د اسرایل وزيراعظم بينيامين نتنياهو د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، په غزه کې د حماس وسله والو ضد جګړې سخت پړاو به زر ختم شي، خو زياته کړې یې ده اسرايل به په ممکنه ډول خپل پوځ د لبنان پولې ته منتقل کړي چرته چې د اسرايل د لبنان د وسله والې ډلې حزب الله سره هره ورځې نښتې کيږي.
په وروستيو اوونيو کې د اسرايل او ايران ملاتړې ډلې حزب الله ترمنځ نښتې سېوا شوي، له امله یې په سيمه کې د پراخه شخړې اندېښنه راولاړه شوې ده.
د اسرايل 14 چېنل سره په مرکه کې د اسرايل وزيراعظم بينيامين نتنياهو ويلي، شمال اړه ته د پوځ لېږل به د حزب الله پرضد د ملک دفاع پياوړې کړي او د لبنان اسرايل پورې سره نزدې د جګړو څخه تښتېدلي اسرايليان به بيرته خپلو کورونو ستانه شي.
هغه د حزب الله سره شخړه د سفارتي لارې هوارولو هيله هم څرګنده کړې خو ويلي یې دي، اسرایل په څو محاذونو جنګېدی شي او د هغې دپاره تياري هم کوي.
نتنياهو تمه څرګند کړې چې په غزه کې د جګړې او اسرايلي ځواکمونو په رفح کې د عملیاتو پای ته رسولو تمه څرګنده کړې خو ورسره یې ویلي، اسرايل په نزدې راتلونکې کې هلته د پوځي موجودګۍ تمه هم لري.
هغه ويلي،"مونږ هم غواړو، که ممکنه وي د ځايي فلسطينیانو سره په ګډه ملکي اداره جوړه کړو، او د سيمې د هیوادونو مرسته ورته ترلاسه وي چې وروسته په غزه کې ملکي چارې سمبال کړي".
نتنياهو د حماس يا په لويديځه غاړه کې د فلسطيني اتارټۍ د غزې په انتظام کې د کردار لرلو رد کړی دی.
امریکې له دې وړاندې اسرايل ته په سيمه کې د اوږد وخت دپاره د پوځ ساتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
له دغې وړاندې د اتوار په ورځ نتنياهو ويلي هغه باوري دی په غزه کې د حماس د وسله والو ضد جګړه کوونکي اسرايلي پوځ ته د وسلو په کمولو به د امريکې سره شخړه هم زر هواره شي.
د کابينې غونډې ته په وينا کې نوموړي ويلي، "د څلورو مياشتو راهسې د امريکې څخه اسرايل ته د وسلو رسايي په ډرامايي توګه کمه شوې، هر ډول وضاحتونه مو ورکړي، خو بنيادي حالاتو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی".
هغه ويلي، "تېره ورځ چې مې څه اورېدلي د هغې په رڼا کې باور او يقين لرم چې دا مسله به په نزدې راتلونکې کې هواره شي".
ويل شوي، د اسرايل د دفاع وزیر يوو ګېلنت د جګړې په اړه خبرو دپاره امريکا ته روان شوی دی.
د امریکې صدر جوبايډن د اسرايل په جګړه کې د شږو اوونيو جنګ بندۍ او حماس په ولقه کې د يرغماليانو خوشي کولو وړانديز کړی وو، خو حماس د کوم تړون په پای کې د جګړې ختمولو غوښتنه کړې او اسرايل یې دغه غوښتنه رد کړې وه.
امریکې د اسرايل ملاتړ جاري ساتلی خو د نتنياهو د جګړې په تګلاره یې په تېزۍ سره مايوسي هم ښکاره کړې ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې 1200 کسان یې وژلي او د 250 پورې یې يرغمال کړي وو. اسرايل بيا په غزه کې ځوابي عمليات پيل کړي اوپه سيمه کې د صحت د چارواکو په وينا، د 37,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي چې زياتره پکې ملکي وګړي او جنګيالي هم شامل دي.
( د دې خبر معلومات د اې پي، رويټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي)
Forum