليسو او مداخلت په نتيجه کې نن د دغه حالاتو سره مخ دی، خو د هېوادونو نومونه یې یاد نه کړل. هغه وويل:

"ځينې هېوادونو دا ادعا کوي چې د ترهګرۍ ښکار دي خو همدغه هېواد بيا په افغانستان کې د يوې بلې ترهګرې ډلې ملګرتيا هم کوي".

له دې وړاندې نصيراحمد فايق په خپلو خبرو کې وويل هغه د امنيتي شورا د ټولو غړو مننه کوي چې په افغانستان کې د روانو حالاتو او په خصوصي توګه د نجونو او مېرمنو او د بشري حقونو په ځای کولو لپاره يې د ډاډ څرګندونې وکړې.

فايق وويل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مېرمنو او نجونو په تګ راتګ، په تعليم او د ژوند په بېلابېلو برخو په کردار لوبولو بندېز دی۔ هغه وويل د طالب چارواکو د واکمنۍ وروستو وضعيت ښه شوی نه دی، د بشري حقونو سرغړونه روانه ده او افغانستان د انساني بحران سره مخ دی:

"97 فيصده خلک د غربت ښکار دي، 15 میليونه خلک د لوږې سره مخ دي، د خطرو باوجود د هېواد نه د کډوالۍ لړۍ روانه ده. د طالب چارواکو د ترهه ګرو ډلو سره اړيکې دي او نن هم د القاعده او تحريک طالبان پاکستان په شمول 20 ترهګرې ډلې هلته موجودې دي کوم چې د منطقې او نړۍ د امن لپاره لوی خطر دی".

د افغانستان په حالاتو د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا ځانګړې غونډه:

د سه شنبې- نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غړو، پرته له روس او چین، په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو د بې رحمانه جبر په کلکه غندنه وکړه او په ټولو غړو هیوادونو یې غږ وکړ چې د افغانستان د مشرتابه سره د حساب ورکولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو پر دې غونډه نیوکې کړې دي او وایي حکومت یې په تېرو دوو کلونو کې د امنیت په ګډون په ډېرو برخو کې کار کړی خو وایي په دې غونډه کې یواځې "پر دوو وړو او کورنیو مسئلو خبرې شوې چې هغه د ښځو کار او تعلیم دی".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سېکرټري جنرل ځانګړې استازې روزا اوتنبايويا وويل د 15م اګست 2021م وروستو طالبانو 50 داسې حکمونه جاري کړي چې په عمومي ژوند کې د مېرمنو برخه ختمه کړي:

"په دغه ګامونو کې نجونه د شپږم ټولګي پورته او د پوهنتون له تعليمه بې برخې کول، له لوبو لرې ساتل، له دولته د ښځو بيخي بهر ساتل او ډېر مېرمنو ته د روزګار نه ورکولو ګامونه شامل دي".

د ملګرو ملتونو د د مېرمنو د څانګې يو اېن وېمن مشرې سيما باهوس وويل په افغانستان کې طالبانو داسې ګامونه پورته کړي چې مېرمنې يې له بنيادي بشري حقونو څخه بې برخې کړې دي.

مېرمن باهوس زياته کړه افغان مېرمنو ورته ويلي په دغه هېواد کې بنديان دي چې په تيارو کې ژوند کوي، تر خپلو کورونو محدودې دي او د راتلونکي په اړه هېڅ طمع نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د روس مرستيالې استازې انا ايوسټيجنيوا وويل دوي د ملګرو ملتونو د مېرمنو د څانګې د مشرې خبرې په غور واورېدلې خو د روس استازې په افغانستان کې د طالب چارواکو له خوا د مېرمنو او نجونو سره د روان سلوک غندنه ونه کړه.

هغې پر امريکا او ناټو ځواکونو نيوکې وکړې او ویې ويل روس غواړي د کابل سره اړيکې پر ځای کړي۔ روس د طالبانو يو پلاوی، د انډونيشيا، ترکي او نورو اسلامي هېوادونو غړي رابللي او دغه غونډه به د جمعې په ورځ کېږي.

