لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نېټو کې د فېنلېنډ او سویډن د شاملېدو معاهدې دسختط شوې


په دې تصویر کې د فېنلېنډ خارجه وزیر پېکا هاوېسټو چب لاس ته ولاړ دیږ په منځ کې د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ او چب لاس ته د سویډن خارجه وزیره اېن لېنډا ولاړه ده
په دې تصویر کې د فېنلېنډ خارجه وزیر پېکا هاوېسټو چب لاس ته ولاړ دیږ په منځ کې د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ او چب لاس ته د سویډن خارجه وزیره اېن لېنډا ولاړه ده

د نېټو غړو ملکونو په پوځي اتحاد کې د فېنلېنډ او سویډن د شاملولو دپاره پروټوکولز يا معاهدې د نهې، سه شنبې، په ورځ لاس لیک کړې.

په اوکراین د روس د یرغل وروسته دواړو ملکونو خپل غیرجانبدارانه حېثیت د ختمولو فېصله وکړه او د می په میاشت کې یې په نېټو کې د شمولیت دپاره خواستونه وکړل.

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ وویل "دا د فېنلېنډ او د سویډن دپاره ښه ورځ ده او دا د نېټو دپاره هم ښه ورځ ده چې ۳۲ قامونه په یو مېز کښېني نو مونږ به نور مضبوط وو او زمونږ ولس به نور هم محفوظ وي په داسې حال کې چې په تېرو څو لسیزو کې د امنیت تر ټولو لوی بحران سره مخامخ یوو."

سټالټنبرګ زیاته کړه چې د نېټو دروازې هغه یورپي جمهوریتونو دپاره خلاصې دي چې په شریک امنیت کې خپله ونډه اچولو ته راضي دي.

د فېنلېنډ او سویډن د شاملولو دپاره د پروټوکول یا د معاهدو د دستخط کولو وروسته د نېټو موجوده ۳۰ غړي به هر یو د خپل ملک نه د دې منظوري ترلاسه کوي.

سویډن او فېنلېڼد د دې نه مخکې د نېټو سره همکاري کړې او د پوځي اتحاد په پوځي مشقونو کې یې شرکت کړی دی.
د سویډن خارجه وزیرې اېن لېنډ د نېټو د مستقبل غړي په حېث به سويډن د خپلو اتحادیانو په تحفظ کې خپل کردار ادا کوي.

د فېنلېڼد خارجه وزیر پېکا هاوېسټو وویل هېواد یې سترګې په لاره دی چې د سیمې په امنیت کې خپل کردار ادا کړي.
هاوېسټو وویل د اصولو په بنیاد د نړیوال نظم او د جمهوري ازادۍ د اصولو او د قانون د عملدارۍ دفاع د اتحاد د مظبوط والي دلارې کېدلی شي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG