لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو: افغانستان نه د ځواکونو وېستلو دپاره طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي


د روټیرز خبري ادارې ترمخه سټولټنبرګ وویل که وه کتل شي نو د خپلو ژمنو پوره کولو دپاره به طالبان نور ګامونه هم پورټه کوي او "دا خبره به یقیني کوي چې د نړیوالو ترهګرو سره به اړیکې پریکوي."
د روټیرز خبري ادارې ترمخه سټولټنبرګ وویل که وه کتل شي نو د خپلو ژمنو پوره کولو دپاره به طالبان نور ګامونه هم پورټه کوي او "دا خبره به یقیني کوي چې د نړیوالو ترهګرو سره به اړیکې پریکوي."

افغانستان نه د نېټو ځواکونو د ممکنه انخلا نه وړاندې طالبان باید د سولې د معاهدې سره سمې خپلې ژمنې پوره کړي. دا خبره د نېټو سېکرېټري جرنل جېنس سټولټنبرګ د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.

د نېټو د دفاع وزیران به دا هفته په یوه غوڼده کې ګوري چې طالبانو تر کوم حد پورې د تېر کال د تړون دلاندې خپل لوظونه پوره کړې دي. د امریکې او طالبانو د معاهدې دلاندې ټاکل شوي چې د سږ کال د می د مياشت پورې به امریکايي او نېټو ځواکونه د افغانستان نه وځي.

د روټیرز خبري ادارې ترمخه سټولټنبرګ وویل که وه کتل شي نو د خپلو ژمنو پوره کولو دپاره به طالبان نور ګامونه هم پورټه کوي او "دا خبره به یقیني کوي چې د نړیوالو ترهګرو سره به اړیکې پریکوي."

په افغانستان کې د دوامداره تشدد په سبب د امریکې د کانګرس غړو او د انساني حقونو نړیوالو تنظیمونو افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو انخلا د ځنډولو غوښتنه کړې ده چې د پخواني امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د شوي معاهدې دلاندې په ترسره کېږي.

د امریکې او طالبانو د امن معاهدې دلاندې به خارجي عسکر د می د میاشت پورې د افغانستان څخه انخلا کوي او طالبان به د ترهګرۍ د مخنیوي ضمانت ورکوي
د امریکې او طالبانو د امن معاهدې دلاندې به خارجي عسکر د می د میاشت پورې د افغانستان څخه انخلا کوي او طالبان به د ترهګرۍ د مخنیوي ضمانت ورکوي

خو د امریکې د نوي صدر جوبایډن حکومت ویلي طالبانو سره شوي معاهدې ته بیا کتنه کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په موجوده وخت کې ڼېتو په افغانستان کې ۹۶۰۰ عسکر لري چې پکې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان دي.

رویټز وايي ډیر خلک دا ویره لري چې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته به د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې بېلل شي.

رویټرز وايي چې وړاندې ټاکل شوي وه چې د انټرنېټ دلارې د شورو، چهارشنبې، او زیارت، پنجشنبې، په ورځ کېدونکې د نېټو د دفاع وزیرانو په غوڼده کې به افغانستان نه د نېټو ځواکونو د وېستلو فېصله وشي خو د امریکې د صدر جوبایډن حکومت د دې غوښتنو سره مخامخ دی چې د عسکرو انخلا دې د شپږو میاشتو پورې وځنډول شي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د نېټو څلورو مامورینو ورسته د جنورۍ په ۳۱ نېټه ویلي وو چې د طالبانو د غوښتنو باوجود به نړیوال ځواکونه د می نه پس هم په افغانستان کې موجود وي.

د نېټو مشر جېنس سټولټنبرګ وویل "زمونږ مشن واضحه دی چې افغانستان بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ نشي جې زمونږ په وطنونو حملې وکړي.

هغه وویل د نېټو یو اتحادي هم نه غواړي چې په افغانستان کې د ضرورت نه زیات وخت تېر کړي خو "مونږ به د سم وخت نه وړاندې نه ځوو."

په عین حال کې پاکستان ویلي چې تر څو د افغانستان د مسلې سیاسي حل نه وي موندل شوی د جنګ ځپلې ملک نه دې امریکايي ځواکونه نه وځي.
یو لوړ‎ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان نه غواړ‎ي چې په افغانستان کې د امن دپاره موجوده موقع ضایع شي او غواړي چې هره یوه افغان ډله په لوظنامه ولاړه پاتې شي او دا چې پاکستان خواهش کوي چې امریکايي او نور نړ یوال ځواکونو په منظمه او ذمه وارہ توګه د افغانستان نه ستانه شي.

بلخوا طالبانو د خالی، شنبې، په ورځ په یو بیان کې امریکايي او نېټو ځواکونو ته خبرداری ورکړ‎و چې په افغانستان کې خپل قیام دې نور نه اوږدوي. د افغانستان نه د شوروي ځواکونو د وتلو ۲۳ کلیزې په موقع پخپل بیان کې طالبانو وویل که چېرې غیر ملکي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي نو سنګینې نتېجې به یې مخې ته راوځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG