لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوکرېن کې تاوتریخوالي د کموولو په اړه د نېټو او روسي مامورین خبرې کوي


په برسلز کې د یوکرېن په اړه خبرو کې برخه اخیستوونکي روسي او امریکايي استازي
په برسلز کې د یوکرېن په اړه خبرو کې برخه اخیستوونکي روسي او امریکايي استازي

د یوکرېن په مشرقي سرحد د روس د ځواکونو ځای په ځای کولو په سر راپورته شوي تاوتریخوالي په موضوع د نېټو او د روس چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په برسلز کې خبرې کوي.

نېټو او مغربي ملکونه وايي د یوکرېن په پوله د روس ځواکونه نه یوازې د یورپي ملکونو امنیت دپاره خطر دی بلکې روس په یوکرېن د یرغل تیاری کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس وايي نېټو دې په دغه ایتلاف کې شاملېدو دپاره د یوکرېن خواست نه مني او په مرکزي او مشرقي یورپ کې د نېټو خپل پوځي فعالیت کم کړي. روس د خپلې پولې پورې د نېټو د پراخېدو مخالفت کوي.

د نېټو او د روس د خبرو نه وړاندې نېټو دپاره د امریکې سفېرې جولېین سمېت خبریالانو ته وویل نېټو سفارتکارۍ دلارې د یوکرېن تاوتریخوالی کموولو ته ژمنه لري، د جنګ خطر کموول غواړي، شفافیت، په وسلو قابو او د یو بل سره د رابطو لارې چارې لټوول غواړي.

سمېت یوکرېن سره د یوالي څرګندوونه وکړه او ویې وېل د روسي اقداماتو په نتیجه کې دغه مسله پېدا شوي ده او د نېټو اتحادیان تیار دي چې د روس د نور جارحیت مخه ونېسي.

سمېت وویل که چېر روس پوځي ګامونه او جګړه غواړي نو ورته دا واضحه کړی شوي ده چې ورته به سخت ځواب وېل کېږي چې پکې اقتصادي پابندۍ هم شاملې دي.

امریکايي سفېرې وویل نېټو په مشرقي سرحد خپله دفاع مضبوطوول غواړي او په یوکرېن د روس د نور جارحیت به روس سخت قیمت ادا کوي.

دا هفته د یوکرېن په موضوع د مغربي ملکونو استازي په دریم ځل روسي استازو سره نېغ په نېغه خبرې کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ روسي مامورین په ویانا کې د ارګنایزېشن فار سکیورټي اېڼد کواپرېشن اېن یورپ سره ويني.

د ګل، دوشنبې، په ورځ امریکايي او روسي سفارتکارانو په جنیوا کې د یوکرېن په اړه خبرې وکړې خو یو فریق هم د څه پرمختګ خبره ونکړه.

د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په جنیوا کې نېغ په نېغه او جامعه خبرې وشوې، د واشنګټن هم د مذاکراتو په اړه دغه اندازه وه.

پېسکو د خبریالانو سره په کانفرنس کال کې وویل تر اوسه پوې د خوشبینۍ دپاره څه سبب نه ويني.

د سیاسي چارو دپاره د امریکې نایب خارجه وزیرې وکټوریا نولینډ د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل تاوتریخوالي د کموولو دپاره د روس هیڅ څه څرګندونه نه ده کړې. هغې زیاته کړه د یوکرېن په پوله د یو لک پوځونو ګمارلو د لارې روس دا کړکېچ جوړ کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس دا ضمانتونه غواړي چې نېټو به د مشرق او د روس په لورې د پراخېدل ودروي او په مشرقي یورپ کې به د ځواکونو ځای په ځآی کول بند کړي.

نولېنډ وویل نېټو روس ته هېڅ خطر نه راولاړوي، دا دفاعي اتحاد دی چې مقصد یې د غړو ملکونو تحفظ کول دي.

مغربي ملکونه ویره لري چې روس په کال 2014 کې د یوکرېن کرایمییا د ضم کولو وروسته روس په یوکرېن د یرغل اراده لري. روس د پخواي شوروي اتحاد په دغه ملک د یرغل خبره ردوي خو د یوکرېن د سرحد نه د ځواکونو ستنوولو د امریکې غوښتنه یې تر اوسه پورې رد کړې ده.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې صدر جوبایډن په یوکرېن د روس د یرغل په صورت کې روس سره د پوځي ټکر امکان رد کړی خو ویلي یې دي چې که چېرې روس یرغل وکړو نو امریکا او اتحادي ملکونه به پې سختې اقتصادي پابندې ولګوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG