لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذاکرات کوونکي په غزه کې د ډزبندۍ د تړون لپاره "د مخکې تلو پر لاره" کار کوي


د حماس ډلې له خوا د ډزبندۍ د تړون د څو پړاوونو وړاندیز ته تر جواب وروسته چې پکې یو شمېر بدلونونه غواړي امریکا پر دې کار کوي چې د غزې په جګړه کې د ډزبندۍ لپاره د "مخکې تلو لاره پیدا کړي".

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، د حماس ځینې بدلونونه "معمولي او کوچني" دي او کار ورباندې کېدای شي خو وایي نور په هغو شرطونو "برابر نه دي"، چې تفصیل یې صدر جوبایډن وړاندې کړی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا تایید کړی دی.

سولیوېن خبرداری ورکړ چې د ډزبندۍ د تړون لپاره خبرې اترې په کوم ډول روانې دي او د مصر او قطر له چارواکو سره پکې نامخامخ خبرې هم شاملې دي دا په دې معنا ده چې پرمختګ به یې وخت واخلي. سولیوېن وویل:

"موږ له قطر او مصر سره کار کوو، دوی دواړه به له حماس سره کار وکړي، قطر، مصر او امریکا به له اسرایل سره کار وکړي او هدف دا دی چې څومره ژر ممکنه وي یوې نتیجې ته د رسېدو هڅه وکړو".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم پرون په قطر کې وویل چې حماس د ډزبندۍ د وړاندیز په جواب کې "بې شمېره بدلونونه" غوښتي چې وایي په دغو کې ځینې "غیرعملي" غوښتنې هم شاملې دي.

بلینکن له دې سره سره ټینګار وکړ چې واشنګټن او منځګړي هېوادونه به د فلسطیني وسلوالې ډلې او اسرایل ترمنځ په خبرو اترو کې د اختلافاتو د را کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکې صدر جو بایډن د می میاشتې پر 31مه په سپینه ماڼۍ کې د وینا په مهال د ډزبندۍ د نوي ممکنه تړون د وړاندیز تفصیلات خپاره کړل خو بایډن او نورو امریکایي چارواکو بیا بیا ټینګار کړی چې دا د اسرایل وړاندیز دی. سولیوېن هم پرون بیا وویل چې اسرایلیان د دې وړاندیز "تر شا ولاړ دي".

د ډزبندۍ د تړون دا وړاندیز په درو پړاوونو کې دی، چې په لومړي پړاو کې یې د جګړې درېدل، له غزې د ځینو یرغمل شویو بندیانو خوشي کېدل، له اسرایلي زندانونو د ځینو فلسطیني بندیانو خوشې کېدل، د فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو زیاتېدل او د غزې د ابادۍ له سیمو د اسرایلي پوځیانو وتل او بې کوره شوي فلسطینیان خپلو کورونو او سیمو ته ستنېدل شامل دي.

په دویم پړاو کې له غزې د پاته ټولو یرغمل شویو اسرایلي وګړو خوشي کېدل او د اسرایلي پوځ د بشپړ وتلو په بدل کې د اسرایل او حماس تر منځ د دایمي دښمنۍ ختمېدل شامل دي.

په درېیم او وروستي پړاو کې د غزې پټۍ د بیارغونې څو کلن پلان شامل دی، چې اکثره برخه یې د اسرایل د اتو میاشتو په بمباریو کې تباه شوې ده. په دې پړاو کې به د ټولو وژل شویو یرغمل کسانو مړي هم بیرته اسرایل ته سپارل کیږي.

په غزه کې تازه جګړه

د اسرایل پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې په غزه پټۍ کې یې پر 45 هدفونو هوايي بریدونه کړي دي. وایي په رفح کې یې مځکني عملیات او هوايي بریدونو او په مرکزي غزه کې یې هم عملیات کړي دي.

د رفح اوسېدونکو رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، اسرایلي ټېنکونه یې د ښار په لوېدیځ کې وړاندې تګ کوي او تېره شپه په سیمه کې د اسرایل د هوایي، مځکنیو او د سمندر له لارې بریدونو له کبله تر ټولو سخته شپه وه.

وایي د دغو بریدونو په نتیجه کې ډېرې کورنۍ مجبوره شوې چې په تیاره کې خپل کورونه او د کډوالۍ خېمې پرېږدي او نورو خوندي ځایونو ته وتښتي.

د اکتوبر پر اوومه د حماس په برید کې د 1,200 اسرایلي وګړو تر وژل کېدو وروسته چې د حماس خلاف په غزه کې عملیات پیل شوي د دې سیمې د روغتیا وزارت په وینا د اسرایل په بریدونو کې تر 37,200 زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

یادونه: د سټېټ دیپارټمنټ بېورو چیف نیک چنګ او د وي او اې کیم لېوس په رپوټ کې مرسته کړې او ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG