لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف: د بنګال دردناکه پېښه او د ۱۲ اکتوبر کودیتا په پوځي لار ښونه د عمل نه کولو له وجې شوې


Nawaz Sharif
Nawaz Sharif

د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ویلي،‌ که ۷۲ کاله وړاندې دقاېد اعظم په لارښونه عمل شوې وی، نو نه به د مشرقي پاکستان (بنګال) غوندې دردناکه پېښه کېدله، نه به د ۱۲ اکتوبر کال ۱۹۹۹ په شان بغاوت شوې وو او نه به د اولس منتخب وزیراعظم د ګرفتارۍ لپاره وزیراعظم هاوس فتح کړی شوی وو.

نواز شریف زیاته کړې، ځکه وايي چۍ ووټ ته دې درناوی ورکړی شي.

پخواني وزیراعظم دا خبرې د سماجي وېب پاڼې ټوېټر اکاونټ د لارې په یو اولسي پېغام کې کړي دي.

نوازشریف دا بیان ځکه ورکړی چې په ۱۲ اکتوبر کال ۱۹۹۹ کې د هغه وخت د پوځ مشر جنرال پروېز مشرف په امر نواز شریف د واکه لرې او ګرفتار کړی شوې وو. ددې ترڅنګ پروېز مشرف د هېواد دستور هم ځنډولی وو.

د پاکستان په آئین کې د دستور ماتولو یا ځنډولو کم ازکم سزا مرګ اېښودل شوې ده.

نزدی شل کاله وروسته بیا د پاکستان د ستر عدالت په امر جوړ شوي یو خصوصي عدالت پخواني پوځي مشر جنرال مشرف ته د آئین سر غړونې په سر د مرګ سزا هم اوورولی ده.

سیاسي څېړونکي او خبریال حامد میر په خپل یوټیوب چېنل ویلي چې پاکستان کې څو پوځي مشرانو آئین مات کړی وو خو جنرال مشرف یواځینی پوځي جرنېل وو چې عدالت ورته د مرګ سزا واوروله خو وايي د عمران حکومت په دغه عدالتي فېصله عمل ون کړلو.

پاکستان کې سیاسي څېړونکي ۲۱ کاله وروسته د دولسم اکتوبر پوځي کودتا په ضد د نوازشریف تازه غبرګون دا وخت په هېواد کې د پېدا شوي سیاسي تاو تریخوالي نتیجه ګڼي.

پاکستان کې تېره میاشت د مخالفه ډلو په ټول ګوندیز کانفرنس کې هم نواز شریف په پوځ د نیوکو په وخت ویلي وو چې د عمران خان موجوده حکومت پوځي جرنېلانو جوړ کړی او د اولس د رایو خیال نه دی ساتلی شوې.

څو ورځې وړاندې نوازشریف لاهور کې د مسلم ن ډلې یوې غونډې ته دا هم ویلي وو چې د پاکستان پوځ د نړۍ ښه پوځ هله جوړېدلی شي چې د آئین خیال وساتي.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه تېره ورځ یوې پوځي دستورې ته ویلي وو، هر ګام یې د ملک آئین د لاندې او په قامي ګټه کې پورته کړی خو وايي د هېواد دښمن په خپل هدف کې د ناکامۍ وروسته د پاکستان په ضد هاېبرډ جنګ شورو کړی.

د تحریک انصاف حکومت مخافه سیاسي ډلې د اکتوبر شپاړسمې نېټې نه د حکومت په ضد د پاکستان ډېموکرټک موومنټ په نوم د جوړ شوي تحریک د سوري لاندې په ټول هېواد کې احتجاجونه پېل کوي.

اپوزیشن ګوندونه غوښتنې کوي وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي، حکومت دې ختم شي او په هېواد کې دې د پوځ د اثر نه ازادې ټاکنې وکړی شي.

د وفاقي حکومت وزیرانو په دې وروستیو کې ویلي چې مخالفه ډلو احتجاجونه ځکه پېل کړي چې غواړي حکومت ددوي پر ضد د درغلیو په کېسونو کې د فشار لاندې راولي خو حکومت وايي چرې به هم وروسته نه شي او د پوځ سره کلک ولاړ دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG