لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشرف رغېدل ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند ورځې یې اسانې شي: کورنۍ


د پاکستان د پخواني پوځي آمر جنرل پروېز مشرف کورنۍ ویلي دي چې هغه د دریو هفتو راهسې په هسپتال کې دی.

په یو ټویټ کې یې کورنۍ ویلي دي چې:

“هغه د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار بند کړی دی او بچ کیدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي-“

مشرف د 2016 راهسې په دوبۍ کې د دی .

هغه د 1999 نه تر 2008 پورې په پاکستان حکومت کړی ؤ.

پخواني وزیراعظم نواز شریف په اووم اکتوبر 1998 کې پرویز مشرف د پوځ مشر (چیف اف ارمي سټاف) وټاکلو.

پوره یو کال پس په دیارلسم اکتوبر 1999 کې پرویز مشرف د منتخب وزیراعظم نوازشریف د حکومت خلاف کودتا وکړه.

په دسمبر 2019 کې د پاکستان یو ځانګړي عدالت پروېز مشرف ته د هیواد د ائین ماتولو په سر د غدارۍ او د مرګ سزا واوروله، مشرف دغه وخت په دبۍ کې فراري ژوند تېرولو.

پرویز مشرف په یولسم اګست 1943 کې په ډیلي هندوستان کې زیږېدلی. د هند د وېش په مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته هجرت وکړو.

د مشرف دور حکومت د پاکستان د تاریخ تر ټولو لانجمنه واکمني ګڼل کېږي

مشرف د وزیراعظم نوازشریف د حکومت خلاف د کودتا ورستو په شلم جون 2001 کې د هیواد د صدر په توګه سوګند پورته کړو.

په 2001 کال کې په امریکا د یولسم سپټمبر د القاعده د خونړیو حملو ورستو پاکستان د واشنګټن په غوښتنه د ترهګرۍ خلاف په نړیواله جګړه کې شامل شو.

مشرف په خپل کتاب ان دي لاین اف فایر(2006) کې اعتراف کړی دی چې نزدې 350 پاکستانیان یې ونیول او امریکا ته یې وسپارل.

هغه د مېن هنټ په نوم یو باب کې لیکلي دي چې امریکا ورته په میلیونونو ډالر ورکړل چې په بدل کې یې دويي په ترهګرۍ تورن کسان امریکا ته وسپارل.

مشرف په دیرشم اپریل 2002 کې د ځان په حق کې لانجمن ریفرنډم وکړو او د خپل صدارت نیټه یې تر پینځه کلونو وغځوله.

پہ کال 2003 کې پہ 14 او 25 دسمبر پہ مشرف دوه ځان ځانله ځان مرګي بریدونه وشو.

په 2007 کې د مارچ په نهمه نیټه مشرف د هیواد ستر قاضي یا چیف جسټس افتخار محمد چوهدري له خپل منصبه لرې کړو.

د هغې ورستو د مشرف د حکومت پر ضد لاریونونه وشول.

د یو لاریون په مهال په کراچۍ کې د می په دولسمه 42 لاریون کونکي د ورځې په رڼا کې په ډزو وژل شوي وو چې زیاتره پکې پښتانه وو.

ددغو حملو تور د مشرف په اتحادي جماعت متحده قومي مومېنټ پورې شوی ؤ.

په شلمه جولای 2007 کې عدالت ستر قاضي بیا بحال کړو.

په دریم نومبر 2007 کې مشرف په هیواد کې ایئن معطل کړو او بیړنی حال یې نافذ کړو.

د مشرف په دور کې په نورو متنازعه پرېکړو کې د پاکستان په حدود آرډیننس کې بدلون ، د سرښار اسلام اباد په جامعه حفصه او لال مسجد کې پوځي عملیات، په دغو عملیاتو کې تر 100 زيات کسان وژل شوي وو.

د ملي پخلاینې آرډیننس چې په عام ډول د NRO په نوم یادیږي، په کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان کې د قامپرست مشر اکبر بګټي وژنه, د ایټمي ساینس دان ډاکټر عبدالقدير خان پرضد تورونه او د هغه د نظربندي کول شامل دي دي.

په اتلسم اګست 2008 کې پروېز مشرف کې استعفا ورکړه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG