داسې امکان څرګندیږي چې امریکایي او اسرایلي مذاکرات کوونکي به نن یا سبا بیا په قاهره کې خبرې پیل کړي چې په غزې کې له شپږو میاشتو د روانې جګړې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه کوم تړون ته ورسیږي.
تر دغو خبرو مخکې د امریکې د حکومت یوه چارواکي د جمع په شپه اې ایف پي ته ویلي، د امریکې صدر جوبایډن د مصر او قطر مشرانو ته په ټینګار سره لیکلي، پر حماس ډله دې فشار واچوي چې "تړون ته راضي او پابنده شي".
امریکا، قطر او مصر له څو میاشتو راهیسې د پردې شاته په خبرو اترو بوخت دي چې د ډزبندۍ، د یرغملو اسرایلیانو او بندي فلسطینیانو د خوشي کېدو په اړه تړون ته ورسیږي خو د نومبر د یوې اوونۍ له لنډمهالې ډزبندۍ وروسته یې بیا په دې اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې مذاکرات کوونکي به د دې اوونۍ په پای کې بیا په قاهره کې خبرې پیلوي خو د امریکایي رسنیو پر هغو رپوټونو یې له تبصرې ډډې کړې چې وایي د سي ای اې مشر بیل برنز به هم په دغو خبرو کې برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د قاهرې په خبرو کې د امریکې د استخباراتي ادارې له دې مشر سره سره د اسرایل د استخباراتو مشر ډېویډ برنیا، د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني او د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل ګډون وکړي.
اسرایل او حماس چې د منځګړو په مرسته له یو بل سره د ډزبندۍ د تړون په اړه خبرې اترې کوي، پر یو بل تورونه پورې کوي چې په خبرو کې یې پرمختګ نه دی کړی.
د صدر بایډن د انتظامیې چارواکي بېګا ویلي "دا بنیادي حقیقت پر ځای دی: نن به په غزه کې ډزبندي وای که حماس د دغو پاته کمزوره یرغمل کسانو پر خوشي کېدو رضا شوی وای، هغه کسان چې پکې ناروغه، ټپي، مشران او ځوانې ښځې دي".
د حماس چارواکو او د قطر منځګړي عبدالرحمان الثاني تر دې وړاندې پر اسرایل تور پورې کړی چې د غزې د بې ځایه شویو ملکي وګړو د بېرته ستنېدو او د یرغملو او بندیانو پر تناسب باندې په اعتراضونو سره د ډزبندۍ مخه نیسي.
د اپرېل پر څلورمه صدر جوبایډن پر اسرایلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو باندې په ټلیفون خبرو کې ټینګار وکړ، خپلو مذاکرات کوونکو ته دې "بشپړ واک" ورکړي چې یو تړون ته ورسیږي.
صدر بایډن د حماس خلک د جګړې په پیل کې د اسرایل کلک ملاتړی وو او پوځي مرستې یې ورسره وکړې خو په غزه کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو په ځانګړې توګه روانه اوونۍ د مرستندویه کارکوونکو له وژنې سره زغم په کمېدو ښکاري.
د نړیوالې او په امریکا کې د خلکو د غوسې په زیاتېدو صدر بایډن اسرایل ته خبرداری ورکړی چې که د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې نور اقدامات ونه شول امریکا به ورسره پر خپلو مرستو بیاکتنه وکړي.
د امریکې متحدین پر صدر بایډن ټینګار کوي چې له اسرایل سره د اربونو ډالرو مرستې په کارولو سره په جګړه کې د عامو خلکو د خوندیتوب او ډزبندۍ په برخه کې پر اسرایل فشار واچوي.
د امریکا د کانګرس تر درې درځنه زیاتو غړو د جمعې په ورځ صدر بایډن ته په لاسلیک کړي خط کې پر هغه ټینګار کړی "له اسرایل سره د نوې پوځي مرستې وروستۍ فیصلې ته دې بیا کتنه وکړي".
د کانګرس دغو غړو له صدر جوبایډن څخه غوښتي له اسرایل سره دغه او د راتلونکي وخت پوځي مرستې دې تر هغه وخته وځنډوي چې تر څو په غزه کې د اسرایلو د هوایي بمبارۍ په اړه بشپړه پلټنه نه وي شوې.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د مرستندویه کارکوونکو د وژنې د پېښې په اړه د "ازادو او بشپړو پلټنو" غوښتنه کړې ده.
د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ په غزه کې د ورلډ سنټرل کیچن مرستندویه ادارې پر قافله اسرایل هوایي برید کړی وو چې د شپږو نړیوالو رضاکارانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وو.
Forum