لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناټو غونډه کې به د افغانستان سولې تر څنګ په نورو مسلو خبرې کیږي


د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ په برسلز کې سره ګوري او د روسیې سره شته ستونزې ددغو خبرو د اېجندا په سر کې ځای لري خو د ناټو د ویاند په وینا د افغانستان د امنیتي ستونزو په اړه به هم په دغې غونډه کې خبرې وشي.

د ناټو ویاند وي او اې ډیوه ته د ټیلیفون په کرښه دا تایید کړه چې د ناټو مشر له غونډې یوه ورځ مخکې د یوې خبري غونډې پرمهال له طالبانو سره د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر اشرف غني د هلو ځلو ستاینه کړې ده.

دغه سرمشریزه غونډه څو اونۍ وروسته له هاغې ترسره کیږي چې د لویدیځ هېوادونو ماسکو په دې تورن کړی چې په برتانیه کې یې خپل یو پخواني جاسوس ته زهر ورکړي.

د ناټو او د روسیې ترمنځ لانجې هغه مهال نورې هم زیاتې شوې کله چې د روسیې په متحد سوریې کې د ادعاوو له مخې کیمیاوي برید وشو او بیا امریکا، فرانسې او برتانیې ددغه برید په ځواب کې هوايي بریدونه ترسره کړل.

که څه هم دغه پوځي اقدام د ناټو لخوا نه و تنظیم شوی خو له دغه برید سره یې پر وخت خپله موافقه ښودلې وه.

د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبړګ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، په غونډه کې به ددوی لومړی تمرکز دده په وینا د روسیې د خطرناک چلند په اړه وي: ٫٫ په دې کې د کرایمیا، ختیځ یوکراین، انټرنیټي بریدونه، په ډیموکراټیکو بهیرونو کې لاسوهنه او د غلطو معلوماتو د خپرولو مسلې شاملې وې.٬٬

د ناټو په دغې غونډه کې به همدارنګه په منځني ختیځ، شمالي افریقا او د عراق پر مسلو هم خبرې وشي.

سټالټنبړګ وړاندې وویل، دوی اوس د عراق د پوځي ښونځیو لپاره د ښونکو او روزونکو په روزنې باندې بوخت دي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پمپیو منځني ختیځ ته له خپل سفر څخه مخکې د ناټو په دغې غونډه کې ګډون کوي.

پمپیو د پنجشنبې په ورځ د وفادارۍ سوګند پورته کړ او د ریکس ټیلرسن پرځای کښیناسته څوک چې تېره میاشت د ولسمشر ټرمپ لخوا له خپلې دندې ګوښه شوی و.

د جمعې د ورځې غونډه به په برسلز کې د ناټو په زړې ودانۍ کې وروستۍ لویه غونډه وي مخکې له دې چې په راتلونکې جون میاشت کې د ۱.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت خپلې نوې جوړې شوې ودانۍ ته ولاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG