لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : د ايبټ اباد د پيښې پلټنو لپاره پوځی کمېشن رد کړې


نواز شريف : د ايبټ اباد د پيښې پلټنو لپاره پوځی کمېشن رد کړې
نواز شريف : د ايبټ اباد د پيښې پلټنو لپاره پوځی کمېشن رد کړې

د پاکستان پخواني وزيراعظم او دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ددريوؤ ورځو دننه دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار چوهدري په مشرۍ يو عدالتي کميشن وټاکي ، ترڅو دغه کميشن په ايبټ اباد کې داسامه بن لادن دموجوديت او دهغه په ضد دامريکائي ځواکونو له لوري دترسره شوؤ خفيه عملياتو څخه دپاکستاني پوځ دلاعلمۍ پلټنې وکړي.
دشورو په ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت ميا نواز شريف وويل دغه کميشن بايد خپلې پلټنې په 21ؤ ورځو کې سرته ورسوي او دهغې څخه بيا قام خبر کړي.
نوموړي دپوځي جرنيل په مشرۍ دايبټ اباد دپيښې دپلټنو دپاره جوړ کړل شوى کميشن رد کړو او وې وئيل دغه کميشن دپلټنو جوگه نۀ دى.
نواز شريف وويل په ايبټ اباد کې دامريکائي پوځ دعملياتو څخه دپوځ مورال راټيټ شوى دى او نن مونږ د1971ء څخه دزيات کړکيچن وضعيت سره مخ يو.
هغه وويل په دغسې حالت کې بايد هيڅوک ځان ښوونه ونۀ کړي.
دمسلم ليگ(ن) مشر زياته کړه دايبټ اباد پيښې دټول ملک وقار ته زيان رسولى او زمونږ حکومت بيا هم دامريکا دعملياتو په لړ کې مبارکۍ ورکولې.
هغه وويل هيچا ته به اجازت ورنۀ کړي چې دهيواد خپلواکي دپښو لاندې کړي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم او دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف د پوځي جرنيل په مشرۍ دايبټ اباد دپيښې دپلټنو دپاره جوړ کړل شوى کميشن رد کړې او وئيلي دغه کميشن دپلټنو جوگه نۀ دى.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG