لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس لوړ پوړې چارواکي سنګاپور ته رسېدلې ده


د امریکې د اېوان نماېندګان سپيکره نېنسي پېلوسي د ګل، دوشنبې، په ورځ په دوه ورځني سفر سنګاپور ته ورسېدله.

پېلوسي ايشيا ته د کانګرس د پلاوي د سفر مشري کوي او دا هم وېل کېږي چې دا هم ممکنه ده چې امریکايي پلاوی تایوان هم لاړ شي.

خو چین خبرداری کړی چې امریکايي پلاوی دې تایوان ته نه ځي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، د چین د خارجه وزارت ترجمان ژاو ليجیان د ګل، دوشنبې، په ورځ د معمول خبري کانفرنس ته وویل چې تایوان ته د پېلوسي دوره به سنګین مضمرات ولري.

ليجیان وویل تایوان ته د پېلوسي سفر به د ون چاینا یا د یو چین اصول د پښو دلاندې او د تایوان په تنګي کې به امن او امان د خطر سره مخامخ کړي.

د سنګاپور خارجه وزارت وېلی دي چې پېلوسي به د وزیراعظم لي شېن لوونګ او نورو چارواکو سره ويني.

د اتوار په ورځ په یو بيان کې پېلوسي وېلی دي چې په سيمه کې د اېتلافيانو او ملګرو سر د امرېکې د قوي او کلکوو مرستو د تايد د پاره دا ايشيا ته د نورو پنځو ډېموکرېټک ګوند غړو سره سفر کوي.‌

دې دا نه دي وېلی چې د چين د مخالفت باوجود به تاېوان ته ورځي. ټاکلې شوی ده چې د امریکې پلاوې به ملېشیا، جنوبي کوریا او جاپان ته سفر وکړي.‌

د امریکې ميډیا د جمعې په ورځ وېلی دي چې په موقتي‌ ډول پېلوسي تاېوان ته د ورتللو اراده لري. پېلوسي هم د دې امکان په اړه خپله خبرې کړی دي خو د امنيت لا ویرو د دې دفتر د سفر پخلی نه دی کړې.

دا به د کال نورلس سوه اووه نوي راپدېخوا د امریکې د اعله چارواکو وړومبې سفر وي. په کال نورلس سوه اووه نوي کې د امرېکې د دغه وخت سپيکر نېوټ ګېنګرېچ د کانګرس د پلاوي سره تاېوان ته ورغلی وو.

چين د پېلوسي د سفر په اړه پرله پسې خبردارې ورکړې او دا يې د نه منلو وړ خلاف ورزي بللی ده.

کال نورلس سوه نهه څلوېښت کې د خانه جنګۍ ورستو تاېوان او چين خپلو کې ووېشلې شول او ماتې خوړونکي قام پرسته ځواکونه تاېوان ته وتښتېدل او خپل یو حکومت يې جوړ کړو چې د یو فعاله جمهوريت په توګه رامخې ته شوی دی.

د هاغه وخت راهسې د چين کمیونسټ پارټۍ د تاېوان نيولو غږ کړې ولې نه د دې د پاره د طاقت د استعمال نه هم کار واخلي. په دې جزيره کې د کميونسټ پارټۍ حکومت کله هم نه دی پاتی شوی.

د چين مشران د تاېوان حکومت سره د امرېکې په مرستو سخت اعتراض کوي. دوي دغه حکومت غېرقانوني بلي.

د چين د حکومت د بیان ترمخه د زیارت په ورځ د امرېکې صدر جوباېډن سره په ټيليفون خبرو کې د چين صدر شي جېن پنګ د تاېوان په اړه خبردارې کړې او وېلي چې څوک د وور سره لوبې کوي، هغه ايره شي.

د چين خارجه وزارت وېلی دي چې د پېلوسي د سفر په ځواب کې به بېجنګ ځوابي ګامونه پورته کوي.

واېټ هاوس د جمعې په ورځ‌ ویلي دي چې دوي داسې شواهد نه دي ليدلی چې د چين پوځ د تاېوان خلاف د ګامونو پورته کولو تیارۍ کوي.‌

چين د خالي په ورځ د تاېوان سره مخامخ په ساحل پوځي‌مشقونه پېل کړی دي. دوي وېلی دي چې ځواکونه يې د خپلو علاقو د دفاع توان لري.

په ورستو هفتو کې د چين سرکاري ميډیا کې چاپ شوو اداريو کې خبردارې شوی چې د چين جنګي جازونه کولی شي چې د پېلوسي د جاز تعقب وکړي یا یې ودروي. بېا ځنو چينايي لېکولانو د امرېکې د جازونو د وويشتلو خبرې هم کړي.‌

د چين د خبرداري باوجود د امریکې کانګرس غړي غواړي پېلوسي دې د دې سفر نه پشا نه شي. دوي واېي چين ته دا اختیار نه دې ورکول پکار چې هغه دې د امریکايي د چارواکو د تګ راتګ فېصله وکړي.

پخواني سپيکر ګنګرېچ وي او ای ته وېلی دي که پېلوسي په خپل دريځ ولاړه وي او د باېډن انتظامیه هم غلی پاتې نه شي نو بیا به هر څه سم وي.‌ دا هېڅ بې هېڅه شور دی.

تاېوان د امریکې او د چين په تعلقاتو د فشار یو خطرناکه معامله ده.

کال نورلس سوه نهه اوویا کې د چين په سفارتي توګه د منلو سره امرېکې د تاېوان سره رسمي سرکاري تعلقات ختم کړل.

خو د کانګرس د خوا د ورکړل شوي اختیار لاندې امرېکې تاېوان ته د خپلې دفاع د پاره د وسلو ورکول جاري ساتلی دي.

د چين د خوا د تاېوان نېولو په حالاتو کې د خپلو لارو ازادو ساتلو په وجه د امریکې صدرانو د اوږدې مودې راهسې د تاېوان په اړه خپله د سټرټیجک ابهام پالېسي جاري ساتلی ده.

خو د باېډن د ورستو وېناو په وجه په دغه تګلاره شکونه رامخې ته شوی دي. د صدر جوړېدلو راهسې باېډن په درېو موقعو وېلی دي چې امریکا به د تاېوان دفاع کوي.

باېډن د پېلوسي د ممکنه سفر په اړه د احتیاط نه کار اخلي او تېره میاشت يې وېلي وو چې د امریکې پوځ نه ګڼي دا سفر به ښه وي.

د پېلوسي ممکنه سفر په یو نازک وخت کې رامخې ته کيږي. ځکه چې د دې کال په اخره کې شي ته د کمیونسټ پارټۍ د کانګرس ضرورت دی، چې دې د درېمې مودې د پاره هم د چين مشر پاتی شي.

څارونکو ویلي دي چې په لسيزو کې په چين کې تر ټولو طاقتور مشر شي د غونډې وړاندې د تاېوان په اړه یو سخت پېغام ورکول غواړی خو په سیاسي توګه د حالاتو په وجه دې کلاري هم غواړي.‌

د واېټ هاوس د قامي امنیت د شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ‌ وېلی دي چې د چين په اړه د امرېکې په تګلاره کې بدلونه نه دی راغلی ځکه د چين سره د فشار سېوا کېدلو څه وجه نشته.

کربي ووېل چې د سفر د پاره پېلوسي ته د دوي د اجازت ضرورت نشته او زیاته يې کړه چې هغه په پوځي جاز کې د سفر کولو اختیار لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG