لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي سکالر مصطفی اکيول: د ټولو مسلمانانو د يو هېواد مفکوره ممکن نه ده


ترکي نسل اسلامي سکالر مصطفی اکيول وايي “مسلمانانو له دا خيال هېرول پکار دي چې ګنې د ټولو به يو اسلامي هېواد جوړ شي بلکې پکار دا ده چې په انساني ازادۍ او د وخت په ريښتياو کې انساني ژوند وشي او د تندلارۍ مخه ونيول شي”.

د امريکا څېړنېزې ادارې کيټو انسټيټيوټ په يوه ورچول ناسته کې د هغه په نوي کتاب چې د Reopening of Muslim minds: A Return to Reason, Freedom and Tolerance د سرخط لاندې وشوه ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته ښاغلي د خپل کتاب، د مسلمانانو ذهنونه بيا خلاصول: پوهې ته يو بيرته تګ، ازادي او زغم د مخ کتنې په وخت وويل د عقيدې پالل د خلکو ذاتي کار دی خو رياستونو د خپلو سياسي ګټو د پاره عقيدې افاقي کړي او واکمنانو ځانونه د دغو عقيدو د اسمانه رالېږلي شوي پالونکي ګرځولي.

د کتاب د ليکوال په وينا د دا قسمه مفکورو او دليلونو خلاف چې چا هم د خلکو د ذهن بيدارولو د پاره څه کړي هغه د رياست لخوا په يوه لا بله او په خاصه توګه د عقيدې په بنياد په بيلا بيلو طريقو ځورولي شوي او سزا شوي دي.

ښاغلی مصطفی اکيول د خپلو خيالاتو او ليکنو په سوب د ترکي نه امريکا ته تللی.

د سعودي عرب، ايران او پاکستان د مذهب د سپکاوي د قانون په اړه ښاغلي اکيول وويل په يادو هېوادونو کې د شريعت، حسبه او د مذهب د سپکاوي د قانون په نوم ياد رياستونه په خلکو په زور عقيده ورتپي او زياته يې کړه دا هر څه که هر څو هم خلکو ته جايز عقيده ورپېژندل کيږي عقيده د هر چا ذاتي خوښه او نا خوښه ده.

په پاکستان کې دا وخت د يو تندلارې ګوند تحريک لبېک پاکستان په نوم د تشدد ‌‌‌‌‌‌ډک احتجاج روان دی چې پکې د پوليس سپاهي د مرګ او د يو شمېر پوليس والو د زخمي کېدو خبرونه خواره شوي.

د خبرونو د مخه د تحريک لبېک هم د پوليس سره په نښتو کې درې تنه وژلي شوي او يو شمېر ژوبل شوي دي.

تحريک لبېک غوښتنه کوي چې د فرانس سفير دې د ملک نه وشړل شي ځکه د فرانس مجله شارلي هېب‌‌‌‌‌‌ډو او نورو مطبوعاتو د پيغمبر اسلام په سپکاوي کې کارټونونه جوړ کړي او خواره کړي.

په فرانس کې مسلمانانو تندرو نه يواځې د شارلي هېب‌‌‌‌‌‌ډو د اي‌‌‌‌‌‌ډيټوريل ګڼ شمېر غړي په يو ځای وژلي وو بلکې په ورستو کې يو مسلمان زده کونکي د خپل ښودونکي لا استاد نه سر غوڅ کړی و او دليل يې دا و چې استاد يې د اسلام سپکاوی کړی و.

د مصطفی اکيول په وينا داسې تند روه خيالونه او مفکورې د مذهب په نوم چلونکو رياستونو کې روزلی کيږي نو ځکه هم د عقيدې واک د رياست په لاس کې اخستل نه يواځې د اکثريت عقيده لرونکو له د نورو لږکيو مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو خلاف د سزا ورکولو يو قسمه واک ورکوي بلکې په ټولنه کې جمود جوړيږي چې هغه تندلارۍ ته وده ورکوي او تهذيب يافته ټولنه نه سازيږي.

د سني او شيعه مسلمانانو د عقيدو او دليلونو په اړه مصطفی اکيوا وايي “شعيه مسلمانان روښان فکري ښايي او فلسفه مني خو د هغوی د عقيدې محور بيا هم ايت الله دی. په مقابل کې يې سني مسلمانان د خپلې عقيدې مرکز يواځې کتاب (قرآن) مني. دا دواړه اصلاحات غواړي”.

د ايران د اسلامي انقلاب بنيادګر امام ايت الله خميني د واک اخستلو وروستو نه يواځې د مخالفينو او روښان فکرانو په وژلو تورن دی بلکې هر مسلمان ته يې د سلمان رشدي د شيطاني اياتونو نوم کتاب په سر د کتاب د ليکوال خلاف د وژنې فتوا هم ورکړې وه.

دغه فتوا وروستو ايران بيرته واخستله خو د امام خميني په ژوند دا جرات چا نشو کولی.

د ښاغلي اکيول په وينا رياستونه او ديني مشران د کتابونو او صحيفو خپل خپل تعبير اوباسي او د دې په بنياد د يو نړيوال رياست خاکه وړاندې کوي چې د تندلارۍ لامل دی.

هغه د مثال په توګه د دوو قرآني اياتونو ذکر وکړو وايي کله چې پيغمبر اسلام د خپلې عقيدې د اعلان وروستو سره د خپل ټولګي د مکې د حاکمانو د لاسه ځورېدلو او تنګول کېدو او دا هر څه يې په صبر ګالل نو ايت نازل شو چې ای پيغمبره ته د تبليغ او هدايت د پاره لېږل شوی يې او دې مخالفينو ته ووايه چې ستاسو خپل دين او زمونږ خپل دين دی.

ښاغلی مصطفی وايي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری مسلمانان اوس هم په مکي عقيده دي.

خو بلخوا يو بل سوچ لرونکي مسلمانان هم شته چې د مدينې عقيدې والا ما‌‌‌‌‌‌ډل لا مثالي رياست مني او د قرآن د سورة سيف دليل راوړي چې اسلامي رياست به جهاني وي.

هغه وايي د پيغمبر اسلام د مکې نه د وتلو او مدينې ته د پناه وړلو وروسته مسلمانانو يوه انتظامي اداره جوړه کړه چې په اصل کې رياست نه خو د ځايي خلکو نه يې قلنګونه ټولول پيل کړل يوه پوځي ځواک يې جوړ کړو او د غير مسلمان عرب قبايلو خلاف يې د خپلې عقيدې د ورمنلو د پاره جنګونه پيل کړل.

د مدينې عقيدې منونکي وايي د مدني ايات د نازلېدلو وروسته دې مکي ايت منسوخ وبلل شي ځکه نړۍ به په زور مسلمانوي.

د هغه په خيال دې هر څه ته بيا کتنه پکار ده ځکه دواړه مفکورې شتون لري خو چې څوک رياست او اسلام يو کړي نو اسلام د خپلې ګټې د پاره استعمالوي.

“په سعودي، ايران او پاکستان کې د اسلام د غلبې سياست روان دی چې په ريښتيا د اسلام د غلبې مسله نه بلکې د اسلام په نوم د رياست او واک مسله ده”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG