لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنګټن کې د نېټو مشرانو په ایران، چین او شمالي کوریا تنقید وکړو چې د روس مرسته کوي


په دې تصویر کې د امریکې صدر جوبایډن او د یوکرېن صدر ولادومېرزېلېنسکي د نېټو د نورو مامورینو ترڅنګ لیدل کېږي
په دې تصویر کې د امریکې صدر جوبایډن او د یوکرېن صدر ولادومېرزېلېنسکي د نېټو د نورو مامورینو ترڅنګ لیدل کېږي

په واشنګټن کې د غونډې وروسته د نېټو د غړو ملکونو مشران د جمعې په ورځ کورونو ته بېرته روانه شول او په درې ورځنۍ ناسته کې يې د تنظیم د جوړېدو ۷۵ ولمانځل، یوکرېن سره يې د اوږد مهاله پوځې امداد او دا لوظ وکړو چې روس سره په جنګ کې د ښکېل ملک مستقبل په نېټو کې دی. د نېټو مشرانو په چین، ایران او شمالي کوریا تنقید وکړو چې یوکرېن خلاف جنګ کې د روس مرسته کوي.

د غونډې په اخېره کې جاري شوي بیان کې د نېټو مشرانو وویل دوه کاله مخکې شروع شوي په یوکرېن د روس یرغل په یورو اېټلانټېک سیمه کې امن او امان تباه کړی او نړیوال امنیت یې کمزوری کړی دی.

د نېټو مشرانو د اتحادي ملکونو تحفظ ته روس مستقیم خطر وبللو او ګامونه يې واخیستل چې یوکرېن د روس خلاف جنګ کې کامیاب شي.

یوکرېن سره د اوږدې مودې پوځي امداد په لړ کې د نېټو مشرانو د نېټو سېکیورټي اسسټنس اېڼد ټرېنېنګ یوکرېن په عنوان مرکزي کمانډ قایم کړو چې یوکرېن سره د مختلفو ملکونو پوځي امداد رایوځای کړي او د یوکرېن ځواکونو تربیه یقیني کړي.

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټبرګ د زیارت، پنجشنبې، یو خبري کانفرنس ته وویل په جرمني کې د کمانډ سېنټر یا مرکز دلارې به یوکرېن ته د مختلفو ملکونو ورکړی پوځي سازاوسامان او تربیه رایوځای کولی شي.

سټالټبرګ وویل د نټېو اتحادیان په دې خبره متفق شول یوکرېن سره به هرکال لږ تر لږه د ۴۳ بېلین ډالرو امداد کوي. د سرمشریزې غونډې په مهال سټالټنبرګ یوکرېن سره د پوځي او د فضاي دفاع په برخه کې د نور امداد اعلانونه وکړل.

د نېټو په خبرو اترو کې د جنوبي کوریا د صرد یو سوک یول د شرکت په اړه سټالټنبرګ وویل دا څرګندوي چې څنګه د یورپ امنیت د اېنډوپېسېفېک سیمې د امنیت سره تړلی دی.

سټالټنبرګ زیاته کړه چې د یوکرېن خلاف د روس د "غېرقانوني جنګ" مرسته چین او ایران کوي او شمالي کوریا هم په کې څه کمه برخه نه اخلي.

د غونډې په اخېره کې جاري شوي بیان کې د نېټو مشرانو وویل شمالي کوریا او ایران نېغ په نېغه په جنګ کې د روس ملاتړ کوي او د روس پوځ ته ګوله بارود او ډرنز ورکوي. د نېټو مشرانو چین هم د روس د جنګ د کوښښونو د حمایت کوونکي په څېر یاد کړو او ویې وېل چين په لویه پېمانه د روس د دفاعي صنعت امداد کوي.

نېټو وویل که څه هم چین روس ته په مستقیم ډول وسله نه ورکوي خو د غبرګ استعمال شیان لکه د وسلو پرزې، خام مال او نور مواد ورکوي چې د روس په دفاعي صنعت کې استعمالېږي.

د نېټو مشرانو په بيجېنګ غږ وکړو چې د ماسکو مرسته ختمه کړي او ويې وېل داسې نه شي کېدلی چې یو خوا به چین په جدید تاریخ کې د یورپ د ټولو نه لوی جنګ مرسته کوي او بلخوا به يې مفاداتو او نوم ته نقصان نه رسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG