سږ کال امریکا کې د صدارتي انتخاب نه وړاندې، په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ په امریکا کې د مسلمانانو سیاسي وفادارۍ بدلې کړي دي.
د اسرایل په ملاتړ د صدر جوبایډن نه ناراضه هغه مسلمانان چې په یو وخت کې يې د ډېموکرېټېک پارټۍ او په تېر صدارتي انتخاب کې د بایډن حمایت کولو اوس د حمایت نه په شا کېږي.
خو مسلمانان یوازې د ډېموکرېټېک پارټۍ د هغه امیدوار نه وروسته کېږې چې پخوا يې خوښ و بلکې د ريپبلېکن پارټۍ مسلمانان هم د اسرایل په ملاتړ د ګوند په حمایت کې کلک نه دي ولاړ.
د ټېکسس ریاست په فورټ بېنډ کاونټۍ کې مشته مو نهاد په مسلمان ووټرانو د غزه د جنګ اثرات د نږدې نه لیدلي دي.
مو جی د یو ورکوټې کاروبار مالک دی، د پولیس او د پوځ وارنټ افسر و، ريپلېکن پارټۍ ته د مسلمانانو جلب کولو دپاره يې په ۲۰۲۰ کې یو تنظیم جوړ کړو.
په شروع کې د مسلم امېرېکنز اف ټېکسس نومې تنظیم توجه د کرونا وبا په مهال د ماسک او نورو بندیزونو ته وه خو بیا دې تنظیم د هم جنسانو د ودونو او په سکولونو کې د جنسي تعلیم په اړه تګلارو ته مسلو ته غاړه ورکړه.
نهاد وي او ای ته په یوه مرکه کې وویل په بنیادي توګه يې په امریکا کې د مسلمانانو ټولنې ته وېل غوښتل چې که په تېرو وختونو کې د ملک نه بهر څه هم شوي دي خو اوس پکار ته ده چې توجه قومي مسلو ته ورکړی شي او که وکتل شي چې ډېموکرېټېک او ریپبلېکن صدر په قومي مسلو څه کړي دي نو د نهاد په قول ریپبلېکن صدر د مسلمانانو دپاره ډیر ښه دی.
نهاد وویل د دوي دلیل کار وکړو او که څه هو د فورټ بېنډ کاونټۍ په کلکه په اکثریت د ډېموکرېټېک پارټۍ حمایت کولو خو په کمه شمېره کې مسلمانانو پارټي بدلوله او د دې عکاسي په قومي کچه هم کېدله.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته په غزه کې جنګ د ريپبلېکن او ډېموکرېټېک مسلمانانو د سیاسي وفادارۍ دپاره یو ازمایښت شو. ريپبلېکن او ډېموکرېټېک مسلمانان خپل خپل ګوند اسرایل پلوه ګڼي.
ګڼ شمېر امریکایان چې د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې يې په لوی اکثریت بایډن ته ووټونه ورکړي وو په غزه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو په حمایت د بایډن په اقدام غصه شوو.
د سږ کال په شروع کې متقرقي مسلمان فعالانو د ابېنډېن بایډن یا بایډن پرېږدئ په عنوان یو کېمپېن شروع کړو. په کېمپېن کې په مېشېنګن ریاست او نورو ځایونو کې د سلګونو زرګونو په شمېره کې مسلمان ووټرانو نه غوښتنه کېدله چې د صدراتي امیدوار غوره کولو د پارټۍ په ووټونو کې د ان کمېټېټ یا بې تړونه ولیکي. د تحریک غړو دا دړکه هم کړې چې د نومبر په صدارتي انتخاب کې به برخه نه اخلي.
د ريپبلېکن پارټۍ حمایت کوونکی مسلمانان چې په شمېره کې لږ دي، اواز يې تر دغه کچه نه دی پورته کړی. ماهرین او مسلمان فعالان وايي د اسرایل په ملاتړو مسلمانان هم د ریپبلېکن پارټۍ نه متنفر شوي دي.
نهاد وايي هغه به د نومبر په صدارتي انتخاب کې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته ووټ ورکوي خو ځینې ریپبلېکن مسلمانان ډېموکرېټېک پارټۍ ته بیا په ورتګ سوچ کوي ځکه چې ډېموکرېټېک پارټۍ په غزه کې د اسرایل په اقداماتو سخت تنقید کړی دی. نهاد زیاتوي چې مسلمانان ځکه هم د ريپبلېکن پارټۍ صدارتي امیدوار ته ووټ نه ورکول غواړي چې ګوند د اسرایل غندنه نه کوي.
په وروستیو ورځو کې د امېرېکن اېنټي ډېسکرېمينېشن کميټي او دي ټروت پراجېکټ نومې ادارو په مشترکه سروی کې ګډون کوونکو اووه فیصد عرب امریکایانو په صدارتي انتخاب کې د بایډن او دوه فیصد عرب امریکایانو د ټرمپ د حمایت اظهار وکړو. مګر ۲۵ فیصد عرب امریکایانو په اینده صدارتي انتخاب کې د ګرین پارټۍ جېل سټان د حمایت اظهار وکړو.
دا لا نه ده معلومه چې د بایډن او د ټرمپ ترمنځ د صدارتي انتخاب په نتیجه به مسلمانانو ووټونه څومره اثر کوي؟
په امریکا کې درې اشاریه پینځه مېلین مسلمانان دي چې د هېواد د مجموعي ابادۍ یو فیصد برخه ده. په هغو ریاستونو کې چې مسلمانانو ابادي په کې زیاته ده، ووټونه يې په ممکنه توګه د انتخاب په نتیجه اثر کولی شي.
په مېشېګن ریاست کې د مسلمانانو د څېړنې ادارې انسټېټيوټ فار سوشل پالیسي اېنډ انډرسټېنډېنګ مشر سحر سېلود وايي که د غزه جنګ مسلمانان متحد کړي دي خو په ووټونو کې د مسلمانانو د متحرک کېدو دا یوازنۍ مسله نه ده.
وي او ای ډېموکرېټېک او ريپبلېکن پارټۍ سره رابطه وکړه چې مسلمانانو ته د ځان رسوولو او د غزه د جنګ په اړه د مسلمانانو تشویش په اړه يې څه ګامونه پورته کړي دي؟
د بایډن د انتخابي کېمپېن ترجمان (نې) وویل صدر په سیمه کې د دایمي امن هدف کې شریک دی او د دې مقصد دپاره نه ستړې کېدونکی زیار کوي.
د مېشګن ریاست دپاره د بایډن د کېمپېن مشر وویل د بایډن ډله په ډېټروایټ او ډيیربورن ښارونو کې د عرب او مسلمان ډلو سره په رابطه کې ده. په دواړو ښارونو کې په لویه شمېره کې مسلمانان اباد دي.
د ټرمپ کېمپن د وي او ای خواست ته جواب نه دی وېلی او داسې نه ښکاري چې د ټرمپ کېمپېن په غزه کې د جنګ په اړه د مسلمانانو ټولنې ته لاس رسی کړی خو په وروستیو ورځو کې د ټرمپ زوم مایکل باولوس او د ټرمپ د حکومت يو پخواني چارواکي په مېشېګن کې د عرب امریکایانو او د منځني ختیځ مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.
Forum