لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دنیا په مختلفو ښارونو کې د افغان طالبانو خلاف مظاهرې شوي


د امریکې سرښار واشنګټن، د برطانيې په لندن، د کېنېډي په ټورانټو او په یو شمېر نورو ښارونو کې په مظاهرو کې که څه هم د ګډون والو شمېره کمه وه خو د تېر کال راهسې په ښځو د قدغنونو زياتېدو نه پس د طالبانو په ضد احتجاجونه زیات شوي دي
د امریکې سرښار واشنګټن، د برطانيې په لندن، د کېنېډي په ټورانټو او په یو شمېر نورو ښارونو کې په مظاهرو کې که څه هم د ګډون والو شمېره کمه وه خو د تېر کال راهسې په ښځو د قدغنونو زياتېدو نه پس د طالبانو په ضد احتجاجونه زیات شوي دي

د امریکې په شمول د دنیا په مختلفو ښارونو کې د افغانستان د واکمنو طالبانو په ضد مظاهرې شوي او فعالانو په دغو احتجاجونو کې د مېرمنو په اړه د طالبانو د تګلارو غندنه او د نړیوال ملاتړ غوښتنه يې کړې.

د امریکې سرښار واشنګټن، د برطانيې په لندن، د کېنېډي په ټورانټو او په یو شمېر نورو ښارونو کې په مظاهرو کې که څه هم د ګډون والو شمېره کمه وه خو د تېر کال راهسې په ښځو د قدغنونو زياتېدو نه پس د طالبانو په ضد احتجاجونه زیات شوي دي.

د جنورۍ په 14 نېټه په واشنګټن کې د وایټ هاوس سره نژدې په لفایټ سکوېیر پارک کې قریباً 100 مظاهره کونکي جمع شوي وو او د جینکو په تعلیم او کار روزګار د طالبانو د بندیز خلاف یې مظاهره وکړه. هم په دغه ورځ تر پنځوسو پورې کسانو په لاس اېنجلېس ښار کې په دروند باران کې مظاهره وکړه او په طالبانو یې غږ وکړو چې په ښځو لګولي بندیزونه دې لېرې کړي.

د لاس اېنجلېس د مظاهرې یو ګډون والې عرش عزیزاده وي او ای ته وویل دوی وغوښتل چې طالبان دې د ښځو په ضد د "اپارتاېیډ" یا د تعصب چلند ختم کړي.

د وي او ای رپورټ وايي د افغانستان نه بهر دغه احتجاجونه په داسې حال کې کېږي چې په هېواد طالبانو بیا واکمنېدو نه پس په افغانستان کې د ښځې او د شهري حقونو فعالان خاموشه شوي دي.

طالبانو د بیان واکمنېدو نه پس ښځو په کابل او ځینو نورو ښارونو کې خپلو حقونو د تحفظ دپاره مظاهرې کړي خو فعالان وايي طالبانو د دغو احتجاجونو په ضد سخت ګامونه اخېستي دي.

د انساني حقونو تنظیمونه وايي طالبان په د مظاهرو په ضد د زور زیاتي نه کار اخلي، فعالان نېسي او تشدد پې کوي او ميدیا سېنسر کوي. طالبان دغه خبرې ردوي، وايي ملک يې د امریکي د اشغال نه ازاد کړی او دا چې ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د افغان دود او د اسلام سره سم حالات برابروي.

د افغانستان نه بهر د طالبانو خلاف احتجاج کونکي وايي دوی په افغانستان کې د ننه د مېرمنو سره د یوالي اظهار کوي.

اصیلا وردګ چې په یو شمېر مظاهرو کې يې شرکت کړي وايي غواړي چې په افغانستان کې د ښځو غږ وي او دا چې یو پله په شان يې دنیا ته اواز ورسوي.

دغه مظاهرې د نړیوالې ټولنې د هغو غږونو برخه هم دي چې د طالبانو نه مطالبه کوي چې ښځې دې د بندیزونو نه ازادې کړي.

خو طالبانو تراوسه دغه غوښتنې نه دي منلي.

د کارنيګي اېنډاومنټ ادارې په مظاهرو نظر ساتونکي څانګه ګلوبل پروټېسټ ټرېکر ښاغلي تامس کېروترز وايي د ملک نه بهر مظاهرې د هغه ملک دننه په حالات څه ډیر اثر نه کوي. که څه هم د امریکې په شمول یو شمېر مغربي ملکونو په طالبانو بندیزونه لګولي دي خو د افغانستان نه بهر د احتجاجونو برخه وال غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه باید په طالبانو فشار زیات کړي.

اصیله وردک وايي د افغان مېرمنو په ملاتړ کې یوازې بیانونه جاري کول کافي نه دي، پکار ده چې افغان مېرمنې نېغ په نېغه طالبانو سره د خبرو موقعې ولري او د احتساب مطالبه وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG