لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتيا : ناټو عملياتو کې د20 جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده


پکتيا : ناټو عملياتو کې د20 جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده
پکتيا : ناټو عملياتو کې د20 جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده

د ايساف لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دپاکستان دپولې سره نزدې دپکتيا ولايت په غرييزه سيمه زدراڼ اولسوالۍ کې وروستو له هغې فضائي بريد ترسره کړل شو کله چې دايساف عسکرو دغلته په لسگونو تندلاري دجگړې لپاره په تيار حالت کې وليدل.
ايساف وائي په کومه سيمه کې يې چې بريد ترسره کړى هغه دحقاني ډلې خوندي ځاله گڼل کيږي او ددغه ځايې څخه په کابل او خوست گرديز پاس بريدونه ترسره کوي.
حقاني ډله د1980ء په لسيزه کې دسويت يونين په ضد دگوريلائي جگړې کوونکي 70 کلن جلال الدين حقاني په مشرۍ جوړه شوې تندروه ډله چې اوس گمان کيږي ددغه ډلې مشري دهغه ځوې سراج الدين کوي .
واشنگټن په اسلام اباد فشار اچوي چې بايد په شمالي وزيرستان کې دحقاني ډلې او نورو تندلارو په ضد عمليات ترسره کړي خو څيړونکي وائي پاکستان ډير زر ددغو تندلارو په ضد گامونو اخستو ته چمتو نۀ دى.
دامريکائي صدر براک ا وباما لخوا دراتلونکي کال دجولا ئي مياشتې څخه په مرحله وارې طريقې سره افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دستنيدلو داعلان څخه راپديخوا دافغانستان په زياترو برخو کې داړي گړي په پيښو کې اضافه راغلې ده.
ملگرو ملتونو په روانه اوونۍ کې يو جاري کړي رپورټ کې وئيلي دي چې دکال 2010م په لمړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې داولسي وگړو په وژنه کې 31 فيصده اضافه راغلې ده چې پکې 1271 کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG