د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د 190 ميلينه پاونډونو (القادر ټرسټ) په قضيه کې د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ضمانت فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.
د ځايي رسنيو ترمخه، نېب پرون په 28م جون سپريم کورټ ته خواست کړی چې د اسلام اباد هايکورټ د 14 مې فېصله دې کالعدم کړي.
د روان کال د مې د مياشتې په 14مه نېټه د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق محمود جهانګيري دوه کسيزه بنچ د 190 ميلينه پاونډونو په قضيه کې د عمران خان د ضمانت خواست منظور کړی وو.
نېب د عمران خان د ضمانت د فېصلې ضد سپريم کورټ ته په داسې وخت کې خواست کړی چې دوه ورځې وړاندې په 27م جون د اسلام اباد سېشن عدالت د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي د عدت په وخت د نکاح قضيه کې سزاګانو ضد خواستونه رد کړي او د هغوی سزاګانې یې په برقرار وساتلې. پاکستان تحریک انصاف ويلي وو، د دغه فېصلې پرضد به هايکورټ ته خواست کوي.
د اسلام اباد سېول عدالت جج د سږ د کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په جرم کې د اووه، اووه کالو د بند او پينځه، پينځه لکه روپو سزا اورولې وه، بيا د دغو سزاګانو پرضد خواستونه شوي وو.
د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د راولپنډۍ د احتساب عدالت د القادر ټرسټ د 190 ميلينه پاونډونو په مقدمه کې په پخواني وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان او د هغه په مېرمن بشرا بي بي فرد جرم یا رسمي تور لګولی وو.
د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد رانا دغه فرد جرم لګولی، خو تورنو/ ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) د صحت جرم نه انکار کړی وو.
د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟
پاکستان کې د پي ډي اېم تېر اتحادي حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د ځمکو د ياد کاروباري تن ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې یې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.
القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.
عمران خان ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه وه.
د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ دغه پېسې (190 ميلينه پاونډونه) د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه.
ويل شوي وو، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې او جمع کړې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.
د تېرې مې د میاشتې په 28مه نېټه ملک رياض حسېن په اېکس يو پوسټ کې ويلي وو، "وعده معاف ګواه به نه جوړيږم که څومره ظلم کوئ ویې کړئ"، خو نوموړي د وعده معاف ګواه جوړېدو نور سپيناوی نه وو کړی.
ملک ریاض د القادر ټرسټ او 190 ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.
Forum