لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نتنیاهو: د ایران ایجنټانو زما اؤ زما د ښځې د وژلو په هڅه لویه تېروتنه کړې ده


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي د ایران ایجنټانو د هغه اؤ د هغه د ښځې د وژلو په هڅې کولو لویه تېروتنه کړې ده.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې نیتن یاهو ویلي د ایران ایجنټان هغه د ملک د سلامتۍ لپاره له روانې جګړې نه شي پشا کولی.

د خالي- شنبې په ورځ د اسرایلي وزیراعظم ویاند ویلي وؤ، د وزیراعظم نتنیاهو په کور ډرون برید شوی خو په دې برید کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ویاند ویلي وؤ چې د حملې په وخت د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو اؤ د هغه د کورنۍ نور غړي د تل ابیب شمال کې په قیصریه کې پخپل کور کې موجود نه وؤ.

اسرایلي پوځ دعوه کړې وه چې د اسرایل په هوایي حدودو کې یې دوه ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي.

له دغه برید وروسته د اسرایل وزیراعظم نتنیاهو پخپل بیان کې ویلي هغه څوک چې هم اسرایل اؤ د هغې وګړو ته زیان رسوي د دې به درنه بیعه غوڅوي .

اسرایلي وزیراعظم ویلي "مونږ به ستاسو ترهګر ختموؤ اؤ له غزې به خپل یرغمالیان بېرته راولو"

د نتنیاهو په بیان کې ویل شوي چې مونږ د خپلو نسلونو لپاره سیمه کې سلامتي په حقیقت بدلوؤ.

همدا شان د اسرایل خارجه وزیر اسرایل کاټز هم په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې ویلي د ایران پراکسیز د وزیراعظم نیتن یاهو اؤ اؤ د هغې د کورنۍ د وژلو په هڅې کولو یو ځل بیا د ایران اصل مخ بې نقابه کړی دی.

د اسرایلي وزیراعظم په کور دا برید په داسې مهال شوی چې لبنان کې د حماس د ایتلافي ایران پلوه تنظیم حزب الله په ضد جګړه کې شدت پېدا شوی دی.

حزب الله د جمعې په ورځ ویلي وؤ چې دوي د اسرایل په ضد د نورو ګاییډډ میزایلو توغولو اؤ ډرون بریدونو د یو نوي پړاؤ پیل کولو پلان جوړ کړی دی.

د وسله والې ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله د ستمبر میاشتې په وروستیو کې د اسرایل په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ اؤ اسرایل د اکتوبر په پیل کې لبنان ته هم خپل ځمکني ځواکونه لېږلي وؤ.

غره کې په جګړه د بوخت اسرایلي ځواکونو اؤ حماس تر منځ هم د اوربند هڅې د ځنډ ښکار شوي اؤ روانه اوونۍ د حماس د مشر یحییا سنوار له وژل کېدو وروسته دواړو خواؤې د جګړې د چټک کولو اشارې ورکوي.

د جمعې په ورځ د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي وؤ چې د سنوار وژنه دردونکې ده خو هغه زیاته کړې وه چې حماس تر دې وړاندې د نورو فلسطیني مشرانو د وژل کېدو باوجود خپل مقاومت دوامداره ساتلی دی.

خامنه اي ویلي وؤ، حماس ژوندی دی اؤ ژوندی به وي

امریکې،برتانیې ، اروپايي اتحادیې اؤ نورو نړیوالو هیوادونو حماس اؤ حزب الله ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG