لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناهید افریدي: د قبایلي سیمو د ښځو د حقونو لپاره انتخاباتو کې برخه اخلم


٫٫ قبایلي ښځې د ژوند د نورو برخو تر څنګ د سیاسي عمل نه هم لرې ساتل شوي نه يې چا ستونزو ته پام ګرځولی او نه ېې غږ اورېدل شوی. قبایلي میرمنې په خپلو پښو ودرولو لپاره د دوي سره ډیره خواري پکار ده. د دې سیمو نوی کل ځوانان او پېغلې د ابو او خشاک راوړلو نه راوباسو او تعلیم ته به يې مخ کوو په دوي به هنرونه زده کوو.٬٬

دا خبرې د خېبر ضلعې نه په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ په انتخاباتو کې ګډون کونکې ناهید افریدي دي. ناهید افریدي په عامه څوکۍ یا جنرل سیټ د عوامي نېشنل ګوند لخوا په دغه انتخاباتو کې ګډون کوي.

د انتخاباتو وړاندې د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانګړې مرکه کې ناهید افریدي وايي د خېبر ضلعې ځايي مېرمنې په دغه تاریخي انتخاباتو کې د هغې په ودریدو ډېرې خوشحاله دي او ورته يې ډاډ ورکړی چې دې له به رايې ورکوي.

٫٫ ډیر ښځو ما له ډاډ راکړی چې وړاندې مو سړو ته ډیر ځلې رايې ورکړي خو هیڅ ترې نه دي جوړ شوي. دا ځلې به هم تا له ووټ درکوو ځکه تا ته به په خپله درتلې خو شو.٬٬

که څه هم ناهید افریدي د قبایلي سیمو دغه تاریخي انتخاباتو په اړه زیاته خوشبینه نه ده او تور لګوي چې په دغه سیمه کې د پېسو په زور انتخابات کیږي. دلته د سوچ و فکر، د سیاسي نظریو او د اجتماعي مسلو په بنیاد انتخابات نه کیږي. دلته په مسلو خبری نه کیږي. تر څو چې په انتخاباتو کې د پېسو ورکړه راکړه نه وي ختمه شوي، ترهغې د دې خلکو ستونزې نه شي حل کېدی او نه هم په دې سیمو کې بې پلوه انتخابات کیدی شي.

د ناهید افریدي مور او پلار د خېبر اېجنسې تیراه سیمې سره تعلق لري او پخپله په پېښور کې په ۱۱مه فرورۍ زیگېدلې او د پېښور پوهنتون نه يې په فلسفه کې د شپارسم ډګري ترلاسه کړې. خو دکورنۍ ماحول يې سیاسي وو نیکه او پلار د یوې سیاسي ګوند فعاله غړي وو.

خو پخپله سیاست ته د راتلو فیصله يې هم ګرانه وه او لومړی یې په کورنۍ کې خپل ورور ددغې مخالفت وکړو. خو بیا يې ډیر په ګرانه ورور دې خبرې ته رضا کړو چې سیاسي میدان کې يې مرسته وکړي.

مېرمن ناهید زیاتوي چې یوه داسې ټولنه چرته چې د سړو واک اختیار سيوا وي، ښځه د کوره بهر وتلو ته تیار نه وي هلته یوه ښځه د انتخابي کاندیدې په توګه قبلول نا ممکنه ده. او زیاتوي چې ما پسې خلکو بد رد ویلي خو ما د ځان سره ژمنه کړې چې ځه به د دې خبرو پرواه نه کووم.

د قبایلي سېمې د زنانو د ستونزو په اړه ناهید افریدي وايي چې دغلته د ښځو د اجتماعي ستونز لکه تعلیم، صحت، روزګار، معاش او د بنیادي حقونو د نېشتوالي ترڅنګ د ابو نېشت والی په ښځو یو لوې بوج دی. ځايي ښځې وايي د دوي ټول ژوند د لرو لرو نه په اوبو راوړو تیر شي. ځايي ښځې د خپل علاج لپاره پېسې نه لري، که د چا خاوند مزدورۍ له بهرهم تللی وي نو د هغو رالیږلې پېسې د کور د نارینو په لاس مصرف کیږي.

ناهید افریدي زیاتوي چې د قبایلي سیمو ښځې په اقتصادي توګه په خپلو پښو ودرول پکار دي، دوي ته هنرونه ورښودل پکار دي چې دوي په اقتصادي توګه قوي شي. خو د بده مرغه دې اړخ ته تر اوسه چا پام نه ګرځولی.

ناهید افریدي ادعا کوي چې خپله د دغه سیمو سره تعلق لري او د سېمې د ښځو د ګڼو ستونزو نه خبر ده نو ځکه یې په ټاکنو کې د برخه اخستو فیصله کړې.

د جولايي ۲۰مه (خالي / شنبې) ورځې انتخابات به که څه هم د ناهید افریدي د قسمت فیصله کوي خو هغه پخپله وايي که دغه انتخابات ګټي او که باېلي، خوشحاله په دې دې چې د سیمې په ښځو کې يې دومره پوهه او بېداري پېدا کړې چې په راتلونکې کې څوک بله زنانه په دغه انتخاباتو کې ګډون کوي نو کیدی شي وه يې ګټي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG