لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف دسپریم کورټ په درې کسیز بینچ بې باوري ښودلې،عمران خان وایي فل کورټ هم ورته فرق نه کوي


د څلور کسیز بینچ له ماتېدو وروسته دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ددې قضیې اوریدنې لپاره پخپله مشرۍ کې درې کسیز بینچ ټاکلی چې چې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر پکې هم شامل دي
د څلور کسیز بینچ له ماتېدو وروسته دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ددې قضیې اوریدنې لپاره پخپله مشرۍ کې درې کسیز بینچ ټاکلی چې چې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر پکې هم شامل دي

دپاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دانتخاباتو پسر په عدالتي قضیه اختلافونه نور زیات شوي دي اؤ دسپریم کورټ مشر قاضي عمرعطاء بندیال دقضیې اوریدنې لپاره دفل کورټ جوړولو غوښتنه رد کړې ده.

په مرکز کې د واکمن پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مشر میا نواز شریف ویلي دي چې دوي ته هرکله دقضیې اوریدونکي عدالتي بینچ قبول نه دی نو دهغې پرېکړه به څه قبوله کړي؟

دحکومت مخالفې ډلې تحریک انصاف مشر عمران خان وایي که دقضیې اوریدنې لپاره سپریم کورټ دفل کورټ ټاکنه کوي نو هم دوي ته پرې څه فرق نه پریوځي خو واضحه کړې یې ده چې دایین له مخې په 90 ورځو کې انتخابات پکار دي.

پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا کې دانتخاباتو نه اعلانېدو پر ضد سپریم کورټ کې د دایر شوؤ خواستونو اوریدونکي بینچ یو بل جج ښاغلي جمال مندوخیل هم د جمعې په ورځ دقضیې اوریدنې په پیل کې ددې قضیې له اوریدنې معذرت کړی دی چې دې سره دا بینچ یو ځل بیا مات شوی دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپینځه کسیز بینچ یو بل غړي جسټس امین الدین هم ددغه قضیې له اوریدنې معذرت کړی ؤ چې له هغې وروسته دا بینچ مات شوی ؤ اؤ مشر قاضي دجمعې د ورځې اوریدنې لپاره څلور کسیز بینچ ټاکلی ؤ .

د څلور کسیز بینچ له ماتېدو وروسته دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ددې قضیې اوریدنې لپاره پخپله مشرۍ کې درې کسیز بینچ ټاکلی چې چې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر پکې هم شامل دي.

دا درې کسیز بینچ به د ګل یا دوشنبې د ورځې نه دیادې قضیې اوریدنه کوي.

خو مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مشر میانواز شریف په دې بینچ دبې باورۍ څرګندونه کړې ده اؤ لندن کې یې رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دې بینچ کې دوه هغه قاضیان هم شامل دي چې تېرو وختونو کې یې دده پرضد فیصله ورکړې وه.

نوازشر شریف ویلي چې دوي ته دسپریم کورټ دا بینچ قبول نه دی نو فیصله به یې څنګه قبوله کړي؟

نوازشریف دقضیې اوریدنې لپاره دفل کورټ جوړولو غوښته کړې ده اؤ ویلي یې دي که فل کورټ جوړ شي نو ټولو خواؤ ته به دمنلو وړ وي.

هغه پوښتنه کړې ده چې د دریوؤ ججانو په بینچ جوړولو کې اخر څه مصلحت دی اؤ وایي ایا ټولې پرېکړې به دعمران خان له خاطره کیږي؟

خو دجمعې په ورځ د قضیې اوریدنې په مهال مشر قاضي عمر عطاء بندیال د اټارني جنرل له لوري دفل کورټ جوړولو غوښتنه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دغه بینچ کې شامل ججان ښه قابل دي اؤ دقانون له مخې بینچ دقضیې اوریدنې صلاحیت لري.

دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف لاهور کې دخپل ګوند صدر پرویز الهي سره لیدنه کې ویلي دي چې که سپریم کورټ دانتخاباتو قضیې څېړلو لپاره فل کورټ جوړوي نو هم پرې دوي ته څه فرق نه پریوځي.

خو هغه واضحه کړې ده چې ایین په 90 ورځو کې دانتخاباتو خبره کوي اؤ دوي به چاته اجازه ورنه کړي چې دایین په ماتولو انتخابات پشا بوځي.

دانتخاباتو دنیټې په سر سپریم کورټ کې د روانې قضیې د اوریدنې په مهال دسپریم کورټ دججانو ترمنځ هم اختلافونه رامنځته شوي دي اؤ دپاکستان حکومت اوړمه ورځ دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ نه دعدلیې د واکونو محدودولو ترمیمي قانوني مسوده منظور کړې ده.

دغه مسوده دسینیټ چیرمین دلاسلیک لپاره دهیواد صدر ته لیږلې ده اؤ چې هرکله پرې صدر لاسلیک وکړي نو دقانون بڼه به خپله کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG