لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار چاودنه:د مړو شمیر۲۵ ته رسیدلی، داعش يې پړه منلې


خود سره اسلامی ریاست یا داعش(خراسان) ډلې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې نن مازیګر ترسره شوې چاودنې پړه منلې او د افغان چارواکو په وینا په برید کې د مړو شمیره ۲۵ ته رسیدلی.

د وړوکي اختر په دویمه ورځ شوې دغه چاودنه د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارګوټي کې هغه مهال شوې کله چې ځايي خلکو او افغان طالبانو د اختر په مهال د اوربند خوشحالۍ لمانځلې.

د افغانستان امنیتي چارواکو وي او ای ته پخلی کړی په دغه چاودنه کې وژل شوو او ژوبل شوو کې افغان امنیتي عسکرو په شمول ځايي خلک او افغان طالبان هم شامل دي.

د افغانستان د ولایتي شورا ناېب مشر واېس اف امریکا ته پخلی کړی په برید کې د چاودیدونکي موادو ډک ګاډی کارول شوی. داعش ګوند د افغانستان ننګرهار ولایت کې قوي مرکزونه لري او وخت په وخت د داعش ګوند وسله وال حدفي وژنې او ځان وژونکي بریدونه هم ترسره کوي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته په دغه برید کې د ۲۵ کسانو د وژل کیدو او د ۳۰ د ژوبل کیدو پخلی کړی. نوموړي ویلي چاودنه هغه مهال شوې کله چې عامو خلکو د طالبانو سره عکسونه اخېستل.

د افغانستان یو مشیر نور برخو په شان په ننګرهار کې هم ځايي خلکو د افغان طالبانو سره د اوربند خوشحالۍ لمانځلي او په یو شمیر سیمو کې طالبانو د افغان امنیتي عسکرو سره په یو ځاې مونځونه هم ترسره کړي.

په ننګرهار ولایت کې نن دغه چاودنه په داسې مهال ترسره شوې چې هم نن افغان اولسمشر اشرف غني د طالبانو سره شوی اوربند د نامعلومه مودې پورې غځولی او په طالبانو يې هم غږ کړی دوي دې هم د اوربند غځولو اعلان وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG