لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د قیامت نښې لیدل غواړئ نو خوګیاڼو ته راشئ


دا هغه دردونکې لنډه جمله وه چې دخوګیاڼو یو ځوان خوشحال دراني په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلې وه. پوه شوم چې داعش به بیا د سیمې په خلکو باندې د غم ټغر خپور کړی وي. ترې ومې وپوښتل چې کیسه څه ده.

ښاغلی درانی د ننګرهار پوهنتون څخه یو فارغ شوی ځوان دی. ده راته وویل: ٫٫ د داعش له ویرې د خوګیانو په لسګونو کورنۍ هره ورځ خپل کلي پرېږدي او نورو سیمو ته ګډه کیږي.٬٬

په کابل کې د حقونو او سیاسي علومو استاد سید خالد سادات وي او ای ډیوه ته په خبرو کې وویل چې په خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د طالبانو او داعش ترمنځ د روانو جګړو له امله د سیمې له ۱۲ واخله تر ۱۵ زرو پورې کورنۍ بې ځایه شویدي.

ښاغلي سادات په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي:

(د ننګرهار خوګیاڼو اړوند وزیرو او شیرزداو کې د داعش بیا ظهور او د طالبانو سره د داعش جګړې له امله په سیمه کې بشري ناورین رامنځته شوی. ښځې، ماشومان، سپین ږیري او عام خلک له خپلو سیمو په وتو دي. د کمک هیڅ څرک نه لیدل کیږي.)

سید خالد سادات وړاندې وویل، له یادو سیمو څخه کډه شوې کورنۍ د چمتلې په دښته کې خیمې وهلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې یوشمیر هغه کسان چې پخوا به یې د طالبانو په لیکه کې جګړه کوله اوس داعش ته اوښتي او له همدې امله داعش د طالبانو پر وړاندې جګړه کې برلاسی دی.

څو ورځې مخکې هم په خوګیاڼو کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې.

د ننگرهار د والي ویاند عطا الله خوگیاڼی وایي چې داعش او وسله وال طالبان د وزیرو او تنگیو په سیمه کې چې د خوگیاڼیو پر ولسوالۍ پورې اړه لري، سره ونښتل.

هغه زیاته کړه، ٫٫ پدې نښتو کې د داعش شپږ تنه او د طالبانو درۍ وسله وال وژل شوي دي. درۍ تنه نور طالبان ټپي شوي هم دي. پدی ترڅ کی د وسله والو داعشیانو له خوا څلور تنه ملکي وگړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپي شوي دي.٬٬

اخوا د کوټ ولسوالۍ یو اوسیدونکي محمد اجمل کوټوال ډیوې ته وویل، چې داعش لومړی د کوټ په ځانګړې توګه د بر کوټ ولسونه وځپل، مشران او پوه کسان یې ورته په بمونو والوځول او سرونه یې ورته پرې کړل او په ولس یې هغه نادودې وکړې چې په خوله نه راځي.

دی زیاتوي دا مهال په کوټ کې داعش دومره ځواک نه لري او د کوټ څخه یې خوګیاڼو، اچین او شیرزادو ولسوالیو ته مخه کړیده خو بیا هم د خلکو ترمنځ له داعش څخه دومره ویره موجوده ده چې داعش به اوس راځي او اوس به راځي.

په اچین کې د داعش په مرکزونو او سورنګونو باندې امریکا تر ټولو لوی بم ( د بمونو مور) هم و غورځاوه چې په کې ګڼ شمیر داعشیان ووژل شول.

په اچین کې افغان او امریکايی ځواکونو د داعش په وړاندې پراخ پوځي عملیات هم ترسره کړل تر هغو چې دغه ولسوالۍ یې د داعش له شتون څخه پاکه کړه خو دسیمې د اوسېدونکو په وینا دغه ولسوالۍ اوس هم د داعش له ګواښ سره مخامخ ده.

زیارکښ شینواری یو افغان ځوان دی چې یوه میاشت یې ددې کال په سر کې د داعش په زندان کې تیره کړیده. دی وایي ده سره د زندان په خونه کې دوه ملګري اوسېدل چې داعش د دواړو سرونه پرې کړل.

ده د زندان ډیرې دردونکې کیسې له ډیوې سره شریکې کړیدي چې په یوه جلا راپور کې به یې له تاسو سره شریکې کړو.

اوس داسې ښکاري چې داعش د تورې بوړې د غرونو لمنو ته پناه وړې. د تورې بوړې غرونه خپل ځانګړی سټراتیژیک اهمیت لري او له همدې امله ترې له داعش څخه مخکې طالبانو، القاعده او تر هغې مخکې مجاهدینو د خپلو جنګي مرکزونو په توګه کار اخیستی.

امریکايي جنرال وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش اکثره معلوم مشران پاکستانیان دي.

دوي د بیلګې په توګه د داعش مشر حافظ سعید یادوي چې داورکزو څخه وه او بیا د امریکا لخوا د ډرون په یوه برید کې ووژل شو.

افغان څیړونکي پدې باور دي چې طالبان او داعش دواړه د ګاونډي هېواد پاکستان د استخباراتو پروژې دي چې روسیه هم ورسره مرسته کوي.

د افغانستان سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي وايي: ( دواړه د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس آی لخوا رهبري کیږي نو له همدې امله د دې دواړو ډلو ترمنځ جګړې به اوږد مهاله نه وي ځکه له دغو جګړو سره به د پاکستان استخباراتي ګټې په خطر کې شي.)

کابو لس ورځې مخکې د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق ادعا کړې وه چې د طالبانو مشر مولوي هېبت الله د پاکستان استخباراتي ادارې اېي اېس اېي په مرسته د پاکستان نه هلمند ته تللی وو.

جنرال رازق وايي ملا هېبت الله د هلمند په موسی کلا کې خپلو وسله والو ته طالبانو ته ویلي چې د طالبانو او داعش ډلې هدف یو دی او باید له دې وروسته له دغې ډلې سره مخالفت ونکړي.

نوټ: ددغې کیسې دواړه انځورنه په ټولنیزو رسنیو خپاره شویدي او له خپرونکو څخه یې د کارولو اجازه اخیستل شویده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG