د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ او د نېټو نوي سیکرټري جنرل مارک روټه سره د جمعې په ورځ د فلورېډا په پام بیچ کې لیدلي او د رپوټ له مخې دواړو نېټو اتحاد ته پر ورپېښو د نړیوال امنیت پر مسئلو خبرې کړې دي.
نېټو پر خپله ویبپاڼه د دوی عکس ورکړی او په لنډ بیان کې یې ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي یې دي چې "دوی د نړیوال امنیت د مسئلو په اړه بحث وکړ چې اتحاد ورسره مخ دی".
اې پي خبري ایجنسۍ وایي داسې ښکاري چې دا له ټرمپ سره امریکې د پینځم نومبر له صدارتي ټاکنو وروسته د نېټو د مشر لومړۍ لیدنه ده.
نېټو د هالېنډ د رسنیو د رپوټونو په اړه پوښتنې جواب نه کړې، چې پکې ویل شوي د نېټو مشر مارک روټه د هالېنډ په یوه سرکاري الوتکه کې له ټرمپ سره د لیدو لپاره فلوریډا ته تللی دی.
روټه د نېټو تر مشرۍ مخکې د هالېنډ وزیراعظم هم پاته شوی او له هغو یورپي مشرانو څخه دی، چې د ډانلډ ټرمپ د صدارت په لومړۍ دوره کې یې له 2017م تر 2020م کاله پورې له هغه سره ښې کاري اړیکې لرلې.
ښاغلي روټه تر دې وړاندې ټرمپ ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړې وه او ویلي یې وو چې له هغه سره کار کولو ته سترګې په لار دی. د نېټو عمومي مشر د هغه بیا صدر کېدل د خپل اتحاد لپاره مهم بللي وو او ویلي یې وو:
"د هغه مشري به یو ځل بیا زموږ د اتحاد د قوي ساتلو لپاره بنیادي رول ولري".
ټرمپ له کلونو راهیسې د خپل دې غربي اتحاد په اړه شک څرګند کړی او د ډېرو غړو هیوادونو د دفاعي لګښتونو په اړه یې شکایت کړی چې د ده په وینا هغوی تر امریکې نېټو ته ډېر لږ فنډ ورکوي.
ټرمپ د نېټو متحدین د امریکې پر پوځ باندې له یوې وینه زبېښونکې خزندې ژورې سره تشبیه کړي او هغوی یې پیسې شکوونکي ګڼلي وو او په ښکاره ډول یې د هغه اتحاد پر ارزښت پوښتنې را پورته کړې وې چې له لسیزو د امریکې بهرنۍ پالیسي تعریفوي.
هغه په خپله تېره واکمنۍ کې ګواښ کړی وو چې که د نېټو کوم متحدین د دفاعي لګښتونو په پوره کولو کې پاتې راشي نو دی د اتحاد د هغو غړو دفاع ونه کړي.
د نېټو په بیان کې ویل شوي چې روټه او د هغه ټیم د امریکې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټرمپ له غوره شوي استازي مایکل والټز او د منتخب صدر د ملي امنیت د ټیم له نورو غړو سره هم لیدلي دي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum