ملګرو ملتونو په یو تازه رپورټ کې ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د خانه جنګۍ په مهال په میانمار کې د کوکنارو کښت زیات شوی او په ۲۰۲۳ کې میانمار د افغانستان نه زیات افیم پېدا کړي دي.
په تېرو دوو لسیزو کې په دنیا کې تر ټولو زیات افیم په افغانستان کې پېدا کېدل خو د کوکنارو په کښت د طالبانو د بندیز له امله په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۳۳۰۰۰ هېکټره علاقې نه سږ کال ۱۱۰۰۰ هېکټر ته کم شوی دی.
په کال ۲۰۲۱ کې په میانمیار کې د پوځ د کودتا په ترڅ کې خانه جنګۍ شروع شوه او د خانه جنګۍ په مهال کروندګو د کوکنارو کښت زیات کړی.
په جنوبي اېشیا کې د افیمو د پېداوار په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوې رپورټ کې ملګرو ملتونو وویل تېر کال په میانمار کې په ۳۳ فیصد علاقه د کوکنار کښت کېدلو او په ۲۰۲۳ کې په دغه رقبه کې ۱۸ فیصد اضافه وشوه او د کوکنارو د کښت دلاندې رقبه ۴۷۰۰۰ هېکټرو ته ورسېده.
د کال ۲۰۱۳ راهسې په میانمار کې دا د کوکنارو د کښت تر ټولو زیاته ځمکه ده او د ۲۰۰۲ نه پس دا وړمبی ځل دی چې میانمار د افغانستان نه مخکې شو.
په میانمار کې د افیمو تولید د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د افس اف ډرګز اېنډ کرایم سیمه ایز نماینده جرمي ډګلس وي او ای ته وویل په داسې حال چې د امدن نورې زریعې کمې او یا نه وي، نو خلک بېرته د کوکنارو کښت شروع کوي.
د یو اېن او ډي سي د اندازې ترمخه سږ کال په میانمار کې کروندګرو د دوه اشاریه پينځه بېلین ډالرو مالیت ۱۰۸۰ مېټرېک ټن افیم پېدا کړي دي چې سمګلران به يې په ټوله اېشیا او د هېروینو په شکل کې تر اسټرېلیا پورې رسوي.
د میانمار نه زیاتره هېروین د ګاونډي ملک تای لېنډ دلارې نورو ملکونو ته سمګل کېږي. تېر کال د تای لېنډ پولیس د قاچاقبرانو د يوې ډلې خلاف د دوو کلونو تحقیقاتو ورسته د هېروینو ۴۴۰ تختۍ او د مېټااېمفېټمین ۱۵ مېلین ګولۍ ونیولې.
د نیولو شیو نشۍ توکو په اړه د تای لېنډ د نشۍ توکو د مخنیوي ادارې مشر پرېن مېکانندها وي او ای ته وویل چې د نیول شویو توکو مالیت اته اشاریه دوه مېلین ډالر و او د ملک په تاریخ کې دا د نیول شویو نشۍ توکيو د ټولو نه زیات مقدار و.
د ملګرو ملتونو په رپورټ کې وېل شوي په افغانستان کې د کوکنارو په کښت د بندیز له امله به په نړیواله کچه د هېروینو او د افیمو کمی پېدا شي او په نتیجه کې به يې قیمتونه زیات شي. ډګلس وویل د افیمو زیات قیمتونه به د میانمار کروندګرو ته په اینده کال کې د کوکنارو کښت د زیاتولو ترغیب ورکړي.
ډګلس وویل د هېروینو د کمي له امله به د ګولډن ټراینګل نومې سیمې نه يورپ او شمالي امریکې ته د هېروینو سمګلېنګ بیا زیات شي. هغه سیمه چې د میانمار، لاوس او د تای لېنډ ډریو واړو ملکونو سرحدونه په کې یو ځای کېږي د ګولډن ټراینګل یا د سرو زرو د مثلث په نامه یادېږي او د لاقانونیت او د جرمونو مرکز ګڼل کېږي.
قریباً یوه لسیزه مخکې کله چې د جنوب مشرقي اېشیا د نشۍ توکو سمګلرانو د افیمو نه توجه مېټااېمفېټامين ته واړوله نو د یورپ او شمالي امریکې په مارکېټ کې افغان هېروینو د ګولډن ټراینګل ځای ونیولو.
په داسې حال کې چې د افغان هېروینو رسد په ختمېدو دی، ډګلس وايي، دا خبره ډېر امکان لري چې د ګولډن ټراېنګل هېروین د تېرو څو کلونو د غېرموجودګۍ نه پس بېرته مارکېټ ته راشي.
میانمار خپله هم د افیمو په پېداوار کې د اضافې قیمت ادا کوي او د ملګرو ملتونو تحقیق موندلي چې دا زیات امکان لري چې کوم خلک افیم پېدا کوي د هغو خلکو نه یې زیات استعمالوي چې کښت يې نه کوي، نو د زیات کښت معنا د افیمو په نشته د اخته خلکو زیاته شمېره او د علاج دپاره يې د زیاتو پروګرامونو ضرورت وي.
Forum