د چين استازې يواځې دومره وويل طالب چارواکي بايد د مېرمنو د حقونو احترام وکړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د ياد وړ ده چې چين په دې ورستيو کې په افغانستان کې نوی سفير هم ټاکلی دی۔

د چين استازې دا هم وويل امريکا دې د افغان حکومت کنګل کړې اته اربه ډالره بېرته ورکړي چې د ولس په کار راوستل شي۔

په دغه غونډه کې د پاکستان مستقل استازي منيراکرم هم د افغانستان د کنګل شوو پېسو بېرته افغانستان ته د ورکولو غوښتنه وکړه او ویې ويل د دې ګام سره به د افغان ولس ستونزې تر څه حده کمې شي.

هغه د امنيت په اړه وويل په افغانستان کې امنيت ښه شوی خو وایي وسلواله ډله داعش د منطقې او نړۍ لپاره لوی خطر دی، بايد ملګري ملتونه د دې ټولو ستونزو د هواري لپاره مستقله تګلاره وټاکي.

منيراکرم تور ولګاوه چې په پاکستان کې مېشت غېرقانوني افغان کډوال په ترهګرۍ کې ککړ دي، وایي دوی د ترهګرو ډلو سره اړيکې لري، بايد بېرته وطن ته ولېږل شي:

"په پاکستان کې دا وخت څلور مليونه افغان کډوال مېشت دي او نړۍ دې د دوي د بېرته استولو لپاره کردار ولوبوي".

په دغه غونډه کې د امريکا استازي وويل امريکا د افغان ولس د مرستې لپاره تر دې دمه څلور اربه ډالره خرچ کړي او په راتلونکي کې به هم د افغان ولس مرستې روانې ساتل کېږي خو هغه په افغان اوسمهاله چارواکو غږ وکړو چې په افغانستان کې دې د بې ګناه ولس او پخواني سرتېرو وژنه بنده کړل شي:

"د ولس سره توپيري چلند دې ودرول شي او د بشري حقونو سرغړونه دې هم بنده کړل شي۔ هغه وويل د دې ټولو ستونزو د هواري لپاره بايد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا يوه ګډه پاليسي جوړه کړي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس [ټویټر] د ملګرو ملتونو غونډې ته په غبرګون کې لیکلي، د ملګرو ملتونو په غونډه کې پر عمومي بخښنه، امن او ارامۍ، اقتصادي پرمختګ او په ټول هېواد کې د تعلیم په پراختیا خبرې نه دي شوي او یواځې د ښځو پر کار او تعلیم بحث شوی دی چې وایي دا د افغانستان داخلي‌ موضوع ده.

مجاهد وایي پکار وه چې په ملګرو ملتونو کې د تور د طالبانو د مشرانو د تور نوملړ د ختمولو، د بنديزونو د لرې کولو او د دوی د حکومت په رسميت پېژندلو او په ملګرو ملتونو کې افغانانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه خبرې شوې وای.

لکي مروت کې په پولیس تاڼه، څوکۍ اؤ جېل د درنو وسلو بریدونه شوي دي

دلکي مروت ضلعې لکي تاڼې په سټي پولیس چوکۍ او د ضلعې په مرکزي زندان بیګاه د شپې ترهګرو یوه درنه حمله کړې ده خو پولیس وایي چې په ځوابي کارروایۍ کې یې ترهګر پشا تمبولي اؤ حمله کې پولیسو ته هیڅ ځاني زیان نه دی اوښتی.

وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې د لکي مروت ضلعې د پولیسو ویاند ویلي ترهګرو د شپې نا وخته د پولیس په چوکۍ او زندان ناتاره ډزې کړي‌ خو پولیس دهغوي برید ته په وخت کوټلی ځواب ویلی اؤ په ځوابي کارروایۍ کې یې دغه ترهګر په شا تمبولي دي.

ځايي خلک وايي د نښتې پرمهال یې د ډزو ترڅنګ د درنو چاودنو غږونه اوریدلي دي.

د لکي مروت پولیس ویاند شاهد حمید وي او ای ډیوه ته وویل د برید په مهال دواړو خواؤ تر څه وخته په یو بل ناتاره ډزې کړي خو په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وویل د برید په وخت ترهګر په کیمره کې لیدل شوي وؤ او پولیس بیدار ولاړ وؤ ځکه ورته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی. پولیس وایي دبرید نه وروسته پولیسو په سیمه کې په پراخه کچه د لټون عملیات پیل کړي دي.

د دغه برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخستې او په برید کې یې امنیتي ځواکونو ته د سختو تلفاتو رسولو دعوه کړې ده خو په ازاده توګه دا دعوې نه دي تصدیق شوي.

بل لور ته د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډيره اسماعیل خان کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې ده.

سي ټي ډي‌ پخپل بیان کې ویلي دا عملیات یې د ډیره اسماعیل خان تحصیل کلاچي په ټکواړه سیمه کې کړي دي.

سي ډي ډي د وژل شوي تن پیژندګلو د سمیع الله په نوم څرګنده کړې او وایي تړاو یې د حکومت لخوا د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې سره ؤ. سي ډي ویلي نوموړی د پولیس اهلکار نظر خان په وژنه کې پولیس ته مطلوب و.

نظر خان دوه اونۍ وړاندې په ټکواړه سیمه کې وژل شوی وو چې د وژنې ذمه واري یې یې ټي ټي پي پر غاړه اخستې وه.

په 20م ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډيره اسماعیل خان کلاچي سیمه کې یې د وسله والو پرضد د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کړي او امنيتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو وسله وال وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي‌ اؤ ژوبل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا پولیسو دتېرې مئ په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

رپورټ کې دعوه شوې وه چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی.

دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي؟

پاکستانۍ روپۍ خپل بایللی ارزښت ورو په ورو بیرته تر لاسه کوي

پاکستاني رسنۍ وایي د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ یو ځل بیا خپل بایللی ارزښت ورو په ورو ترلاسه کوي اؤ په روانه میاشت کې د پاکستاني روپۍ مقابله کې یو امریکایي ډالر لږ تر لږه 20 روپۍ ارزانه شوی دی.

نن د چهارشنبې- شورو په ورځ د بېنکونو دننه د ډالر نرخ نور یوه روپۍ اؤ پینځه پیسې غورځېدلی اؤ 288 روپو اؤ 75 پیسو ته راښکته شوی دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې په بېنکونو کې یو ډالر په 289 روپو اؤ 80 پیسو پلورل شوی ؤ.

په خلاص مارکیټ کې هم د ډالر نرخ پرله پسې په ښکته روان دی اؤ‌ نن د چهارشنبې- شورو په ورځ دې کې د یوې روپۍ کمي سره یو ډالر 290 روپو ته راغورځېدلی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په بېنکونو کې د ډالر نرخ 308 روپو ته پورته شوی ؤ اؤ‌ په خلاص مارکیټ کې بیا په 332 روپۍ هم ډالر پلورل شوی ؤ.

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې نه د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ په ناقانونه ډول د پیسو د کاروبار کوونکو پرضد سخت عملیات پېل کړي چې د هغې په نتیجه کې د ډالر نرخ پرله پسې ډول په غورځېدو روان شوی دی.

پاکستان کې د پیسو بدلوونکو د سازمان مشر ملک بوستان تېره اوونۍ دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي وؤ که حکومت د ډالرو د ذخیره کوونکو اؤ قاچاقبرانو پرضد عملیات دوامداره وساتل نو د ډالر نرخ د 250 روپو نه هم په ښکته تللی شي.

ملک بوستان هیله ښودلې وه چې د حکومت له لوري د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ غیرقانوني کاروباریانو پرضد د عملیاتو نه وروسته به د هیواد په ترسیلات زر کې د 10 نه نیولې تر20 فیصدو زیاتوالی راشي.

د هغه په وینا، د ډالرو د ذخیره کوونکو اؤ قاچاقبرانو پرضد له عملیاتو وړاندې به د پیسو د تبادلې کمپنیانو ته هره ورځ پینځه ملینه ډالر ورکړی کېدل خو وایي اوس هغوي ته 15 میلینه ډالر ورکړل کیږي چې دا په ورکړل کیدونکو ډالرو کې 200 فیصدي اضافه ښیي.

هغه وایي د پیسو د تبادلې کمپنیو ته د زیاتو ډالرو ترلاسه کېدو له امله د انټربینک اؤ خلاص مارکیټ په نرخونو کې واضحه کمی رامنځته شوی دی اؤ د ډالر نرخ په ښکته تللی دی.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
XS
SM
MD
LG