لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف او مولانا فضل الرحمان يو په يو ليدلي


د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف د جمعيت علمااسلام ف ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدلي او ويل شوي دواړو د ملک په سياسي ‏چارو خبرې کړي دي.‏

د مسلم ليګ ن رانا ثناالله چې د نواز شریف سره په پلاوي کې مل وو او د مولانا فضل الرحمان سره په اسلام اباد کې دغه ليدنه شوې، مطبوعاتو سره په ‏خبرو کې یې ويلي، اول په ګډه ليدنه شوې او بیا دواړو مشرانو يو په يو ليدلي دي.‏

خو نوموړي د دغه يو په پو ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.‏

دا ليدنه په داسې وخت کې شوې چې مسلم ليګ ن ګوند شهباز شريف د وزيراعظم د څوکۍ دپاره نومولی، پاکستان پيپلز ګوند او اېم کيو اېم یې ملاتړ ‏کړی دی.‏

د پاکستان د نوي وزیراعظم ټاکنه سبا د اتوار/يکشنبې په ورځ ټاکل شوې ده.‏

مسلم ليګ او ملاتړي سياسي ګوندونه یې دعوه کوي د وزيراعظم د انتخاب دپاره ورسره رای پوره دي. ‏

د تحریک انصاف ګوند عمرايوب خان به د سني اتحاد کونسل لخوا د وزيراعظم امېدوار وي.‏

د پاکستان د وزيراعظم جوړېدو دپاره د قامي اسمبلۍ لږ تر لږه ‏‎169‎‏ ووټونه ترلاسه کول پکار دي.‏

خو جمعيت علمااسلام ف ګوند پرون د قامي اسمبلۍ د سپيکر او مرستيال سپيکر په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې. او له دغې وړاندې مولانا فضل ‏الرحمان چې د قامي اسمبلۍ سوګند کړی، په خپله یې ويلي وو په حکومت جوړونه کې به برخه نه اخلي او نه به د حکومت جوړونې په عمل کې ووټ ‏ورکوي.‏

مولانا فضل الرحمان په خپله پلارنۍ حلقه ډېره اسماعيل خان انتخابات بايللي، خو د بلوچستان صوبې د پښين د قامي اسمبلۍ د حلقې نه کامیاب شوی ‏دی، ‏د هغه د ګوند يو بل غړی نور عالم د پېښور، يو بل د وزيرستان او پاتې درې نور هم د بلوچستان صوبې څخه د قامي اسمبلۍ امېدواران منتخب شوي ‏دي.‏

مولانا فضل الرحمان د تېر حکومتي اتحاد (پي ډي اېم) مشر وو، او په تېر حکومت کې یې وزارتونه هم لرل.‏

د پرونۍ ليدنې وروسته د جمعيت علمااسلام ف ګوند يو مشر عبدالغفور حېدري ويلي، د حکومت په جوړونه کې د برخې نه اخستو په خپل دريځ ولاړ دي.‏

او رانا ثناالله بيا د جيو نيوز سره په خبرو کې ويلي، هيله لري چې مولانا فضل الرحمان به د پاکستان تحریک انصاف سره په سړکونو احتجاج ونه کړي.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند نن د خالي/ شنبې په ورځ په انتخاباتو کې د درغليو د تورونو په سر احتجاج اعلان کړی دی.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، د مولانا فضل الرحمان په ګډون پښتانه ملت پال، بلوڅ او پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغو ‏انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي، چې نتيجې یې بدل کړل شوي دي.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG