په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي هيله څرګنده کړې، "د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي".
پاکستان وايي، د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي پاکستان دې د خپل امنیت ذمه واري په دوی نه ور اچوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.
د پاکستان او افغانستان په وروستيو کې اړيکې ترينګلې شوي او د دواړو خواوو نه د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.
د روان کال جنورۍ په 24مه د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په اسلام اباد کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته په یوه غونډه کې ویلي وو، "کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او تحفظ خبره راشي نو ټول افغانستان تباه يا رټل کېدای شي".
او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پوځ مشر حافظ فصيح الدين فطرت د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير څرګندونې "د سپکاوي ډکې بللې" وې.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي، د زيارت/ پنجشنبې په ورځ، په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست عبيدالرحمان نظامي د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر مولوي امير خان متقي سره ليدلي دي.
هغه ویلي، "په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې".
متقي ويلي، "سیمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي".
د نظاماني له قوله ويل شوي، "چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړی".
ويل شوي، "دواړه لوریو د ډیورنډ پر کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ".
د پاکستان او افغانستان اړيکې چې د وړاندې څخه ښې نه وې، تېر کال د اکتوبر په مياشت کې نګران حکومت اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
او د هغې وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې نورې ترينګلې شوې وې.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د دسمبر په شپږمه په اسلام اباد کې یوه سیمینار ته په وینا کې ویلي وو، د حکومت د اعلان راهیسې چې بې اسناده بهرنیان به له هېواده شړي، نېږدې 450,000 افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
خو په وروستيو کې د افغان کډوالو بيرته ستنېدو لړۍ يو څه کمه شوې ده.
تېر د فرورۍ په میاشت کې د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ له سفر وروسته د جمعیت علما اسلام (س) مشر او د پښتونخوا د اکوړې د حقانیه مدرسې نایب مهتمم مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوي کابل ته سفر کړی وو.
مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په ګډون د طالبانو له مشرانو سره په کابل او کندهار کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه کېدو او نورو دوه اړخیزو مسلو باندې خبرې کړې وې.
مولانا فضل الرحمان ويلي وو، "د افغانستان په ټول تاريخ کې که چرته د پاکستان دوست عنصر موجود دی نو هغه په افغانستان کې واکمن طالبان دي".
Forum