لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو وایي اوکراین ته په اتحاد کې د غړیتوب ورکولو لاره "نه ستنېدونکې" ده


په واشنګټن کې د نېټو د 32 غړو هېوادونو مشرانو په یو بیان کې ویلي، امریکا او د دې نېټو متحدین پر دې خبره متفق شوي دي چې په دې تنظیم کې د غړیتوب لپاره د اوکراین لاره "نه ستنېدونکې" ده.

امریکا یو وخت په دې اړه ژوره اندېښنه لرله چې ایا اوکراین به د نېټو غړیتوب ته تیار شي که نه خو اوس داسې ښکاري چې کیف به اخر د دې اتحاد د غړیتوب ډاډ ترلاسه کړي.

په نېشنل سیکیورټي کونسل کې د یورپي چارو لپاره اعلی افسر مایکل کارپینټر وي او اې ته وویل، "موږ دا پول اوکراین ته د غړیتوب لپاره چمتو کوو. دا په ریښتیا هم د پام وړ پرمختګونه دي".

د نېټو مشر ین سټولټنبرګ ویلي، کله چې په اوکراین کې جګړه ودرېږي، نېټو به دا ډاډ تر لاسه کوي چې جګړه د ښېګړې لپاره درېږي. وایي د دې ډاډ ترلاسه کولو لاره اوکراین ته د نېټو غړیتوب ورکول دي او که نه وي نو روس کولای شي خپل یرغل ته دوام ورکړي.

د نېټو مشرانو په خپله یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، څنګه چې اوکراین په نېټو کې د شاملېدو غوښتنه تکراروي دوی به یې هم د نېټو له غړیتوب سره سره د نه ستنېدونکې لارې ملاتړ ته دوام ورکړي:

"موږ یو ځل بیا تاکید کوو چې کله متحدین ورباندې اتلاق وکړي او شرطونه یې پوره شي، موږ به دا صلاحیت ولرو چې اوکراین ته په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ورکړو".

یورپي اتحاد د جون په 25مه له اوکراین سره په خپلو لیکو کې د شاملولو لپاره خبرې اترې پیل کړې دي، خو لا تر اوسه په نېټو اتحاد کې د کیف د شاملېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

اوکراین ته له غړیتوب ورکولو سره سره د نېټو اتحادونو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړی دی. د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن ویلي د امریکې جوړ لومړنۍ ایف- 16 جنګي الوتکې اوکراین ته سپارل کیږي او تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې به د اوکراین په اسمان کې ولیدل شي.

د نېټو د غړو هیوادونو مشرانو د چارشنبې- شورو په ورځ د سرمشریزې لومړۍ کاري غونډه وکړه او دوی په دې مهال هڅه وکړه چې له اوکراین سره د اتحاد ملاتړ او د خپلو هېوادونو دفاع او د خطر د مخنیوي هڅو ته وده ورکړي.

د غونډې په پیل کې صدر بایډن وویل روس د چین، شمالي کوریا او ایران په مرسته خپل دفاعي پیداوار زیاتوي. بایډن وویل د دوی د مخنیوي لپاره د نېټو غړي باید په دفاعي پیداوار کې لا زیاتې سرمایه کارۍ ته دوام ورکړي.

د نېټو په اعلامیه کې ټولو متحدینو پر چین ږغ کړی چې د کیف خلاف د روس د جګړې د هڅو ملاتړ ودروي. دوی ویلي چین "په یورپ کې په وروستي تاریخ کې تر ټولو لوی جنګ نه شي کولی."

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ویلي، کییف ته به د مرستو یو بل پیاوړی پېکیج په راتلونکو ورځو کې په ډاګه شي. ښاغلي بلینکن د سرمشریزې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل چې د اوکراین پوځي وړتیاوې باید پیاوړې شي.

د اوکراین د دفاع وزیر رسټم عمروف له خپلو ډنمارکي او هالېنډي سیالانو سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه [پخواني ټویټر] لیکلي چې هیواد یې په خپل آسمان کې د پرمختللو جنګي الوتکو نندارې ته ځان چمتو کوي.

په امریکا کې څه کم څلور میاشتې وروسته صدارتي انتخابات کیږي، خو سیاسي ګوندونه یې له اوکراین سره د مرستو په برخه کې یو څه اختلاف لري او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د سې شنبې- نهې په ورځ د امریکې له مشرانو وغوښتل چې د انتخاباتو نتیجې ته دې انتظار نه کوي او د روس د یرغل خلاف دې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG