لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننگرهار :بمي چاؤدنه کې ١٤ ښځې اؤ ماشومان وژل شوي


په داسې حال کې چې افغانستان کې دزيارت په ورځ اختر نمانځل کيږي، ددغه هيواد ننگرهار صوبه ګې ديوې هديرې دننه شوې بمي چاؤدنه کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ١٤ کسان وژل شوي دي.
دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزي ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي بمي چاؤدنه دلويديز ولايت ننگرهار په کليواله سيمه غني خيل اولسوالۍ کې په يوه هديره کې شوې ده.
وياند وويل دوژل شوؤ زياترو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره دى.
هغه وويل چې چاؤدنه کې يو ماشوم اؤ درې ښځې هم ژوبل شوي دي.
له دې وړاندې دننگرهار دپوليسو وياند حضرت حسين ددغه چاؤدنې په هکله خبريالانو ته وئيلي وؤ” هديره کې دترسره شوې چاؤدنې له امله ١٠ ښځې وژل شوي اؤ يو ماشوم اؤ دوه ښځې نور ژوبل شوي دي“
خو متضاد راپورونه وائي په وژل شوؤ کې ٧ ښځې اؤ ٧ ماشومان شامل دي.
افغانستان اؤ پاکستان کې زياتره مسلمانان په روايتي توگه دروژې دمياشتې په ختميدو داختر په ورځ هديرو ته دخپلو خپلوانو قبرونو ته ددعا کولو لپاره ځي.
بلخوا افغان صدر حامد کرزي دزيارت په ورځ داختر دنمونځ وروستو پخپله يوه وينا کې په طالبانو غږ کړى چې وسلې دې وغورځوي، سياسي عمل کې دې گډون وکړي اؤ دبې گناه اولسي وگړو وژنه دې اودروي.
صدر حامد کرزي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دافغان عسکرو دقربانو ستائينه کړې ده.؛
صدر کرزي وئيلي دي سږکال دروژې په مياشت کې گڼ شمير افغانان
دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ تشدد اوس اودريدل پکار دي.
صدر حامد کرزي په ډاگه کړې ده چې بايد قطر کې ددفتر پرانستو پځايې طالبان دنورو سياسي گوندونو پشان افغانستان کې خپل دفتر پرانيزي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG