لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بډو رشوتونو په دریو مقدمو کې په نوازشریف فرد جرم ولگیدو


نوازشریف د خپلې لور مریم نواز او د زوم محمد صفدر ترڅنگ عدالت ته حاضر شو
نوازشریف د خپلې لور مریم نواز او د زوم محمد صفدر ترڅنگ عدالت ته حاضر شو

احتساب عدالت د بډو رشوتونو په دریو مقدمو کې په پخواني وزیراعظم فرد جرم ولگولو.

په اسلام آباد کې د احتساب عدالت په د بډو رشوتونو په دریو مقدمو کې په پخواني وزیراعظم نوازشریف فرد جرم ولگولو.

د شورو، چارشنبې، په ورځ نوازشریف د خپلې لور مریم نواز او د زوم محمد صفدر ترڅنگ عدالت ته حاضر شو.

د وي او ای اردو څانگې ترمخه د عدالت جج یا قاضي نوازشریف کټهرې ته راوبللو او په هغه لگیدلې تورونه یې ورته واورول. رپورټ وايي نواز شریف د ٢٠ منټو پورې په کټهره کې ولاړ و.

عدالت د نوازشریف دا خواست رد کړو چې د هغه پرضد درې واړه مقدمې دې یوځای کړی شي.

د اردو څانگې رپورټ وايي په عدالت کې د اورونې په مهال د نوازشریف او د جج ترمنځ د مکالمو دلچسپه تبادله وشوه. نوازشریف وویل د مانیټرنگ یا د څارنې جج د ټاکلیدو په نتیجه کې د هغه بنیادي حق د پښو د لاندې کیږي او په شپږ میاشتو کې د مقدمې سر ته د رسولو امر هم په مقدمه اثر غورځوي.

په دې جج وویل د هغه خلاف د څلورو ریفرینسونو اورونه به یو ځای کولی شي نو ځکه به مقدمې په یو وخت سر ته ورسول شي.

نوازشریف په هغه لگیدلې الزامات رد کړل.

عدالت د بلې اورونې لپاره د نومبر د میاشت ١٥ مه نېټه وټاکله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG